نظــر

داربکیانو سلطنت ( د ډانګـ ټر ظهیر ځواب )

زموږ کلیوالو به ویل ( په ړنګه کې حال نه دی معلوم ) رښتیا هم په دې ړنګه یا ړنګیدونکې دنیا کې دښه او بد ، سپین او تور او بالاخره  اربکي او ډاکټر چندانې درک نه لګیږي ، که په حقیقي دنیا کې یوڅه مڼې په شمار وي ، وي به ، مګر په مجازي ( انټرنیټي ) دنیا کې له لویه سره درک ورک دی .

ددې خبرې نغد مثال دغزني دقره باغ یو انټرنیټي اربکی دی چې ځان ته ( ډاکټر ظهیر ) وایي او کله ناکله یې په ټول افغان او تاند ویب پاڼو کې لیکنې ترسترګو کیږي .

ددغه فطري مسلمان ، کسبي ملحد او بیا انټرنیټي اربکي احوال ذاتیه  او بیوګرافي به که ژوند وو بیا درته پرلیکه کړم خو اوس چې یوه پنډه کارونه لرم راځم دنوموړي دهغې لیکنې ځواب ته چې په تاند ویب پاڼه کې یې نشر کړې ده ، او ځینو شرعي احکامو او مقرراتوته  په ټیټ کتلو یې خپل الحاد یوځل بیا  په اثبات رسولی دی  .

دپسرلي بیلمازان  ( تاندخېل ) چې داډول اربکیانو ته په ژوند چکې وهي خو په مرګ دعبدالمالک غوندې وروستۍ ګوتې ورکوي  او له شهادت ( !) سره یې موافقه ضرور نه بولي ، د ډاکټر اربکي بي ادبه لیکنه یې دادب په  برخه کې نشر کړې ده ، چې دا خپله یوه دبحث وړ موضوع ده .

د ډانګټر اربکي په ګیډي لیکنه کې راغلي چې طالبانو ګواکې له حکومت سره پټه موافقه کړې چې په بنیاد یې دده په ژبه باید طالبانو ته دفرضواو سنتو وزارت ، داذانونو دترویج وزارت ، دډول ماتونې او اتڼ ځپنې وزارت ، دټیلویزون دکسر او نیلام وزارت ، دکیسټونو دماتولو وزارت ، دسګوانۍ ، چرګ جنګۍ او کرک بازۍ دمخنیوي وزارت ، دلغړزنو دتحفظ او تأدب وزارت ، دنوافلو او استسقاء وزارت ، دلاسونو او پښو دقلم کولو وزارت ، دبګړیو او چادریو دتکثیر وزارت ، دقمري سنې دترویج وزارت او دغسې نور داسلامي احکامو وزارتونو او ادارات  جوړ او وسپارل شي  .

ډاکټر اربکي دغه اسلامي ثابت احکام په ډیره بې ادبه ژبه او توهین آمیزه خوله یاد کړي دي او ګواکې دغه کارونه یې دطالبانو لپاره یو پیغور بللي دي ، تاندوالو هم چې ښایي د ډاکټر اربکي غوندې الحادي مفکوره به لري دا له الحاده ډکه لیکنه  دطنز په برخه کې نشر کړې ده .

دتاند دمشرچلوونکي عصمت څاروان  په اړه مې اوریدلي وو چې یو له حیا خلاص ، شرابي او لوچک انسان دی چې حتی دډیرو شراب څښلو له امله یې دخپلې میرمنې چې دغزني یوه شریفه پښتنه ده اړیکي هم یوځل ورسره خرابې شوې وې ، خو په دې مې عقیده نه وه چې دغه دصفویت او صلیبیت اجیر به تردې حده عقیدوي ملحد هم وي ، چې داسې سپکه اوپه  دیني احکامو ملنډې وهونکې لیکنه به  نشر ته سپاري .

دپسرلي دبیلمازانو په اړه چې کله ما لومړۍ لیکنه وکړه ، ځینو کسانو په فیسبوک کې په تبصرو کې ویلي وو ، چې دپښتو ادب یوه لوی کاله  او یا یوې مشهورې پښتو پاڼې ته یې په سپکه کتلي ، له همدې امله مې دا ډیر وخت بیا په دې اړه قلم ته نه وو لاس کړي .

مګر اوس چې دپسرلي بیلمازانو بیا پښې پورته کړي دي ، لوستونکي باید پوه شي چې زموږ دین ، قران ، شریعت ، دیني احکام ، لمونځ ، استسقاء ، .ږیره  ، اذان ،  حدود ، پګړۍ اونورټول  ثابت او محفوظ احکام دي ، چې هیڅوک یې هم په وړاندې دلاس اوږدولو او توهین اجازه  نلري .

که څوک دغه احکام په مسخرو تعبیروي ، او طنزونه ترې سازوي ، هغه به نه یوازې دخدای په نزد مختوري او ددوزخ اورلړوني وي بلکې په دنیا کې به هم دخدای ددین دسرسختو دښمنانو معامله  ورسره وشي .

که راشم د ډانګټر اربکي صاحب لیکنې ته ، ده ته به ووایو چې رښتیا هم که دطالبانو واک راځي احکام به یې همدغه لوړ یاد شوي دیني اصول وي ، ځکه عملي اسلام عبارت له همدې څخه دی ، مګر که ستاسو اربکیانو( ډولا ، مستانه ، شمسک ، تورمار ، افغان کُش ، عکاس ، څاروان ، سقیم ، قرار ، سرور ، جلالزي او نورو )  سلطنت که راغی نو اداري  تشکیل به مو څنګه وي ؟؟

فکر کوم ستاسو کابینه به له لاندینیو وزارتونو څخه جوړه وي .

ــ  له خپل اصالت ، پلرونواو معنوي میندو ( مدرسو )  سره د اوزګوړیانو دچلندکولو وزارت .

ــ  له خدای نه دانکار ، الحاد ، تشکیک او تذبذب وزارت .

ــ دکونسپ دکلي دپوستې په بام دنازیه اقبال سندرې ته  دلوڅ اتڼ وهلو وزارت .

ــ  له شلګر څخه دپښتنو میرمنو دتښتولو او پنجاب ته د رسولو وزارت .

ــ  دچرګو ، بادرنګو ، پیسو ، موټرو او دښځینه ګېڼو دغلا کولو وزارت .

ــ له اولس نه دتیښتې او په کابل کې کې په خړو سترګو دپټ پټ ګرځیدلو وزارت .

ــ  په امریکایي مرمیو دشلګر دبې دفاع عوامو ، ملایانو او کلیوالو دشهید کولو وزارت .

ــ دشلګر قومونه ترابدالابد پورې په خپل منځي بدیو او تربګنیو  دککړولو وزارت .

ــ دبي پتۍ ، بې حیایۍ ، بېلمازۍ او بې ناموسۍ وزارت .

ــ  د څو روپو لپاره  دپسرلي تربیلمازانو پورې دهرګبروترسا داعضاوو  د دلاکۍ وزارت .

ــ  د شهیدانو دبې حرمتۍ ، په رینجر پورې تړلو ، سترګې ایستلو ، اورته اچولو او اندامونو غوڅولو وزارت  .

ــ او بالاخره  دچرسیانو ، نسواریانو ، کرک بازانو ، بچه بازانو ،سګوانانو ،  کوتربازانو ، پوډریانو ، شرابیانو ، غلو  ، داړمارانو ، پاټکیانو او ازار بوټو  وزارت  .

 

 ــــــــــــــــــ

له لیکنې سره دنن ټکی اسیا د ادارې موافقه ضرور نه ده

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx