نظــر

چي طالبان مو وژني ځان به پخپله ووژنو

دادي هغه امريكايي جنرال د خولې خبره ده چې كله د يوې پوځي دستې سره افغانستان ته د خپل ماموريت لپاره په دنده ګمارل شوي وه او افغانستان ته استول كيده خپلو ملګرو ته يي د افغانستان له راتګ نه مخكې مخكې د خپل د ځانوژنې مهال وئلي وه چې مونږ چې افغانستان ته ځو هلته خو مو خاماخا طالبان په جنګ كې وژني خو چې دلته په امريكا كې پخپله ځان وژنه وكړو دابه راته ددې لپاره ښه وي چې په مړي به مو خلك راټول شي څه نا څه افسوس خو به مو وكړي ، هلته په افغانستان كې خو زمونږ مړي بيا خپل وارثان نشي ليدلي ځكه چي دي ليدو نه وي هلته طالبان مو په غټو غټو مائنونو الوځوي .

ورځ تر بلې چې امریکايي پوځيانود افغانستان په روان جګړيز بهير كې ښكيل دي اوس ورته افغانستان د (سريښو ډنډ) ګرځيدلى دي چې پخوا به يي د سوپر پاور نعرې وهلې او ځانونه يي د نړي ستربد معاشان كڼل ان تر دې پورې چې ډېرو بزدلو مسلمانانو هم دا ګنګوسې غږولې چې ګويا امريكا يو لوي ابرقدرت هېواد دي او مقابله يي ناشونې يا په بله معني يو ليونتوب دي چې څوك يي ورسره كوي بيا خاصكر خواركي طالبان اوافغانان خو كومه چې الله ته منظوره وه هغه چې اټكل شوي وه هغسې نوه .

د امريكايانو يرغل په ګران هيواد افغانستان باندې ددوي لخوا په ان په لومړيو ورځو كې چې پيل شود پيښمانې ډېرې نښې څرګندې شوې وې خو ددوي له دعوي سره مخالفې وې چې كومې دوي مخكې له يرغل نه كولې دوي دافغانستان جكړه د طالبانو په وړاندې يوه معمولي اواسانه بلله .

خو چې كله پكې ښكيل شول اوس خلاصيدل ورته خورا مشكل كار بريښي او د خلاصون چارې ترينه وركې دي دناټو اتلانتيك ، د نړۍ سترطاقتونه اوس په سلامي دي كله په يوه لار ځغلي كله په بله لار خو بياهم ورنه اصلي د خلاصون لاره نادركه ده .

ان تر دې دمه ، هغه د چا خبره تر پوزې راغلي دي چې څوك وو؟ او څه وو؟ او څوك شوو؟ د مؤثقو راپورونو په بنسټ كه ووايو چې هره پوځي دسته چې د نورو پوځونو د تبادلې لپاره افغانستان ته راځي دوي له څلورو مهمو ناوړو تدابيرو نه كار اخلي يعنې په شر، كې د ځان خير بولي لكه په پارسي كې يو مشهوره متل دي وايي ( شر ما بخيزد كه خير ما باشد ) ځانونو ته شر اړوي تر څو افغانستان ته د جګړې نه ځان وژغوري ، او افغانستان ته رانشي ، لومړى د ليونتوب درمل وخوري او ځانونه ليوني كړي چې ددوي په قانون كې ليوني د جګړې له بهيره خوندي وي دويم ځانونه په چړو ووهي او يا ځانونه په ګوليو د بدن په داسې برخو وولي چې له كومو برخونه نه مري يا ډېر سخت معيوبۀ شي ،اوياداغي شي چې داهم ددوي د جګړي د اصولو وړ ندي . دريم بل څوك په ګولۍ وولي وي وژني يايي ټپي كړي يا غلا اوشوكي وكړي يا خو مرتكب د سختو جنايتو شي چې د دولت له لوري ونيول شي او په حبس محكوم شي او د جګړي نه پاتي شي څلورم ځانونه ووژني ، د نړي والو رسنيو لخوا چې په دا نژدې موده كې كوم راپورونه د ځان وژنې په هكله خپاره كړي دي د ځان وژنكو پوځيانو شمېره يي د تېر په څېر مهالنۍ سر وي شوې دي وايي چې %۵۵ سلنې ته لوړه شوې دي .

د N.B.C نيوز تلویزوني شبکې د ننني راپور له مخې په افغانستان کې چې كوم پوځيان او يا افسران په جګړه کې وژل كيږي يا ټپيان كيږي له هغوپوځيانو او افسرنو نه دځان وژنكو شميره لوړه شوي ده چې پخپله ځانونه وژني، په راپور کې راغلي هغه شمیرې چې د جګړې پر مهال د امریکايي ځواکونو د ځان وژنې په اړه خپریږي ډيرې اندیښمنوونکې دي ځکه دا په ډاګه کوي چې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې پيښې ورځ تر بلې ډيریږي .

