افغانستان

د خاکرېز امنيه قوماندان او د امنيت امر په ګډون پنځلس عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ۵مه، ۱۳۹۴ل): د کندهار ولايت په بېلابېلو سيمو کې د طالبانو او سيمه ييزو پوليسو ترمنځ په جګړو کې ۱۵ عسکرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

طالبانو ويلي چې د خاکريز په ولسوالۍ کې يې د دې ولسوالۍ د امنيه قومندان شريف الله په موټر د ماين چاودنه کړې، چې له امله يې قومندان شريف او د ملي امنيت امر اسدالله ټپيان کړي او ۳ پوليس يې وژلي دي.

بل لور ته د ميوند ولسوالۍ په بند تيمور سيمه کې طالبانو د سيمه ييزو پوليسو په پوسته بريد کړی چې له امله يې ۴ پوليس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي.

د کندهار د والي وياند صميم خپلواک د ميوند ولسوالۍ د دواړو پېښو په اړه بې خبري ښودلې خو په خاکريز ولسوالۍ کې يې د پوليسو په موټر د ماين د چاودنې خبر تائيد کړ او ويې منله چې په کې ددې ولسوالۍ د امنيه قومندان او د ملي امنيت امر اسدالله په کې ټپيان شوي او ۳ تنه پوليس وژل شوي دي.

هغه وويل چې چاودنه د طالبانو له لوري د ځای پرځای شوي ماين له له امله رامنځته شوې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x