افغانستان

دغزني ولايتي شورا: دپوليسو قومندانان پر طالبانو وسلې او مهمات پلوري

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۶، ۱۳۹۴ ل): د غزني د ولايتي شورا غړي وايي چې د غزني پوليس په طالبانو وسلې، تيل او نور د اړتيا وړ توکي پلوري.

د غزني د ولايتي شورا غړي او يو شمېر سيمه ييز مشران وايي چې د غزني پوليس په دغه ولايت کې پر طالبانو وسلې، او د موټرو تېل پلوري چې په دې کې ورسره د پوليسو قومندانان هم لاس لري.

دوی وايي چې داسې اسناد او شواهد لري چې د غزني د ځينو ولسواليو امنيه قومندانان او پولیس پر طالبانو په غير مستقيمه توګه او د نورو سوداګرو په لاس وسلې او د اړتيا وړ توکي پلوري او پیسې يې خپلو جيبونو ته اچوي.

دوی وايي چې دا کار له ډېر پخوا راهيسې پيل شوی چې ډير ځله يې اړوندو ادارو ته خبر ورکړی خو هغوی يې په اړه کوم اقدام نه دی کړی.

يو تن وکيل د نن ټکي اسيا سيمه ييز خبريال ته د نوم د نه ښودلو په شرط وويل چې که ددغې چارې مخه ونه نيول شي سرتيري به بې وسلو شي او ولسوالۍ او حتی ولایت به د طالبانو په لاس په اسانۍ سقوط وکړي.

په دې اړه د غزني امنيه قومندان رسنيو ته ويلي چې له دغې ستونزې خبر دی او په اړه به يې پلټنې وکړي.

خو د ولايتي شورا غړي او سيمه ييز مشران وايي چې امنيه قومندان هرځل دا ډول خبره کوي خو په اړه يې تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.

د يادونې وړ ده چې په افغانستان کې د بهرنيو او داخلي ځواکونو په نظامي مرکزونو، هوايي ډګرونو او قرارګاوو کې له لومړيو کلونو راهيسې د مؤظفو پوليسو او عسکرو له لوري له نظامي مرکزونو څخه د تېلو او يو شمير نورو توکو راويستل او په خلکو په پټه خرڅول هغه څه دي چې د امنيتي ځواکونو تر منځ يې د يوې ګټورې سوداګرۍ بڼه غوره کړې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x