mohammad

الرحیق المختوم – نبوي سیرت پښتو – اته دیرشمه برخه

ليکوال:مولانا صفي الرحمن مبارکپوري
ژباړن:سلطان محمود صلاح

————–
بې مثاله قربانۍ او اتلولۍ

په دې ورځ مسلمانانو د قربانۍ او فدا كارۍ، ميړانې، اتلولۍ او سربازۍ په ډګر كې داسې قهرمانۍ او كارنامې وكړې چې په تاريخ كې يې مثال نه ليدل كيږي. ابو طلحه (رضي الله عنه) ځان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته لكه سپر داسې نيولى ؤ په خپله سينه يې د دښمن غشي ور نه دفع كول.

انس (رضي الله عنه) وايي: د احد په ورځ خلك د ماتې په حال كې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه بيل شول، خو ابو طلحه په داسې حال كې چې يو ډال ورسره ؤ د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته ولاړ ؤ، هغه ډير ماهر غشي ويشتونكى ؤ په ډير زور سره يې غشي ويشتل، په دې ورځ يې دوې يا درې ليندۍ ماتې كړې. دلته له مسلمانانو نه يو سړى چې د غشو توبره ورسره وه تيريده  رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏انثرها لأبي طلحة)‏.غشي دې ابو طلحه ته واچوه. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به چې كله سر پورته كړ چې خلك وويني ابو طلحه به ورته ويل: مور او پلار مې درنه قربان سر مه اوچتوه هسې نه د دښمن كوم غشى درباندې برابر نه شي، زما غاړه ستا له غاړې قربان.(1)

همدا راز انس (رضي الله عنه) روايت كوي چې ابو طلحه او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دواړو په يوه ډال له ځان نه دفاع كوله. ابو طلحه ډير ښه غشي ويشتل او كله به يې چې غشى وويشته نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) به سر اوچت كړ او كتل به يې چې غشى يې چيرته ولګيده.(2)

ابو دجانه د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته ودريد خپله شا يې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ډال كړه، غشي به راتلل او ورباندې لګيدل به، خو دى به له ځايه نه خوځيده.

حاطب بن ابي بلتعه په عتبه بن ابي وقاص هغه چې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مبارك غاښ يې شهيد كړى ؤ پسې شو، تعقيب يې كړ او د تورې داسې ګوزار يې ورباندې وكړ چې سر يې بوټ ورباندې قلم كړ، آس او توره يې ورنه را واخيستل. سعد بن ابي وقاص ډير كوښښ وكړ چې خپل ورور عتبه ووژني، خو حاطب ورنه مخكې شو او د هغه كار يې ورجوړ كړ.

سهل بن حنيف يو ميړينى غشي ويشتونكى ؤ، له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سره يې د مرګ بيعت وكړ او په ډيره ميړانه يې د مشركينو په وړاندې مقابله كوله.

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپله هم غشي ويشتل. قتاده بن النعمان روايت كوي چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له خپلې ليندۍ نه دومره غشي وويشتل چې دا يوه څنډه يې بالكل نرۍ او يا ماته شوې وه، بيا همدا ليندۍ قتاده ورنه واخيستله او له همده سره وه. په همدې ورځ د قتاده سترګه  ولګيده پوچه راووتله په مخ يې ځړيدله، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) پخپل مبارك لاس  بيرته ور په ځاى كړه جوړه روغه شوه ان تر دې چې همدا سترګه يې له بلې سترګې نه هم ګلالۍ وه او هم د تيز نظر درلودونكى.

عبدالرحمن بن عوف ډير په ميړانه جنګيده په خوله ولګيد او د مخې غاښ يې مات شو، له شلو نه زيات ټپونه يې وخوړل په پښه هم كلك ولګيد او له همدې نه بيا ګوډ شو. د ابو سعيد الخدري پلار مالك بن سنان د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مبارك مخ له زخم نه وينې په خوله زبيښلې او تر هغې يې څټلې تر څو پاكې شوې. رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ورته وفرمايل: ‏‏(‏مُجَّه‏)‏.تو يې كړه. ده وويل قسم په خداى كه يې تو كړم. بيا يې جګړې ته مخه كړه رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: ‏‏(‏من أراد أن ينظر الى رجل من أهل الجنة فلينظر الى هذا‏)‏.څوك غواړي جنتي ته وګوري، نو ده ته دې وګوري. او هغه تر هغې پورې وجنګيد تر څو په شهادت ورسيد.

