شعـــــرونه

نوی جنګ

سيد الهام

 
دغه ژوند هره لحظه یونوی جنګ دی
سپینه ورځ ده که تیاره یونوی جنګ دی
 
زموږعمرونه په جنګونوباندي تیرشوو
زموږمرګونه آینده یونوی جنګ دی
 
زوی په پلار او ورور په ورور  بدګمان شوی
نه بمبارشته نه چاپه یونوی جنګ دی

د فراق وختونه واړه په جنګ تیرشول
د وصلونوننداره یونوی جنګ دی
 
ستانازونه او خالونه کړي جنګونه
زماصبروحوصله یونوی جنګ دی
 
د مینوبې صبری د بدي جړوي
او د ښکلوبهانه یونوی جنګ دی
 
زه ورځم راته دعاکوه الهامه
نن مي بیاورکره شپه یونوی جنګ دی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x