الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – پنځه دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–

د عبدالله بن ابي بغاوت

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له سپيده داغ نه لږ څه د مخه حركت وكړ، د سهار لمونځ يې په شوط نومي ځاى كې ادا كړ او دغه وخت دښمن ته دومره ور لنډ شوى وْ چې يو بل يې ښه ليدل. په همدې حساسو شيبو كې د منافقانو مشر له خپلو درى سوه ملګريو سره بغاوت وكړ، دا خبره يې بهانه ونيوله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) زما رايه ونه منله، نو اوس ولې او د څه لپاره ځانونه ووژنو؟

دوى ټول بيرته له لارې وګرزيدل. څرګنده ده چې د دوى د بغاوت او بيرته ګرزيدو سبب همغه نه وْ كوم چې دوى عنواناوه، كه رښتيا دوى په همدې خفه شوي واى، نو بيا تر دې ځايه ولې راتلل؟! اصلاً د دوى هدف دا وْ چې دلته د دښمن سره نژدې مسلمانانو كې هله ګوله راولاړه كړي، په لښكر كې ماتې ګډه كړي تر څو دښمنان نور ورباندې را تيز او زړور شي او په دې ترتيب سره به د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) او مخلصو اصحابو (رضي الله عنهم) د له مينځ وړلو امكانات ډير زيات شي او كه دا وشول نو ميدان به بيادې منافق ته خالي وي چې بيا به يې راج چليږي.

نژدې وه چې منافقان پخپل دې شوم هدف كې بريالي شي. له اوس نه بني حارثه او له خزرج نه د بنو سلمه پښې سستى شوې، د په شاتګ په هڅه كې شول، خو د ميدان پريښودو په وخت كې الله تعالى د هغوى زړونه را تكيه كړل او په الهي مدد سره ددې جوګه شول چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خوا ته په ميړانه ودريږي. الله تعالى دې حالت ته اشاره كوي او فرمايي:

((إِذْ هَمَّتْ طَائِفَتَانِ مِنْكُمْ أَنْ تَفْشَلا وَاللَّهُ وَلِيُّهُمَا وَعَلَى اللَّهِ فَلْيَتَوَكَّلْ الْمُؤْمِنُونَ)) (آل عمران: 122)

[ترجمه: كله چې قصد وكړ دوو طائفو له تاسې نه ددې خبرې چې بې زړه شي دوى (له جنګه) حال دا چې الله ولي (مددګار) د دوى وْ او خاص پر الله دې نو توكل وكړي موْمنان.]

د جابر پلار عبدالله بن حرام (رضي الله عنهما) ډيره هڅه وكړه منافقان خپلې دندې ته متوجه كړي. ورپسې ورغى، بيرته راتګ ته يې هڅول او ورته ويل يې: راشىْ، بيرته راوګرزىْ د خداى په لاره كې وجنګيږىْ او يا دفاع وكړىْ!

منافقانو په ځواب كې ورته ويل: كه مونږ پدې باوري واى چې تاسې جنګيږىْ، نو مونږ به بيرته نه ګرزيدو.

پدې سره عبدالله بن حرام (رضي الله عنه) ورنه راستون شو او داسې يې ويل: خداى مو له مونږ نه ورك كړه اې د خداى دښمنانو! خداى به خپل رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تاسې ته نه اړ باسي.

قرآنكريم دې منافقينو ته په اشاره كولو سره فرمايي:

((وَلِيَعْلَمَ الَّذِينَ نَافَقُوا وَقِيلَ لَهُمْ تَعَالَوْا قَاتِلُوا فِي سَبِيلِ اللَّهِ أَوْ ادْفَعُوا قَالُوا لَوْ نَعْلَمُ قِتَالاً لاتَّبَعْنَاكُمْ هُمْ لِلْكُفْرِ يَوْمَئِذٍ أَقْرَبُ مِنْهُمْ لِلإِيمَانِ يَقُولُونَ بِأَفْواهِهِمْ مَا لَيْسَ فِي قُلُوبِهِمْ وَاللَّهُ أَعْلَمُ بِمَا يَكْتُمُونَ)) (آل عمران- 167)

