سرپل: د «ده مرده» سيمه د طالبانو لاس ته ولوېده

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ۵مه، ۱۳۹۴ل): دسرپل د ولايتي شورا مرستيال وايي چې ددې ولایت د سانچارک ولسوالۍ د «ده مرده» سيمه د طالبانو لاسونو ته لوېدلې ده.

د سرپل د ولايتي شورا مرستيال سيد اسدالله دانش رسنيو ته ويلي چې طالبانو تېره ورځ مازديګر مهال په دغه سيمه کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريدونه پيل کړل چې نن له غرمې مخکې يې دغه سيمه په خپله ولکه کې واخيسته.

دانش په جګړه کې د پېښې شوې مرګ ژوبلې په اړه معلومات نه لرل.

بل لور ته د سرپل والي محمد ظاهر وحدت بيا د طالبانو له لوري ددغې سيمې نيول ردوي او وایي چې سيمه د دولتي ځواکونو تر کنترول لاندې ده او په دې جګړه کې د طالبانو د دوه سرګروپانو او د سانچارک له پاره د طالبانو د ولسوال په ګډون د ۴ تنو طالبانو د وژل کېدو او ۴ نورو د ټپي کېدو ادعا کوي.

خو د سانچارک سرپرست ولسوال غلام علي محسني له یوې مخې د سرپل د والي ادعا ردوي او وايي چې په سيمه کې يو طالب هم نه دی وژل شوی او نه هم سيمه اوس د دولتي ځواکونو په لاس کې ده.

محسني زیاته کړه چې دغې سيمې د طالبانو په لاس ځکه سقوط وکړ چې د ددوی له بيا بيا غوښتنو سره سره د سرتيرو مرستې ته کومکي ځواکونه نه و ورغلي.

د يادونې وړ ده چې د ده مرده په سيمه کې نږدې زر کورنۍ ژوند کوي چې د سانچارک د ولسوالۍ له مرکز څخه جنوب لويديځ لور ته په ۲۹ کېلو مترۍ کې پرته ده.

طالبانو ددې سيمې د نيول کېدو په اړه تر اوسه رسنيو ته څه نه دي ويلي.

 

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د