نظــر

ايا د بوټونو د تلي کتېدل د پښتنو کلتور دی؟

دادالله زړګی

د پښتنو د ځينو سیمو او جنوب لوېدیځ حوزې د اوسېدونکو د بوټ کتولو ته نور وګړي د شک په سترګه ګوري او وايي، چي دغه کار دوی له شوقه کوي، چي موخه یې ورڅخه نورو ته ځان ښوونه، بدمعاشي او نامي معرفي کول دي؛ دا ځکه ، داسي ویل کیږي، چي په پښتنو کي داسي یوه غریزه له فطرته موجوده ده، چي له ځان څخه یې پورته شخصیت هیڅ نه خوښیږي او نه هم غواړي، چي بل ور باندي په جبر سره د یو کار امر وکړي، تر ډېره حده د پښتنو په سیمو کي تربورګلوۍ موجودي دي او یو تربور نه غواړي، چي ځان له بل تربور څخه کم وښيي؛ نو ځکه د بوټ د تلي د کتېدو رواج اوس په دغو سیمو کي په کلتور بدل سوی دی. حتی یو ملګري مي راته وویل، چي د پوهنتون استاد د یوې ښوونځی ښوونکي ته ورغلی و او ورته ویلي یې وه، چي زما کشران وړونه به په دغه کار نه په تکلیف کوې، چي بوټونه مو کت په پښو کړي، ځکه دغه کلتور موږ ته زموږ د پلار او نیکونو څخه په میراث راپاته دی.

راسئ، چي وګورو ! تر څومره اندازې پوري دغه خبره حقیقت لري. آیا رښتیا هم دغه کار زموږ په ټولنه کي کلتوري ارزښت لري؟ یا یې هم خلک د ځان د لوړ ښوولو لپاره دا کار کوي او که نور علتونه لري؟

ما تر ډېره حده هڅه کړېده، چي دغو پوښتنو ته ځواب پیدا کړم او ددې موضوع په اړه مي له ډېرو هغو کسانو څخه پوښتني کړي، چي خپل بوټونه یې کت په پښو کړي وه او هم مي له هغو اشخاصو سره اړیکه نیولې، چي دغه کار ته یې زړه نه دی ښه کړی. غواړم، چي پایله یې تاسو ته په لنډو ټکو کي بیان کړم.

زما د څېړنو په پایله کي ماته د بوټونو د کتېدو دوه علتونه مالوم سول : یوعلت یې مجبوري ده او بل یې تقلید کول دي، چي مجبورې یې تر یوې اندازې پوري اساسي علت دی، خو اوس دغه علت یوه اساسي ستونزه زېږولې ده، چي هغه تقلید دی.

مجبوري : تاسو ته ښه مالومه ده، چي انسانان او بیا زیاتره پښتانه فطرتا ً ډېر تلواري وګړي دي او دغه تلوار یې ژر احساساتي کوي، نو په دې خاطر ځیني وګړي د بوټونو د پښوکېدو په وخت کي دومره حوصله نه لري، چي ٍ بوټونه په ښه ډول په پښو کړي، یا هم ور سره وخت کم وي او عجله لري، نو ځکه دا کار تر سره کوي….

د مجبوریت بل علت یې د بوټو سره د جرابو نه په پښو کول دي،( چي دا هم خپله په تلوار او زغم نه درلودلو دلالت کوي) دا چي یو څوک بوټونه پس له څه وخته بې له جرابو په پښو کړي، نو په لومړی ورځو کي یې خامخا پښې ور خوږوي، یاني د پښو پندي یې ور تڼاکي کوي، نو په دې خاطر هم ژر د بوټونو تلی ور کت کړي، چي وروسته یې عادت وګرځي.

د مجبوریت بله اساسي ستونزه زموږ په سیمه (لوی کندهار) کي دا ده ، چي په دغه سیمه کي عام وګړي دوه ډوله بوټونه چي د (جرمني او فرانسوي) په نامه سره پېژندل کیږي ډېر خوښوي او د دغه بوټونو تلي تقریبا ً ډېر کلک وي، چي بې له جرابو یې په پښو کېدل ډېر ژر پښې زخمي کوي.