[ترجمه: او (بل) له پاره ددې وْ چې معلوم (ښكاره) كړي (الله) هغه كسان چې نفاق يې كړى وْ او وويلى شو دغو (بيرته تلونكو منافقانو) ته چې راځئ (احد ته) غزا وكړىْ (له مشركينو سره) په لاره د الله كې يا مدافعه وكړئ ! (د دښمن له نفسونو او مالونو او كورونو خپلو!) نو وويل دې (منافقانو) كه مونږ پوهيدىْ په جنګ، نو هرومرو (خامخا) به مونږ متابعت كړى وْ ستاسې. دوى كفر ته په دغې ورځې كې (چې دغه خبره يې كوله) ډير نژدي وو، له دوى نه په نسبت د ايمان، وايي دوى (منافقان) په خولو خپلو سره هغه (خبره) چې نشته (پرې تصديق) په زړونو د دوى كې، او الله ښه پوه دى په هغه څه (هم) چې پټوي يې دوى (په زړونو خپلو كې له حسد او كفره).]

اسلامي لښكر د احد په لور

د عبدالله بن ابي له ماتې او په شاتګ وروسته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پاتې لښكر چې اوه سوه تنه وْ د احد په لور روان كړ، خو څرنګه چې د دښمن سپايان په څو ځايونو كې احد ته غزيدلې لاره كې پراته وو، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: داسې څوك به وي چې مونږ په يوه لنډه خو داسې لاره بوزي چې پر دوى (مشركانو) ورنه شو؟ په ځواب كې ابو خيثمه وويل: زه تيار يم يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! بيا يې د مشركينو د لښكرو لويديځې خوا ته د بني حارثه په بيديا او كښتونو كې غزيدلې لنډه لار ونيوله. او كله چې اسلامي لښكر د يوه منافق (مربع بن قيظي) چې په سترګو هم ړوند وْ په باغ تيريده، هغه منافق راپاڅيد، مسلمانانوته يې خاورې ورشيندلې او ويل يې : كه ته د خداى رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وې، نو باغ ته د ننوتلو اجازه نه دركوم! ځينې كسان ورتاو شول چې ويې وژني، خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل:
‏‏

(‏لا تقتلوه، فهذا الأعْمَى أعمى القلب أعمى البصر‏)‏‏.‏ مه يې وژنىْ، دا په سترګو او زړه دواړو ړوند دى.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) همداسې مخكې لاړ تر څو د درى خوا ته د احد غره په يوه خوړ كې داسې ځاى په ځاى شو چې مخ يې د مدينې او شا يې د احد د پوښتو خوا ته وه. او پدې ترتيب سره د دښمنانو لښكر د مدينې او اسلامي لښكر تر مينځ واقع شوى وْ.

دفاعي پلان

په همدې ځاى كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لښكر د جګړې لپاره تيار او په منظمو ليكو برابر كړ. د عبدالله بن جبير بن نعمان انصاري اوسي بدري په مشرۍ يې پنځوسو ماهرو غشو ويشتونكو ته وظيفه وركړه چې د قناه د درې په جنوبي څنډه كې د پراته غره په غاښي كې سنګر ونيسي. دغه غر چې وروسته د جبل الرماه په نوم ياد شو د اسلامي لښكر جنوب لويديځ لور ته د قوماندانۍ له مركز نه (150) متره ليرې  پروت وْ.

ددې پنځوس كسيز ګروپ قوماندان ته د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) لارښوونې په هغه كنډو كې د دوى د توظيفولو هدف او غرض ښه په ګوته كوي، ورته فرمايي: ‏‏(‏انضح الخيل عنا بالنبل، لا يأتونا من خلفنا، إن كانت لنا أو علينا فاثبت مكانك، لا نؤتين من قبلك‏)‏. په خپلو غشو سره د دښمن آسونه له مونږ نه منع كړه، مه پريږده چې د شا له خوا راباندې راشي، كه هر څه وْ مونږ بريالي شوو او يا دوى، خپل ځاى مه پريږده، ګوره چې ستاسې له پلوه دښمن راباندې رانشي.(1)

