سیدنا صدیق اکبررضی الله عنهُ ښځې او اولادونه

احمد الله عاطفي

زینب (اُم رومان) رضی الله عنها:

سیدنا ابوبکر صدیق رضی الله عنهُ دویمه ښځه بي بي زینب،چې په اُم رومان مشهوره وه.

له حالاتو داسي بریښی چې صدیق اکبر رضی الله عنهُ دوه لمړني ودونه په کمه موده کې پر له پسی کړی وي ،ځکه چئ په نارینه اولاد کې حضرت عبد الرحمن مشر اولاد دی او په ښځینه اولادو کې بي بي اسمأ رضی الله عنها، که څه هم ځینو مورخینو دابوبکر صدیق مشر زوی عبدالله ښودلی، والله اعلم.

أم رومان ، رومان ته په لغت عربي کې انار وايې او داُم رومان معنی :درومان مور چې دا، د ده مبارکې نوم دی ، خو تاریخ پو اوسیرت لیکونکی ابن اسحق رحمهُ الله ،په تاکید او یقین سره وايې: چې ددي مبارکي بي بي اصلي نوم، زینب دی اوپه دعد هم یاده شوی ده، اُم رومان يې کنیه و،چې دا مبارکه پخپل کنيې مشهوره وه! اُم رومان بنت عامر بن عويمر بن عبد الشمس بن عتاب بن أذينة بن سُبيع بن دُهمان بن الحارث بن غنم بن ثعلبة بن مالك بن كنانة بن خزيمة بن مدركة بن إلياس بن مضر بن نزار بن معد بن عدنان .

اُم رومان په بنت عامرالكنانية هم نومول شوي، ځکه پلار يې عامر او الکنانیة يې قبیله وه.
اُم رومان لمړی واده دجاهلیت په دور کې دعبد الله بن الحارث بن سخبرة بن جرثومة بن عادية بن مرة الأزدي سره کړی و، له ده څخه يې یو زوی(طفیل) زیږولی و،

عبد الله بن حارث ، دمکی اوسیدونکی نه و اونه قریش و بلکه دجزیرةالعرب دیو ستری کورنی (الازدي) اوسیدونکی او دستری ماڼی خاوند و، دی مکی ته راغلی و او دسیدنا ابوبکر صدیق سره يې ملګرتیا او ګاونډ اوسیدو سر بیره دابو بکر صدیق رضی الله عنهُ په حمایه کې و.

عبد الله بن حارث په مکه کې وفات شو، او اُم رومان کونډه!

حضرت ابو بکر صدیق رضی الله عنهُ د اُم رومان سره واده وکړ او له دی بي بي نه يې دوه اولادونه حضرت عبد الرحمن او بي بي عایشه رضی اللهُ عنها پیداشول.

اُم رومان ددعوت په لمړنیو کلونو کې په اسلام مشرفه شوه او درسول الله صلی الله علیه وسلم دمبارکو صحابیه وو په ډله کې لوړ مقام تر لاسه کړ.

اُم رومان دلمړنیو مهاجرینو څخه وه چې دخپل میرني زوی حضرت عبدالله او سکنی لور بي بي عایشی سره یو ځای مدینی ته مهاجر شول.

اُم رومان ډیره حلیمه او سخی بي بي وه ، پخپلو اولادونو مهربانه او په نورو زړه سوانده، مکې او مدني ژوند يې دحیا او پت بیلګه او عابده وه.

دراویانو په اختلاف اُم رومان دهجرت په څلورم، پنځم اویا شپږم کال کې له فاني دنیا کډه وکړه! انا لله وانا الیه راجعون.

دحضرت اُم رومان وفات تاریخ په دقیقه توګه دهجرت په شپږم کال دذی الحجی په میاشت کې رامینځ ته شوی ، او دا مبارکه دافک په واقعی کې ژوندی وه او دافک پیښه دهجرت په شپږم کال د دشعبان په میاشت کې پیښه شوی وه، چې دافک له پیښی نه څلور میاشتی وروسته وفات شوه. والله أعلم

اُم رومان درسول الله صلی الله علیه وسلم خواښې او په هغه مبارک ګرانه وه،

دابو عمر په روایت: فنزل رسول الله صلّى الله عليه وسلّم في قبرها، واستغفر لها.

رسول الله صلی الله علیه وسلم يې قبرته کوز شو او د مغفرت دعايې ورته وکړه.

وعن ابو عمر،قال رسول الله صلی الله علیه وسلم :اللهم لم يخف ما لقيت أم رومان فيك وفي رسولك.

وعنهُ قال، قال رسول الله صلی الله علیه وسلم: من سره أن ينظر إلى امرأة من الحور العين فلينظر إلى أم رومان.
ابوعمر روایت کوي ،رسول الله صلی الله علیه وسلم وفرمایل: څوک چې غواړی وویني دحورالعین له ښځوڅخه ، ودګوری اُم رومان ته.

حوراعین دجنت ښکلی ښځۍ دي.

د نن ټکی اسیا موبایل اپلیکیشن
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د