ددې پوښتني په ځواب کي، چي ولي د جرمني او فرانسوي پرځای نور ډول پاسته بوټونه نه په پښو کوئ؟ یا هم جرابي ولي نه ور سره په پښو کوئ، تر څو تلي (پندي) مو سلامتي پاته سي. هغوی په ځواب کي راته وویل : ( دغه ډول بوټونه مو ډېر خوښيږي، یو کلک دي او بل هر وخت رنګ نه غواړي، حتا د رانیولو وروسته مو په هغه دوکان کي تلي ور کت کړي، تر څو پښې مو را خوږ نه کړي او بل مو پښې بد بوی و نه کړي) له دغو خلګو څخه یې ډېرو داسي هم ویل، چي ( د بوټونو د تلي کتېدل مو نه خوښیږي، خو جرابي مو هم نه خوښیږي، چي له بوټ سره یې په پښو کړم).

همداسي زیاتو خلکو دې ته ورته ځوابونه راکړل؛ یوه داسي هم راته وویل : ( ما ته هم کت بوټونه خوند نه راکوي، چي په پښو یې کړم، نه مي پلار دا اجازه راکوي، خو یوه ورځ مېلمنو ته د ډوډۍ وړلو او راوړلو په وخت کي دې ته اړ سوم، چي د بوټونو تلیان کت کړم، خو اوس که د هغو بوټونو تلیان کت نه کړم، په پښو مي تنګ ښکاري).

یو بل بیا داسي هم راته وویل : (زه ځکه د بوټو تلی کتوم، چي بوټونه مي ژر څیري(شکېدل) نه سي، ځکه اقتصادي وضعه مي کمزورې ده او بله جوړه ژر نه سم رانیولای). ده زیاته کړه، (که زه کت تلي بوټونه په پښو کړم، نو زما پر بوټونو ډېر زور نه راځي، ځکه دا کار کوم)

تقليد او نورو ته کتل : دا علت د بوټونو د کتېدو اساسي علت نه دی، بلکي ځیني کشران یا هم ځیني نوي ځوانان خپل مشرانو یا هم د ټولني نورو داسي وګړو ته ، چي هغوی بوټونه د مجبوریت په لحاظ کت کړي وي، ګوري او ددوی تقلید کوي، ځکه د ماشومانو یا نویو ځوانانو دا ډېر خوښيږي، چي د مشرانو په شان ځان وښيي، تر څو د خپلو مشرانو غوندي ژوند وکړي، خو دا د بوټونو کتېدل، د تقلید په بڼه ډېر کم پېښیږي، نو موږ یې دا په اساسي علت کي نه سو یادولای. مګر ددې سره ـ سره هم ځيني ځوانان دا کار په شوق او ذوق سره کوي او غواړي، چي ټولني ته ځان په دې کار سره سر لوړی، نامي او غښتلی وښيي، خو د دغه رنګه اشخاصو تعداد په پښتني ټولنه کي ډېر لږ دی.

د پورته ذکر سوو، مالوماتو له مخي موږ دې پایلي ته رسیږو، چي د بوټونو کتېدل د پښتنو کلتور او فرهنګ نه، بلکي یو مجبوریت دی، خو اوس په ځینو سیمو کي خلک دې کار ته د کلتور او فرهنګ د یوې برخي په سترګه ګوري او وايي، چي دا د بوټونو کتېدل د پښتنو فرهنګ دی. ځای ـ ځای خو دا خبره هم ډېره یادیږي، چي (د پلانکي کت جرمنی یا فرانسوی بوټ په پښتو و، پر لاري کوږ ووږ تلی، یا هم پلانکی کت فرانسوی او جرمنی په پښو کوي، چي ډېر ښه ور سره ښکاري)، یاني البته هغه وګړي، چي بوټونه دتقلید په خاطر په پښه کوي، داسي فکر کوي، چي بوټ کتېدل د انسان د ښایست په زیاتولو کي هم ژور تاثر لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
2 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
غوربندی

زرگي صيب

تاسو ته سلام او احترام

تاسو دیر زحمت ايستلي ده مننه

زما نظر بیا دا ده چی:

د بوتانو قات په پشو کول د تکبر او غرور نشاني ده، متواضع او اخلاقی خلک کله هم داسي بد نکوي.

که مجبوريتونو پسی وگرزو نو د نجیب گاو په وخت کی چی د دولت اثاث کارمندانو پرتوژ (تنبان) نه اغوستل مجبوريت يي دا وو چی په آسانی سره يي رفع حاجت کولاي شو.

زما له نظره د نوو بوتانو قات کول کبر ده، که د چا پوندی وهي نو د بوتانو معادل قیمت چپلاقي دي په پشو کري.

جاوید احمد

یاره نن سبا دریم نړیوال جنګ لګیږي تاسو د بوټانو په پوندو سرونه خوږوئ پریږده چې قاتوي یي خپل تاوان یي دی

Back to top button
2
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x