بيا يې غشي ويشتونكو ته داسې امر وكړ: ‏‏(‏احموا ظهورنا، فإن رأيتمونا نقتل فلا تنصرونا، وإن رأيتمونا قد غنمنا فلا تشركونا‏)‏. تاسې به خپله خوا ټينګه ساتىْ، خپل سنګر به نه پريږدىْ، كه مونږ ټول وژل كيدلو هم تاسې به مو مرستې ته نه راځئ، او كه مو وليدل چې مونږ غنيمتونه راټولوو بيا به هم د غنيمت لپاره نه راځئ (2).
د بخاري په روايت كې راځي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏إن رأيتمونا تخطفنا الطير فلا تبرحوا مكانكم هذا حتى أرسل إليكم، وإن رأيتمونا هزمنا القوم ووطأناهم فلا تبرحوا حتى أرسل إليكم‏)‏‏.‏كه مو وليدل چې مرغان زمونږ غوښې وړي بيا به هم خپل ځاى نه خوشى كوىْ، او تر هغې به نه راځئ تر څو ما نه وئ راغوښتي، او كه مو وليدل دښمن ته مو ماتې وركړه، دړې وړې مو كړ بيا به هم تاسې له خپل سنګر نه تر هغې نه پورته كيږىْ تر څو پورې ما احوال نه وي درليږلئ.(٣)

جبل احد

جبل احد

هغه يوازينۍ لار چې دښمن كولى شواى د شا له خوا ورباندې را تاو شي او مسلمانان محاصره كړي د همدغه كنډو لاره وه چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پكې دا پنځوس كسيز ګروپ وټاكه او داسې كلكې، څرګندې عسكري لارښوونې يې ورته وكړې چې هغوى بايد هملته په سنګر كې وي تر څو دا لار د دښمن په مخ همداسې بنده پاته وي.

نور لښكر يې داسې برابر كړ: منذر بن عمرو يې په ميمنه، زبير بن عوام چې مقداد بن اسود يې معاونت كاوه په ميسره وټاكه. ددې تر څنګ زبير بن عوام دا دنده هم لرله چې د مشركانو د سپرو چې خالد بن وليد يې مشري كوله مخه هم ونيسي، او د لښكر په لومړنۍ ليكه كې يې داسې كسان ځاى په ځاى كړل چې په غيرت او ميړانه كې يو په زر شميرل كيده.

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) جنګي پلان او برنامه دومره دقيقه او بشپړه وه چې د بل هيڅ يوه مشر او عسكري قوماندان له وسه نه ده پوره داسې يو پلان او برنامه طرحه كړي. او دا پخپله د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د قيادت په عظمت او عسكري امورو په ښه پوهه دلالت كوي.

سره لدې چې د جګړې ميدان ته له دښمن نه وروسته راغى، خو د لښكر لپاره يې تر ټولو غوره او مهم ځاى اشغال كړ او هغه داسې چې وروستنۍ او ښۍ خوا ته يې غر واقع وْ، چپه او وروستۍ خوا يې په غشو ويشتونكو حمايه او وساتله، او په عمومي توګه دا ځاى لوړ او هسك وْ، چې د احتمالي ماتې په وخت كې ښه حمايه كيدى شواى او مسلمانانو د تيښتې په ځاى دلته ځان ټينګولى او له اسارت نه ژغورلى شواى، او كه دښمن د دوى د سنګرونو د نيولو كوښښ كړى واى، نو په ډيرو تلفاتو به يې هم دا كار نه وى ترسره كړى. ددې بر عكس دښمن يې داسې يوه ځاې ته ايسار كړى وْ، چې كه بريالى شوى هم وى، نو د فتحې ګټې لكه غنيمتونه، اسيران او نور يې نه شوى تر لاسه كولاى، او كه مسلمانان ورباندې برلاسي كيدى نو بيا يې د خلاصون او تيښتې لار نه وه. همدا راز رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپل لښكر د شمير كمښت په لومړۍ ليكه كې د هغو مشهورو ميړنو په ځاى كولوسره جبيره كړ.

پدې ترتيب سره رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپل لښكر د دريم هجري كال د شوال په اوومه د هفتې په ورځ د دښمن مقابلې ته تيار او برابر كړ.

