
کندهار: په ژړۍ ولسوالۍ کې قومندان له دوو ساتونکو سره وژل شوی
نن ټکی اسیا (پنجشنبه، لېندۍ ۵، ۱۳۹۴ ل): د کندهار ولایت د ژړۍ ولسوالۍ څخه په یوه ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې ددې ولسوالۍ په نلغام سیمه کې د اربکیانو یو رینجر موټر په ماین الوزول شوی.
د قومندان عبدالاحد رینجر موټر چې د نلغام سیمي د حضراتو دکلي د پوستې قومندان وو همدې کلي ته څېرمه په ارغنداب رود کې د خښ شوي ماین سره مخ شوی، په پېښه کې د اربکیانو دقومندان عبدالاحد سربېره د هغه دوه تنه ساتونکي وژل شوي او رینجر موټر یې له منځه تللی دی.
د سیمي خلګو نن ټکی اسیا ته د ټلیفون پر کرښه وویل چې تر پېښي وروسته د چاودني ځای ته د نورو پوستو څخه اربکیان راغلل او د سیمي خلګ یې سخت وهلل او د حضراتو کلي دوه تنه یې له ځانه سره د بندیانو په توګه بیولي هم دي.
څه موده وړاندي د همدې پوستې څلورو عسکرو خپل ټول ملګري ووژل او د شپي د تیاري څخه په ګټه اخیستلو یې د پوستې ټول پوځي توکي له ځانه سره طالبانو ته یووړل او هغوی ته تسلیم شول.