افغانستان

په کندز کې اربکیانو عام خلک شهیدان او کور ئې چور کړی

arbakyan

د کندز ولایت څخه خبر ورکړل شوی چې تیره شپه د افغانستان د دولت سیمه ییزو پولیسو (اربکیانو) په دې ولایت کې درې تنه عام وګړي چې دوه ښځې هم پکې وې په خپل کور کې په شهادت ورسول.

د یادې پیښې په اړه د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې تیره شپه ۹ بجې د کندز د چهاردرې ولسوالۍ په اخشاخ سیمه کې هغه مهال رامینځته شوه چې کله “د جنرال پیټریوس اربکیانو” غوښتل د یو عام سړي کور تالاشي کړي.

په شهیدانو کې یو تن سپین ږیری چې ۶۵ کلن وه هم شامل دی.

ښاغلی مجاهد وايي: “دغو اربکيانو غوښتل چې ياد کور تالاشي کړي ، کله چې دکور له دننه دښځو لخوا ورته وويل شول چې دوي چاته په شپه کې دروازه نشي خلاصولی نو يې په دروازه باندې باړونه وچلول او له امله يې دوه ښځې شهيدانې شوي چې يوه مور او يوه بله هم دپلار کورته په ميلمستيا راغلې لور وه ، وروسته اربکیان کورته دننه شول هلته يې سپين ږيری نارینه هم شهيدکړ او دکورنه چې يې څه په لاس ورغلي هغه ېي له ځانه سره وړي او لوټ کړي دي”.

د کابل د حکومت جمهور رئیس حامد کرزي تکرارا د خارجي ځواکونو څخه تقاضا کړې چې د افغانانو په کورونو د شپې عملیات دې نه ترسره کوي. که څه د افغانستان د جمهور رئیس غوښتنې ته د خارجي ځواکونو لخوا کوم التفات نه دی شوی خو د هغو غلاوو، چور، او قتلونو په اړه چې پخپله د سیمه ییزو پولیسو یا اربکیانو په شپنیو عملیاتو کې رامنځته کیږي او د جنایت له لحاظه د خارجي ځواکونو د وحشتونو سره هیڅ توپیر نه لري، تر اوسه هیڅ منفي یا مثبت عکس العمل نه دی ښودل شوی.

باید وویل شي څه موده وړاندې د کابل د حکومت د کورنیو چارو وزیر هم په غیر مستقیم ډول د اربکیانو د ختمولو وړاندیز کاوه خو څرنګه چې اربکیان د جنرال پیټریوس په ځانګړې ابداع او ابتکار رامنځته شوي دي او تر شا کلک خارجي مالي او پوځي ملاتړ لري، د نوموړي وزیر د غوښتنې کومه انګازه ونه لیدل شوه.

د یادې پیښې په اړه بهرنیو څواکونو او دولتي چارواکو تر دې دمه څه نه دي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x