الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – شپږ دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–
د جګړې نورې صحنې

پداسې حال كې چې د جګړې زيات زور د مشركينو د بيرغ شاو خواته و، د احد ډګر په نورو برخو كې هم جګړې روانې وې. مسلمانان د ايمان په وسله سنبال او د اسلام په مينه مست د يوه داسې سيل په شان چې ډير كلك بندونه هم نشي ورته ټينګيدى د كفر په لښكر ورګډ شول او هر يوه يې د احد غزا شعار اَمِت، اَمِت (يعنې مړ كړه، مړ كړه) زمزمه كاوه.

ابو دجانه چې تر سر يې سره پټۍ تاوكړې وه او د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توره يې پدې نيت په لاس كې نيولې وه چې حق يې ادا كړي را وړاندې شو وجنګيد د مشركينو په ليكو كې ورننوت هر مشرك يې چې مخې نه راغى ځاى په ځاى يې وواژه، د كفر لښكر يې تار په تار كړ. زبير (رضي الله عنه) وايي هغه وخت چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) توره ابو دجانه ته وركړه او ما ته يې رانكړه، ما پخپل زړه كې وويل: زه يې د عمه (صفيې) زوى او د قريشو مهم غړى وم ورغلم توره مې ترې وغوښتله، خو هغه ابو دجانه ته وركړه، ګورم به چې ابو دجانه څه كوي؟ څاره مې، كه ګورم چې سر يې په سره پټۍ وتاړه، پدې وخت كې انصارو وويل ابو دجانه د مرګ پټۍ راوايستله، راوړاندې شو او دا شعر يې زمزمه كړ:

انا الـذي عاهـدني خليلي        و نحن بالسفح لدى النخيل
ان لا اقوم الدهر في الكيول      اضرب بسيف الله و الرسول

زه هغه چې خليل (دوست) مې د غره په لمن او د خرماوو له باغ سره عهد راسره كړى چې هميشه به د لښكر په مخ كې وم او هيڅكله به د لښكر شا ته نه جنګيږم، او د خداى او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په توره به پر دښمنانو ګوزارونه كوم.

ابو دجانه همداسې مخكې روان وْ هر مشرك به يې چې مخې ته راته نو سمدلاسه به يې رانسكوراوه. زبير (رضي الله عنه) وايي: د مشركينو په ډله كې يو كس داسې وْ چې زخميان به يې لټول او وژل به يې، ما پدې وخت كې خداى ته سوال وكړ چې ابو دجانه پدې كافر ور برابر كړي. همدا وه چې دوى دواړه سره مخامخ شول يو پر بل يې ګوزارونه وكړل خو سره تير او بير شول، دې مشرك بل ګوزار ورباندې وكړ خو ابو دجانه پخپل ډال سره ځان ورنه وساته توره يې په ډال كې بنده شو، په ځواب كې ابودجانه داسې ګوزار ورباندې وكړ چې كافر ځاى په ځاى شو.(1)

ابو دجانه مخ په وړاندې روان وْ د كفر ليكې يې څيرولې ترڅو د مشركينو د ښځو قومندانې ته ور ورسيد، لومړى يې نه پيژندله چې دا ښځه ده، پدې هكله (ابو دجانه) وايي: يو څوك مې وليد چې په خلكو ډير كلك كلك ګوزارونه كوي، زه ور مخې ته شوم خو كله مې چې توره ورباندې پورته كړه چې ګوزار پرې وكړم چيغه يې وكړه پوه شوم چې ښځه ده، لاس مې ونيو او زړه مې ونه منله چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په توره ښځه ووژنم، دا ښځه هند بنت عتبه وه. زبير (رضي الله عنه) وايي ما ليدل چې ابو دجانه پر هندې توره پورته كړه، خو بيا يې لاس ورنه ونيو په دغه وخت كې ما وويل: بيشكه چې الله او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له بل هر چا نه ښه پوهيږي.(2)

