ورزش

پاکستان د انګلینډ په وړاندې ماتې وخوړه

نن ټکی اسیا (جمعه، لیندۍ ۶مه ۱۳۹۴ل): د پاکستان او انګلینډ تر منځ د دریو شلو اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. دغې لوبې کې پاکستان د انګلینډ په وړاندې په ۱۴ منډو ماتې وخوړه.

د انګلینډ لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره د توپ وهنې پریکړه وکړه. انګلینډ په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل پنځه لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۶۰ منډې جوړې کړې.

که څه هم انګلینډ د لوبې د پیل په شیبو کې څو چټکې ویکټې له لاسه ورکړې خو بیا هم د وینس، مورګن او بلینګز غوره توپ وهنې په مرسته وتوانید سیالې لوبډلې ته یوه غوره هدف وټاکي.

د انګلینډ لوبډلې لپاره بلینګز په ۲۵ توپونو د پنځو څلوریزو او دوو شپږیزو په مرسته ۵۳ او وینس په ۳۶ توپونو د شپږو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۱ منډې جوړې کړې. مورګن په ۳۸ توپونو د دریو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۴۵ منډو جوړولو سره د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د پاکستان لپاره سهیل تنویر دوه او انور علي او وهاب ریاض یوه یوه ویکټه واخیسته. انور علي څلورو اورونو کې ۱۹ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې مندې ورکوونکی توپ اچوونکی و.

پاکستاني توپ وهوونکي په ځوابي توپ وهنې کې د انګلینډ د توپ اچوونکو ښکار شول او ونه توانیدل د دغې لوبې ګټلو لپاره ښه ملګرتیا وکړي. پاکستان په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره ۱۴۶ منډې جوړې کړې.

د پاکستان لپاره سهیل تنویر تر ټولو زیاتې منډې جوړوونکی لوبغاړی شو. سهیل تنویر په ۱۳ توپونو د څلورو څلوریزو په مرسته ۲۵ منډې جوړې کړې او د لوبې تر پایه ناسوځیدلی پاتې شو.

د انګلینډ ټولو توپ اچوونکو غوره توپ اچونه وکړه. د انګلینډ لپاره ټوپلي درې، پلنکېټ درې، پارې دوه او معین علي یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x