شعـــــرونه

د صداقت خبري

چي دچـــور لکـــو آوازواورم شــهـيـدان رايا دشي

زړګى مي درد وکــړي او پاته يتيمان را يا دشي

رايا دوي مجـــــاهــدين د صــــــد ا قـــــت خـــبـري

چي دوحشت خبري واورم صليبيان رايا د شي

چي ديوسف عليه السلام حقي قيصې ته غوږشم

په اسو ېلـو کي دنــاټــو وحشي زندان رايا دشي

څــوک چي کــوي خپلــومنځــوکي دخيــانت خبرې

ماته لــه ورايه قســم خــوره رهــبـــران رايــادشي

په وطن فـــروشو چي څــــه ليکـــمه دشعـــر په بــڼــه

راتــه دلو جـــرګي پلـــورلى پارلــمـــان رايــادشي

چيري چي ووينـــم لــوت شــوي کنــډواله کــورونه

هم جاسوسان هم اربکــيان هـم قــاتلان رايــادشي

کلـــه چي ګــورم په قرآن کي دغــضب حــــقـــداران

دحيرانتياسيلاب مي يوسي ګوډاګيان رايادشي

دانـټـرنـــيـټ په پېسبوک پاڼه چي بمبارذکـــرشي

اوښکي مي تويي شي الهامه مظلومان رايادشي

سيداحسان الله الهام کوئټه

2013/02/06

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x