حمزه (رضي الله عنه) هم د سوريدلي زمري په شان جنګيده، په ډيره ميړانه او بې باكۍ سره يې د شرك د لښكر زړه ته ځان ورساوه او د كافرانو هغه ډير زړور جنګيالان يې هم داسې په مخكې لويدل لكه د توپان په مخكې چې پاڼې توئيږي. حمزه (رضي الله عنه) نه يوازې د مشركينو څو تنه علمبرداران له پښو وغورځول بلكه د دوى نور ډير ميړني يې هم رانسكور كړل، خو په پاى كې پداسې حال كې چې په ډيره ميړانه يې د كافرانو مقابله كوله، په يوه غلچكي، او د يوه نامرد په مكارانه ګوزار سره په شهادت ورسيد.

د اسدالله حمزه (رضي الله عنه) شهادت

د حمزه (رضي الله عنه) قاتل وحشي بن حرب پدې هكله وايي: زه د جبير بن مطعم غلام (مريې) وم. په بدر كې دده تره طعيمه بن عدي هم وژل شوى و، او كله چې قريش د احد په لور روان شول، نو بادار مې راته وويل: كه زما د تره په بدل كې دې د محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) تره حمزه (رضي الله عنه) وواژه نو ته آزاد يې. وحشي زياتوي:

زه په همدې طمعه له خلكو سره روان شوم، زه يو حبشي ماهر نيزه ويشتونكى وم، نښه به مې ډيره كمه خطا كيده. كله چې دواړه خواوې سره ونښتلې زه د حمزه په لټه كې شوم كه ګورم چې د خاكستري (خړ) اوښ په شان د خلكو ليكې ماتوي هيڅوك يې مخې ته نه شي دريدى، په خداى قسم چې زما سترګې په همده كې خښې وې، ځان مې ورته برابراوه، او پدې خاطر چې را لنډ شي د ونې يا كومې تيږې شا ته به پټيدم. پدې وخت كې سباع بن عبدالعزى له ما نه مخكې ور وړاندې شو او كله چې د حمزه (رضي الله عنه) سترګې پرې ولګيدې نو ورته ويې ويل: را وړاندې شه د سنت كونكې مور زويه! پرې را تاو شو او په يو ګوزار يې سر ورنه بوټ قلم كړ. دلته ما خپله نيزه برابره كړه او ښه نښه مې ورباندې ونيوله او پرې ورخوشې مې كړه، په خيټه يې داسې وربرابره شوه چې له شا نه يې ووتله، هڅه يې وكړه چې زما خوا ته راشي خو و نه توانيد، په همدې حالت مې پريښود تر څو مړ شو. وروسته ورغلم او نيزه مې ورنه وايستله، بيرته لښكر ته راغلم او آرام كيناستم، ځكه له بل چا سره مې كار نه و، حمزه (رضي الله عنه) مې پدې خاطر وواژه چې آزاد شم، او كله چې مكې ته ورسيدو نو آزاد شوم.(١)

په جګړه كې د مسلمانانو برلاسي

سره لدې چې د حمزه (رضي الله عنه) شهادت د مسلمانانو لپاره نه جبران كيدونكې خساره وه، خو بيا هم د جګړې په ميدان كې بر لاسي د همدوى وه. ابوبكر، عمر، علي، زبير، مصعب بن عمير، طلحه بن عبيدالله، عبدالله بن جحش، سعد بن معاذ، سعد بن عباده، سعد بن الربيع، انس ابن النضر او نور (رضي الله عنهم اجمعين) داسې په ميړانه جنګيدل چې مشركان يې تار او مار كړل. د مشرکانو مورال دومره لويدلى وْ چې نور د ټينګيدو نه وو.

د ښځې له غيږې نه د تورو تر ميدانه

ددې ورځې له قهرمانو سرتيرو نه يو هم حنظله غسيل وْ. دا د هغه ابو عامر راهب زوى وْ چې په فاسق مشهور شوى وْ او څو صفحې مخكې يې يادونه شويده.