رسول (صلى الله عليه وسلم) د سپاهيانو په زړونو كې د غيرت روح پوكي

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) امر وكړ چې تر هغې به جګړه نه پيل كوي تر څو ده ورته امر نه وي كړى. او پداسې حال كې چې دوې زغرې يې اغوستې وي سپاهيانو ته يې د جګړې په ډګر كې د خير او ثبات لارښوونه كوله او د دوى په زړونو كې يې د همت او ميړانې روح پوكوله. يوه ډيره تيره توره يې راوايستله او اصحابو ته يې وفرمايل: ‏‏(‏من يأخذ هذا السيف بحقه‏؟‏‏)‏. دا توره څوك پدې شرط اخلي چې حق يې ادا كړي؟ څو كسان لكه علي بن ابي طالب، زبير بن العوام او عمر بن الخطاب ورپاڅيدل چې توره ورنه واخلي، پدې ضمن كې أبو دُجَانة سِمَاك بن خَرَشَة ورپاڅيد او ويې ويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ددې تورې حق څه دى؟ ده ورته وفرمايل: ‏‏(‏أن تضرب به وجوه العدو حتى ينحني‏). ددې تورى حق دادې چې پر دښمنانو تر هغې پورې ګزارونه پرې وكړې تر څو ښه كږه وږه شي. ابودجانه عرض وكړ قبوله مې ده، زه به يې همدا حق په ځاى كړم. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توره همده ته وركړه.

ابو دجانه ډير زړور سړى وْ د جګړې په وخت كې به په ډير غرور او خيال روان وْ، يوه سره پګړۍ يې درلوده كله به يې چې وتړله نو خلك به پوه شول چې اوس به تر مرګه جنګيږي او كله يې چې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه توره واخيستله نو هغه پګړۍ يې وتړله او د لښكر په مينځ كې په خيال او غرور روان شو. پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏إنها لمشية يبغضها الله إلا في مثل هذا الموطن‏)‏‏.‏دا هغه رفتار دى چې الله تعالى يې له دا ډول حالت نه (له دښمن سره د مقابلې له وخت نه) پرته بالكل نه خوښوي.

د مكي لښكر تنظيم

مشركانو خپل لښكر د ليكو په حساب برابر كړ، عمومي قومانده له ابو سفيان صخر بن حرب سره وه چې د لښكر په قلب (زړه) كې يې ځاى نيولې وْ، په ميمنه يې خالد بن وليد او ميسره يې عكرمه بن ابي جهل ټاكلى وْ پداسې حال كې چې د پليو (پياده) قواوو مشر صفوان بن اميه او د غشو ويشتونكو مشر عبدالله بن ابي ربيعه وْ.

بيرغ د بني عبدالدار له يوې ډلې سره وْ، او دا منصب دوى ته ان د قصي بن كلاب له وخت نه په ميراث پاتې و، هيچا دا حق نه درلود پدې هكله جنجال ورسره وكړي، خو د جګړې عمومي قوماندان (ابو سفيان) د بدر په غزا كې د قريشو بده ورځ او د بيرغ وړونكي (نضر بن حارث) اسارت ور په يادوي او ددې پخاطر چې بني عبدالدار په غيرت راولي ورته وايي: تاسې د بدر په ورځ هم د بيرغ وړونكى وىْ او و مو وليدل چې په څه حال ګرفتار شولو! جنګيالي خلك هميشه د بيرغ له پلوه ضربه ويني، يعنې كله يې چې بيرغ پريوزي، دوى هم تباه كيږي، نو اوس به يا بيرغ ښه په ميړانه اوچت ساتىْ، او كه دا نه شىْ كولىْ نو مونږ ته يې راكړىْ چې د ساتنې ضمانت يې دركړو.

ابو سفيان پدې خبره سره خپل هدف تر لاسه كړ، بنو عبدالدار دده په خبرو راوپاريدل او په ډيره غوسه يې ورته وويل: بيرغ تا ته دركړو؟! سبا به ګورې چې مونږ څه كوو او رښتيا چې هغوى د جګړې په ډګر كې تر هغې وجنګيدل تر څو ټول ختم او تباه شول.

د قريشو سياسي چلبازي

د جګړې له پيل نه مخكې قريشو هڅه وكړه پخپلې چلبازۍ سره د مسلمانانو تر مينځ درز او نفاق پيدا كړي. ابو سفيان انصارو ته داسې احوال وروليږه چې: مونږ او زمونږ د تره زوى محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره پريږدىْ، تاسې غرض مه لرىْ مونږ له تاسې سره د جګړې ضرورت نه وينو. خو انصارو پخپل فولادين ايمان سره د دوى دا توطئه له خاورو سره خاورې كړه او ابو سفيان ته يې داسې څه ور واورول چې ښه پرې خفه شو.