په دې راپور کې راغلي په تیرو ۶ کلونو کې په امریکايي ځواکونو کې د ځان وژنې شمیره ۵۵% سلنه ډيره شوې ده . که څه هم د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګانو د خپلو عسکرو د روحي سکون لپاره په میلیارډونو ډالر مصرفوي خو بیا هم په بې ساري ډول امریکايی ځواکونه خپل ځانونه په خپله وژني . په راپور کې په حیرانوونکي ډول ویل شوي له هغه وخته چې پنټاګان د ځان وژنې د درولو په نوم پروګرام پيل کړئ د آمریکايي ځواکونو د ځان وژنې پيښې ۹ سلنه نورې هم ډيرې شوې دي . له دې وړاندې هم په یوه راپور کې ویل شوي ؤ هره ورځ کابو ۳۰ امریکايي عسکر په افغانستان کې د ځان وژنې هڅه کوي چې له دې شمیرې ۵ یا ۴ ېې د ځان په وژلو هم بریالئ کیږي . د دې شمیرې په خپریدو سره په افغانستان کې د امریکايي او بهرنیو عسکرو د مرګ ژوبلې دقیقه اندازه اټکل کیدای شي .

که څه هم امریکا پخپله په افغانستان کې په تیر یوه کال کې د امريكايي ځواکونود مړیو شمیر څه باندې څلور سوه اعلان کړ ى خو خپلواکه سرچینې طالبان او عیني شاهدان دا شمیره په ځلونوځلونو لوړه بولي او ددوي خبرې دورغ بولي .

او دا داسې پېښې دي چي نه پټيږي او نه پرې پرده اچول كيږ ان تر دې چې داسې پېښې ثبتې شوي دي چې ډيري ښځي د خپلو خاوندان يا Boy Friends ) ) افغانستان ته په تلو باندي ځانونه وژنې ، بياچې تر څو دغه پوځي دسته د تبادلې لپاره افغانستان ته روانيږي بيا په دوي كې يو شمير يي په رواني رنځ اخته شي هغه هم د جنګ وړتيا نلري ، بالاخره د دوي په وينايا د مطبوعاتو د سروې له مخې بيا په ۱۰۰ كې يواځې ۴۵ پوځيان جبرا افغانستان ته استول كيږي .
اوس په امريكا كي مشهوره شوي دي چې پوځيان پخپلو كې وايي چي په افغانستان كې په بائللۍ جګړه كې مو طالبان وژني دلته به پخپله ځان ووژنو ، كومه پوځي دسته چې يو واري افغانستان ته راغلي خپل ماموريت يي سرته رسولي دي د بيا لپاره هغوي افغانستان ته نه دي راغلي يا په افغانسان كې وژل شوي دي ، ياټپيان شوي دي ياليوني شوي دي ، يايي د بل ماموريت له ويري ځانونه وژلي او يايي ځانونه معيوبه كړي دي .

او اقتصادي توان پوځي توان او د چا خبره هغه لومړنۍ دبدبه ، بد معاشي يي اوس له هيڅ چانه پټه نه دي پاتې ، په ځلونو ځلو د خټې څلي د اقتصادي بحران نه د ژغورنې لپاره جوړوي خو سر نه نيسي .

او كوم چې هلته په ويره كې دي او د افغانستان روان جګړه يز يي زړونه ورته چولي دي هغه خو لا ځانته خبره ده د اسلام او دمجاهدينو رعب يي په زړونو كې ورته يوه بيماري ګرځېدلي دي ، يو شمير هغه ملكي امريكايان چي مطبوعات ويني يا د د طالبانو مائنونو الوزول د دوي ماتي ژوبلي ويني يا د خپلو خپلوانو ټوټه ټوټۀ انځورنه ويني هغه بيا په كورونو كي ليوني شي ، كله كله خو يي ماشومان هم د طالبانو په نوم كراروي چې اوس په دوي كې مشهوره شوي ده كله چې يي كوچنيان ژاړي شور كوي بيا پخپله اصطلاح كي ورته وايي چې (Keep Quiet Don’t Cry The Taliban They Will Com) چپ شه مه ژاړه طالبآن راځي وهي دي! اوس دوي نه هرې خواته ورخ اوبووړي دي امريكايي پوځيان يا په افغانستان كې په روانه جګړه كې وژل كيږي يايي ځانونه پخپله زيندې كوي له اقتصاد نه نيولي تر ځاني تاوان پوري يي يو شي په خپل توان ندي پاتې ، داسې كار نامې يي تاريخ په كرښو پريښودلې دي چې دوي زه وايم په ائنده كې بۀ داسي كومه لويه يا غاټه خبره ونكړي .

م سميع شينواري

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x