دیني، سیرت او تاریخ

زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم نه متاثره یم… صحیح، که غلط

له هر  څه مخکې بايد و وايم چې دا نه کومه کره کتنه ده او نه کوم خاص شخصیت ته متوجه ده، ځکه چې زه په خپل ځان کې نه د کره کتنې صلاحیت وينم او نه د انتقاد، په هر حال دا په ټولنه کې يوه عامه اصطلاح ګرځيدلې، زه د پېغمبر صلی الله علیه وسلم نه متاثره يم، د پېغمبر صلی الله د حلم نه متاثره یم، د پېغمبر صلی الله علیه له جنګي تکتيک او پلان ګذارۍ نه متاثره یم او همداسې نور.

دغه  اصطلاح په ښکاره ډېره باريکه نه ښکاري خو که دقيق نظر ورته وشي ډيره خطرناکه ثابتېدای شي.  په ټوله کې دا اصطلاح پېغمبر صلی الله علیه وسلم ته د يو شخصیت نسبت کول دي او دا يو غلط فهم دی،

پېغمبر صلی الله علیه وسلم له هر څه نه مخکې رسول او نبي دی او که د يو شخصیت نسبت ورته وشي نو دا به د هغه  صلی الله علیه وسلم او نورو عبقريانو او پوهانو تر منځ مشابهت کول وي، چې په حقیقت کې په خپله د معاصر استشراق له مهمو او اساسي اهدافو څخه يو هدف دی، په انګريزي او عربي کې د مستشرقینو داسې کتابونه شته لکه د مايکل هارت کتاب(  The 100: A Ranking of the Most Influential Persons in History) چې يوازې د همدغې فکرې د عامولو په خاطر ليکل شوي دي، چې په ظاهره کې توصیف او باطنه کې د نبوت او رسالت عقيده د خلکو له ذهنونو ويستل دي.

نو لکه څنګه چې محمد صلی الله علیه وسلم له هر څه مخکې رسول او نبي دی او رسالت او نبوت د مسلمان د عقيدې له مهمو ستنو څخه يوه ستن ده، همداسې مسلمان هم له تاثره مخکې د هغه په شخصيت ايمان او اعتقاد لري، د هغه صلی الله علیه وسلم اوامرو او نواهيو د ده په زړه کې ځای نېولی وي، حلم او تقوی يې فطري بڼه خپله کړې وي، نو بيا تاثر د دې هر څه له پاسه له کومې راغی؟  زما په فکر که يو مستشرق د تاثر خبره وکړي نو ودې يې کړي، ځکه چې هغه دې ټولو ځانګړتياو ته قائل نه دی. همدا راز تاثر د انسان په خپلې تجربې او مطالعې منځ ته راځي او په پېغمبر ايمان او پېغمبرۍ ته قائلېدل د مسلمان د ژوند له لومړيو لارښونو څخه دي، له هغه وخته يې زموږ په سينو کې ځای نيولی دی  له کله نه چې موږ لا سمې خبرې هم نشوې کولې ( د چا په امت يې، پېغمبر دی څوک دی…) او که لږ نور هم پسې مخکې لاړ شو نو ويلی شو چي د پېغمبر، پېغمبرۍ، د هغه سره د مينې او علاقې خبرې په اسلامي مجتمع کې د طبيعت رنګ خپل کړی، هر څوک چې په کې سترګې پرانيزي له همغه وخته يې له اسلام، پېغمبر او قرآن سره علاقه وي. زموږ يو استاد يوه ورځ قيصه کوله چې زموږ خپلوان له مونږ کره راغلي وه او يو وړوکې ماشوم چې تازه يې لږې لږې خبرې يادې کړې وې له ماشومانو سره په مستۍ بوخت  و او د معمول سره يې اکاړې او نيمه نيمه خبرې کولې  خو زه چې کله  ماشوم ته غوږ شوم د سورة الکهف اياتونه به يې تلاوت کول، لږ له يوه ځایه او لږ له بل ځایه،  ما يې له پلار څخه په ډېر حيرت پوښتنه وکړه، هغه راته و ويل چې دا هر څه يې په جنين کې حفظ کړي کله چې د ده مور حامله وه نو ما به هميشه  مخامخ ورته د سورة الکهف سورة لوستلو، مطلب مې په دې کې دې چې اجتماعي بعضې امور د طبيعت رنګ خپلولی شي. ابن خلدون او نورو ارواشناسانو او ټولنپوهانو په کې بحثونه کړي چې د موضوع د موضوعيت او تحديد په خاطر ورڅخه تيريږو.

علاوه لدې د تاثر خبره يو اړخيزه او ټولو جوانبو ته شامله نه وي، لکه څنګه چې عام انسانان خوبيانې لري همداسې خامياني او  د ضعف نکتې هم لري، که يو شخص د چا نه متاثره کېږي نو په هغه کې به يې کومه خوبي او داسې نکته ليدلې وي چې په هر چا کې نه ليدل کېږي خو پېغمبر صلی الله علیه وسلم لکه څنګه چې الله تعالی فرمايلي ( و انک لعلی خلق عظيم ) له هر جانبه پوره دی، چې ډېر تفصيل ته پکې ځای نشته او هر چاته ښه معلومه ده چې محمد صلی الله علیه وسلم د جنګ په ميدان کې بې مثاله قومندان، په محکمه کې ځانګړی قاضي او همداسې د ژوند په هر  ډګر کې يې ساری شخصيت و او لدې هر څه مخکې هغه د الله جل جلا له له طرفه را لېږل شوې رسول دی. پدې اساس يو سړی هيڅکله دا نشي ويلی چې زه د فلاني څخه د ژوند په هر ډګر کې متاثره يم، ځکه چې دا امتیاز يوازې په انبياو کې ليدل کېدای شي او بس.

همداسې تاثر کله په عدم تاثر هم بدليدلی شي، کله يو شخص له چا څخه متاثره وي خو د څه کمزوريو په درک کولو باندې يې د تاثر ماده ضعیفه کېږي تر دې چې خپل ايډيال يې له نظره و لويږي، ښه مثال يې د تنظيمونو د غړو دی چې يوه عرصه له يو فکري مکتب نه متاثره وي او په پوره اخلاص ورته خدمت او کار کوي خو بيا داسې وخت هم راشي چې همدغه شخص د همدې فکري مکتب پسې خبرې کوي، بل طرف ته دا ملاحظه کوو چې دغه شان تاثر او رويه له خپل پېغمبر سره هيڅ د منلو وړ نده، مسلمان ورڅخه ورباندې له خپل دينه خارجيږي . ځکه ويلی شو چې د تاثر کلمه له خپل پېغمبر صلی الله علیه وسلم لپاره استعمالول يوه خطا ده چې بايد هر مسلمان بالخصوص ليکوال ورته متوجه وي.

ليکوال: لطف الرحمن افتاب

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x