د جګړې اور په بليدو وْ، دواړه لښكرې يو بل ته ورلنډې شوې، په دې وخت كې قريشو د مسلمانانو په منځ كې د نفاق اچولو يوه بله ناكامه هڅه وكړه.

او هغه داسې چې د جاهليت په زمانه كې د اوس قبيلې يو خائن او مزدور مشر چې نوم يې عبد عمرو بن صيفي وْ او په ابو عامر راهب سره يې شهرت درلود او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) فاسق نوم ورباندې ايښى وْ را ميدان ته شو. نوموړي له اسلام او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره ښكاره دښمني درلوده او كله چې اسلام راغى، نو هغه ونه شواى زغملى، له مدينې نه ووت، قريش يې د رسول (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مقابلې ته راټولول او تشويقول او دا خبره يې ورته كوله چې كه زما قوم ما وويني، نو اطاعت به مې وكړي او زما خوا ته به ودريږي. نوموړى فاسق لومړنى كس وْ چې د احد په غزا كې يې له احابيشو او د مکې د خلکو له غلامانو سره د مسلمانانو مقابلې ته راودانګل. د احد په ميدان كې را وړاندې شو خپل قوم ته يې ځان داسې وروښود، اې د اوس خلكو! زه ابو عامر يم! دوى په ځواب كې ورته وويل: خداى دې مه ښادوه، نامراد اوسې اې فاسقه! ده چې دا واوريدل ويې ويل: له ما نه وروسته زما قوم په شر او بدۍ اخته شويدى. او كله چې جګړه ونښتله نو له خپل قوم سره سخت جنګيده او مسلمانان يې په تيږو ويشتل.

پدې ترتيب سره د قريشو دوهمه توطئه هم خنثى شوه. دا سياسي چل ول او ناكامې توطئې پدې دلالت كوي چې د هغوى په زړونوكې د مسلمانانو ويره او هيبت پروت وْ، او د سپايانو د شمير او وسلو ډيروالي يې هم زړونه نه وو ډاډه كړي.

د قريشو ښځې د جنګيالانو حوصلې لوړوي

د قريشو ښځو هم په جګړه كې خپل رول ولوباوه، دغه ډله ښځې چې د ابو سفيان ښځې هند بنت عتبه يې مشري كوله د لښكر په مينځ كې ګرزيدې، ډولكي او دايرې يې وهلې، خلك يې په غيرت راوستل جنګ ته يې هيڅول، د قهرمانانو حماسې يې راپارولې، د نيزه بازانو، تورزنو، او غشو ويشونكو احساسات يې په جوش راوستل، كله به يې بيرغ وړونكو ته داسې ويل:

ويها بني عبدالدار    ويها حماة الادبار
ضربا بكل بتار

اې د عبدالدار زامنو! اې د لښكر د وروستيو ليكو ساتونكو! پخپلو تيرو تورو ښه ميړني ګوزارونه وكړىْ. كله به يې د خپل قوم حماسې داسې راپارولې:

ان تقبـلوا نعانق             و نفرش النمارق
او تدبروا نفارق            فراق غير وامـق

كه دښمن ته ورمخكې شوى نو غيږ په غيږ به شو او قالينچې به درته وغوړوو، او كه مو شا كړه ورته نو بيا مو درسره جدايې ده نه په خلا كيدونكې جدايي.

د جګړې لومړنۍ لمبې

دواړه لښكري نورې هم يو بل ته ورلنډې شوې، د جګړې نغارې وډنګيدې.د مشركانو بيرغ وړونكى طلحه بن ابي طلحه العبدري لومړنى كس وْ چې د جنګ اور ته يې پلته ورته كړه. دا يو ډير زړور او غيرتي انسان وْ مسلمانانو ورته د لښكر ګډ (پسه) وايه پداسې حال كې چې په اوښ سپور وْ را مخكې شو او د مقابلې ټټر يې وواهه، هيچا يې هم مقابلې ته زړه نه شو ښه كولى، خو زبير بن العوام (رضي الله عنه) د زمري په شان ورپاڅيد ورټوپ يې كړ په اوښ ور سپور شو او سمدستي يې په ځمكه رانسكور كړ او سر يې په توره ورنه بيل كړ.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چې دا ميړنۍ مقابله وليدله، د تكبير چيغه يې پورته كړه مسلمانانو هم ورسره تكبير ووايه او د زبير (رضي الله عنه) ستاينه يې وكړه ويې فرمايل: ((ان لكل نبي حواريا، وحواري الزبير)) هر نبي يو خاص دوست او ملګرى لري، زما دوست او ملګرى زبير دى . (السيرة الحلبية 2/18)

