افغانستان

ارګ د دولت او داعش د اړیکو اړوند د ظاهر قدیر څرګندونې څېړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۶مه، ۱۳۹۴ل): په ارګ کې له ګلخانې ماڼۍ نه ولسمشر محمد اشرف غني امر کړی چې د داعش او دولت د اړیکو اړوند دې د ظاهر قدیر د څرګندونو سپیناوی وشي.

اشرف غني په صادر کړي کې حکم کې ويلي چې د ولسي جرګې د لومړي مرستیال ظاهر قدیر دا ډول څرګندونې چې داعش د افغان حکومت او ځينو سفارتونو ګډه پروژه بولي د امنیتي ځواکونو ور پاتې روحیه هم ترې تروړي.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال او په دې جرګه کې د ننګرهار د خلکو استازي حاجي ظاهر قدیر تېره شنبه د ولسي جرګې په عمومي غونډه کې په ټينګار سره وویل چې د داعش د لومړۍ کرښې جنګيالي د بهرنیانو په سفارتونو او ګډ حکومت په امنیتي ادارو کې ازاد تګ راتګ کوي.

د کورنیو چارو وزارت، دفاع وزارت او ملي امنیت ریاست د نوموړي څرګندونې خورا جدي وبللې او په خبري کنفرانس کې يې توند غبرګون وښود.

وروسته له هغه چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال پورته څرګندونې وکړي په ننګرهار کې د اچين ولسوال هم په دې ولسوالۍ کې د داعش وسله وال د دولت «پروژه» وبلله.

د اچین ولسوال حاجي غالب د ننګرهار د امنیتي مسوولینو له لوري د داعش پر ضد د عملیاتو څرګندونې « پروپاګند » وبللې او په وينا يې تر اوسه دولت په دې ولسوالۍ کې د داعش پر ضد «هیڅ نه دي کړي. »

ارګ وايي چې د ظاهر قدیر د څرګندونو د څېړلو لپاره يې له عبدالفتاح عزیزي، نصر الله ستانکزي او میر محمد انور سادات جوړ مشورتي بورډ ټاکلی چې باید د هغه څرګندونې د قانون په رڼا کې وڅېړي.

ظاهر قدیر ټینګار کړی و، چې دی د خپلې دعوې لپاره کره اسناد او شواهد لري چې په ډاګه يې وړاندې کولی شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
mayak.khan

پښتانه وائې چې ( شپه که تیاره ده هم مڼې په شمیر دي) اویا داچې // دستر ګو پټیدل په منځ کښې نوي معلومیږي خپله پښه پردی پڼه // داخبره دهیواد ریښتونیو بچیانو له هغه مهال سره سم وکړه چې د داعش په نوم خلک راپیدا کړی شول چې دا دهغه استخباراتي تړون میوه دی چې دکمونیست غلام په توسط او بډوآخستلو منځ ته راغی، خو هغه لنډی دي چې [ مینه دې پټه پاتې مه شه // خدای دې رسوا کړي چې تاوان درباندې شمه ] اوس پدوی تاوان شو نوځکه دا خبرې منځ ته را ووتلې

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x