حنظله نوى واده كړى وْ، او پداسې حال كې يې د جنګ آواز واوريد چې له خپلې ښځې سره پروت وْ سمدستي يې د ښځې غيږه پريښوده او د جګړې ډګر ته روان شو. هلته چې له مشركينو سره مخامخ شو، ناتار يې ورباندې جوړ كړ په لښكر ورننوت او ابو سفيان ته يې ځان ورساوه، نژدې وه چې ابو سفيان را نسكور كړي، خو شداد بن اسود وار ورباندې ړومبى كړ او حنظله يې په شهادت ورساوه.

په جګړه كې د غشو ويشتونكو رول او ونډه

د هغو غشو ويشتونكو ډلې چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د الرماه غره په كنډو كې ځاى په ځاى كړې وه، په جګړه كې ډير مهم رول درلود او حالات يې د مسلمانانو په ګټه ساتلي وو. د مشركينو سپرو د خالد بن الوليد په مشرۍ چې ابو عامر الفاسق يې مرسته كوله درې ځله هڅې وكړي چې د اسلامي لښكر چپ وزر مات كړي تر څو د مسلمانانو شا لوري ته لار ومومي او ناتار ورباندې ګډ كړي، خو غشو ويشتونكو د غشو باران پرې جوړ كړ او درى واړه حملې يې ورناكامې كړې.(1)

مشركان ماتې خوري

خونړۍ جګړه روانه وه، كم شمير اسلامي لښكر حالات تر خپل كنترول لاندې راوستې وْو. په مشركينو كې له هرې خوا ماتې ګډه شوه، داسې وارخطا وو لكه چې درى زره كسيزه لښكر يې له ديرش زره مسلمانانو سره مخ وي. مسلمانان د شمير او وسلې له كمښت سره سره په پوره ميړانه او پايمردۍ جنګيدل.

قريشو ډير زور وواهه چې د مسلمانانو مخه ونيسي حمله يې دفع كړي خو هيڅ يې هم ونه شوى كړاى بې وسي شول، ارادې يې ماتې او پښې يې سستى شوې، زړونه يې ولويدل او په يوه كې يې هم دومره متره نه وه چې د صواب له لاس نه لويدلى بيرغ راپورته كړي. همدا وه چې د تيښتې لار يې ونيوله، ترپ يې له خرپ نه غوره وګاڼه. هغه د غچ انتقام، عزت او دبدبې، دا او هغه ټولې باټې، لاپې يې هيرې شوې له جګړې نه په منډه شول. ابن اسحاق وايي: الله تعالى مسلمانانو ته برى ور په برخه كړ، مشركين يې د تورې په څوكه له ډګر نه وايستل، حتمي ماتې يې ورباندې ګډه كړه. عبدالله د خپل پلار زبير (رضي الله عنهما) له خولې وايي: قسم په خداى چې ما هنده او نورې ښځې ليدلې چې جامې يې له پنډيو نه ورپورته كړې او د تيښتې په حالت كې وې، هيڅ څوك هم نه وو ورسره چې له اسارت او نيولو نه يې وژغوري. (١)

بخاري له براء بن عازب نه روايت كوي وايي: كله چې له مشركينو سره مخامخ شوو، مات مو كړل او وتښتيدل، ليدل مې چې ښځې يې په ډيره بيړه تښتي او خپلې جامې يې دومره وربډ وهلې چې پايزيبونه يې ښه ښكاريدل.(٢) مسلمانان ورپسې وو، مشركين يې په تورو وهل او ورنه پاتې غنيمتونه يې راټولول.

د غشو ويشتونكو ستره غلطي

پداسې حال كې چې اسلامي لښكر د بدر په شان د يوه بل عظيم او بى نظير بري او فتحې په درشل ولاړ وو، د هغه پنځوس كسيزې غشي ويشتونكې ډلې اكثريت يوه داسې غلطي كوي چې وضع او حالات پوره بدلوي مسلمانانو ته ډير تاوان اړوي، او د بدر په ډګر كې ګټل شوى هيبت او منزلت يې زيانمنوي. او تردې نه لويه دا چې نژدې وه همدا غلطي د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شهادت سبب شي.