د بيرغ شاو خوا سختې جګړې او د علمبردارانو له مينځه وړل

پدې ترتيب سره د جګړې اور هرې خوا ته خور شو، خو ډير زور يې د مشركينو د بيرغ شاو خوا وْ چې د دوى علمبردار او د بني عبدالدار مشر طلحه بن ابي طلحه ووژل شو. ورور يې عثمان را وړاندى شو بيرغ يې اوچت كړ او دا شعر يې ووايه:

ان على اهل اللواء حقا           ان تخضب الصعدة او تندقا

د علمبردارانو وظيفه داده چې نيزې يې ښې په وينو سرې شي او يا هم بوټې ماتې شي. په همدې وخت كې حمزه (رضي الله عنه) پرې ورټوپ كړ او په مټ يې داسې ګوزار ورباندې وكړ چې لاس يې ورنه بيل او ان تر نامه پورې څيرې شو، سږي يې راښكاره شول، ولويد. بيرغ ابو سعد بن ابي طلحه پورته كړ، چې سعد بن ابي وقاص په ستوني كې په غشي وويشت ژبه يې تر خوله راووتله او ځاى په ځاى ستۍ شو. او بل روايت داسې دى چې ابو سعد ميدان ته رامخكې شو، مسلمانانو ته يې د مقابلې بلنه وركړه علي (رضي الله عنه) ورمخكې شو تورې يې سره تيرې بيرې كړې ترڅو علي (رضي الله عنه) پخپل مرګوني ګوزار سره پر مځكه رانسكور كړ. نو وراره يې مسافع بن طلحه بن ابي طلحه توغ پورته كړ، خو هغه هم د عاصم بن ثابت بن ابي الاقلح په غشي ووژل شو. بيايې ورور كلاب بن طلحه بيرغ ته لاس كړ جګړه يې پيل كړه تر څو زبير بن عوام ورمخې ته شو او ويې واژه. بيا بيرغ د دوى دواړو ورور جلاس بن طلحه واخيست، خو طلحه بن عبيدالله ده ته هم ډير وخت ورنكړ او په يوه ګوزار يې نسكور كړ، او په بل روايت سره دا هم د عصام بن ثابت په غشي سره ووژل شو.

دا شپږ واړه د ابو طلحه عبدالله بن عثمان بن عبدالدار له كورنۍ څخه وو چې ټول د مشركينو د توغ او بيرغ نه د دفاع په ميدان كې ووژل شول. بيا د همدې كورنۍ (بنو عبدالدار) ارطاه بن شرحبيل توغ پورته كړ تر څو هغه هم دعلي (رضي الله عنه) او يا حمزه (رضي الله عنه) په ګوزار سره ستۍ شو. بيا شريح بن قارظ بيرغ اوچت كړ هغه هم د يوه منافق چې قزمان نوميده او د تعصب په اساس جنګ ته راغلى وْ په لاس ووژل شو. بيا ابو زيد عمرو ابن عبد مناف العبدري د شرك بيرغ په لاس كې واخيست هغه هم د قزمان په لاس مړ شو.

په ده پسې د شرحبيل بن هاشم العبدري زوى بيرغ پورته كړ، خو هغه هم د همدې قزمان په ګوزار ووژل شو. پدې ترتيب سره د بنو عبدالدار پوره لس علمبرداران په همدې ډګر كې ستۍ شول، نور له دوى نه څوك نه وْ پاتې چې بيرغ اوچت وساتي، همدا وه چې د دوى يو حبشي غلام (مريې) چې صواب نوميده بيرغ پورته كړ او له خپلو بادارانو نه په زياته ميړانه تر هغې وجنګيد تر څو دواړه لاسونه يې غوڅ شول، خو بيا يې هم زيار ايست چې پخپله غاړه او سينه سره بيرغ اوچت وساتي او په همدې حالت كې يې دا خبره په خوله وه چې اې خدايه اوس خو به مې عذر درته مقبول وي او په هلاكت ورسيد.

د صواب له وژل كيدو وروسته بيرغ په ځمكه راپريووت او بيا چا و نه شواى كولاى د كفر دا نسكور بيرغ اوچت كړي.

———–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د