
کندوز: د چهاردرې د اربکيانو پر عمومي قومندان چاودنه شوې
نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۴ل): د کندوز امنیتي مسوولین وايي چې د کندوز په مرکز کې د چهاردرې د اربکيانو پر عمومي قومندان چاودنه شوې ده.
د کندوز د والي وياند عبدالواسع باصل وايي چې په چاودنه کې اربکی قومندان او د هغه درې ملګري ټپيان شوي دي.
د هغه په خبره چاودنه تېره شپه د کندوز ښار د مدرسه خیابان په سیمه کې د اربکي قومندان پر شخصي موټر شوه، چې د هغه په ګډون يې درې تنه ټپیان کړل.
باصل وايي چې په ټپیانو کې د دوو تنو حالت د اندېښنې وړ دی، خو ويې ونه ویل چې د اربکي قومندان روغتيايي حالت هم اندېښمنوونکی دی کنه.
تر اوسه چا د بريد مسوولیت نه دی منلی، خو ډېری اربکي قومندانان د طالب ځواکونو له لوري په نښه کېږي.
دا چاودنه په داسې حال کې د کندوز ښار په زړه کې کېږي، چې ولسمشر پخپل سفر کې کندوز نور له خوندي ځايونو نه وګاڼه.