لكه مخكې مو چې يادونه كړيده رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دې غشو ويشتونكو ته په ډيرو كلكو الفاظو امر كړى وْ چې خپل سنګر به نه پريږدي، د فتحې او ناكامۍ په دواړو حالاتو كې به پخپل ځاى ټينګ پاته كيږي.

خو لدې جدي امر سره سره كله چې دوى وليدل مسلمانان د غنيمت مالونه راټولوي يو ځل يې په زړونو كې د دنيا مينه راښكاره شوه، يو بل ته يې وويل: غنيمت دى، غنيمت، راځئ مسلمانان بريالي شول نور د څه انتظار كوىْ؟

خو قوماندان يې (عبدالله بن جبير) د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اوامر ور په يادوي او ورته وايي: د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اوامر مو هير كړل؟ خو زيات شمير يې دې يادونې ته غوږ نه ايښود او ويل يې نور مونږ ورځو تر څو خپله برخه غنيمت په لاس راوړو.(1) همدا وه چې څلويښت كسان غشي ويشتونكي له كنډو نه كوز شول او په نور لښكر ورګډ شول تر څو غنيمتونه را ټول كړي. اوس د مسلمانانو شا خالي وه يوازې عبدالله بن جبير له خپلو نهو ملګرو سره په ټينګ عزم پخپل ځاى وو، او دا يې اراده وه چې تر هغې پورې به همدلته وي تر څو پورې ټول مړه شوي نه وي او يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) راغوښتي نه وي.

خالد بن الوليد د اسلامي لښكر د محاصرې په تكل

خالد بن وليد لدې طلايي موقع نه پوره ګټه پورته كړه، په ډيره چټكۍ سره په مسلمانانو را تاو شو عبدالله بن جبير او ملګري يې له مينځه يووړل او په نورو مسلمانانو يې د شا له خوا بريد وكړ. آسونه يې داسې وشيشنيدل چې مشركان پوه شول حالات بدل شويدي، نو هغوى هم په مسلمانانو مخ راوړاوه د علقمه الحارثيه لور عمره په ډيره چټكۍ د بيرغ خوا ته ورغله، له خاورو نه يې را پورته كړ. يو ځل مشركين ورنه تاو شول، يو بل ته يې نارې كړې، راغونډ شول، او پدې ترتيب سره مسلمانان له شا او مخې نه د مشركينو تر محاصرې لاندې راغلل.

د محاصرې په وخت كې د رسول الله (صلى الله عليه وسلم) ميړنى دريځ

پدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له يوه نهه كسيز(١) ګروپ سره د لښكر په وروستۍ برخه كې وْ(٢)، جګړه يې څارله او كتل يې چې مسلمانانو مشركين په مخه كړي دي، خو يو ناڅاپه د خالد سپرو بريد پرې وكړ، نو اوس يې يوازې دوې لارې په مخه كې وې لومړۍ دا چې په بيړه له خپل ګروپ سره كوم محفوظ ځاى ته ځان وباسي او لښكر خپل قسمت او تقدير ته پريږدي، دويمه لار دا وه چې ژوند په خطر كې واچوي همدې ځاى ته خپل اصحاب راوبولي يوه قوي جبهه ورنه جوړه كړي تر څو محاصره ماته او لښكر د احد غره ته وباسي.

همدلته يو ځل بيا د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بې مثله ميړانه او عظمت څرګنديږي، خپلو اصحابو، ته چيغه كوي: ‏‏(‏ږلي عباد الله‏)‏. اې د خداى بندګانو! زما خوا ته راشئ! دا پداسې وخت كې چې ښه پوهيده چې دا نارې به له مسلمانانو مخكې مشركين اوري، خو ددې پروا يې ونكړه ځان يې خطر ته وركړ، خپل اصحاب يې راوبلل، او د همدى غږ په اوريدو سره مخكې لدينه چې مسلمانان راورسيږي مشركين متوجه شول او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته يې ځانونه ورسول.

———–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د