ام عماره هم په ډير لوړ همت جنګيده، د مسلمانانو له يوه ګروپ سره ابن قمئه ته ور مخكې شوه، ابن قمئه ورباندې د تورې ګوزار وكړ او اوږه يې ډيره ژوره ور زخمي كړه، دې هم پر ابن قمئه باندې څو مسلسل ګوزارونه وكړل، خو هغه دوى زغرې اغوستې وې، ژوندى پاتې شو، ام عماره همداسې په ميړانه جنګيده تر څو دولس ټپونه يې وخوړل.

مصعب بن عمير په ډيره ميړانه سربازي كوله له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه يې د ابن قمئه او نورو مشركينو حملې په شا كولې او ځان يې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په مخكې ډال جوړ كړى ؤ، له ده سره د اسلامي لښكر بيرغ هم ؤ. مشركينو حمله ورباندې وكړه او ښى لاس يې ور پرې كړ، ده فورا بيرغ په چپ لاس كې ونيو او د مشركينو مقابلې ته لكه غر داسې ولاړ ؤ، بالاخره يې چپ لاس هم پرې شو، خو بيا يې هم نه غوښتل بيرغ په ځمكه پريوزي ځان يې ورباندې ورواچاوه په سينې او غاړې سره يې اوچت ساته تر څو په شهادت ورسيد.  دده قاتل هم ابن قمئه ؤ او داسې ګمان كاوه چې دا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دى، ځكه مصعب (رضي الله عنه) رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ډير ورته ؤ او كله يې چې مصعب (رضي الله عنه) په شهادت ورساوه، نو ابن قمئه مشركينو ته مخ كړ او چيغه يې وكړه چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په قتل ورسيد.(1)

د رسول الله (صلی الله علیه وسلم) د شهادت خبر او پر جګړه يې اغيزې

د ابن قمئه لدې چيغې سره د مشركينو او مسلمانانو په مينځ كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د شهادت خبر خور شو. دا ډيرې حساسې شيبې وې له رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) نه بيل او د مشركينو له خوا محاصره شوي اصحاب (رضي الله عنهم) ډير وارخطا شول، ارادې يې كمزورې شوې، ګډوډي او بى نظمي پكې ګډه شوه، غمجن او پريشانه شول، خو پدې چيغې سره دا هم وشول چې د مشركينو حملې څه نا څه كمې شوې، فشار يې څه كم غوندې شو، ځكه دوى دا وپتييله چې نور خپل هدف ته ورسيدل، يو شمير مشركينو خو جګړه پريښوده او د شهيدانو په مثله كولو لګيا شول.

رسول الله (صلی الله علیه وسلم) جګړې ته ادامه وركوي او حالات كنترولوي

كله چې مصعب (رضي الله عنه) په شهادت ورسيد رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) بيرغ علي (رضي الله عنه) ته وسپاره. علي (رضي الله عنه) او نور موجود اصحاب (رضي الله عنهم) ډير په ميړانه جنګيدل، دفاع يې كوله او په دښمن يې مرګوني ګوزارونه كول.

په همدې وخت كې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وتوانيد محاصره ماته كړي او خپل محاصره شوي لښكر ته لار وباسي. كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د خپل لښكر خوا ته ورغى  لومړى د كعب بن مالك سترګې پرې ولګيدې ويې پيژانده او په لوړ آواز يې چيغه كړه: اې مسلمانانو! زيرى مې درباندې، دا دى رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم). رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) اشاره ورته وكړه چې چوپ شه. او دا هم پدې خاطر تر څو مشركانو ته دده مبارك د موجوديت او ځاى معلومات ونه شي، خو د كعب دا چيغه د مسلمانانو غوږونو ته ورسيده ټول ورته راتاو شول او تقريباً  ديرش كسان يې شاو خواته راټول شول.

كله چې يو شمير اصحاب راټول شول، نو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په ډيره منظمه توګه د غره د درې خوا ته په شاتګ پيل كړ. او څرنګه چې لدې شاتګ نه هدف د محاصرې ماتول ؤ، نو مشركينو په ټول زور سره خپلې حملې جاري ساتلې او زيار يې يوست چې د مسلمانانو د شاتګ مخه ونيسي خو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د مشركينو حمله كوونكو په مينځ كې خپله لاره وايستله او مشركين د اسلام د زمريانو په وړاندې بې بسه شول.

پدې وخت كې د مشركينو يو سپور عثمان بن عبدالله بن مغيره د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خوا را مخكې شو او ويل يې: يا به زه ژوندى پاتې كيږم او يا هغه (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)! رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) يې د مقابلې لپاره مخې ته ودريد، خو د مقابلې نوبت را نغى ځكه د هغه مشرك آس په يوه كنده كې ولويد او فوراً حارث بن الصمه ورته راورسيد او په پښه يې د تورې ګوزار پرې كړ ځاى په ځاى يې كيناوه او بيا يې هملته ستۍ كړ وسله يې ورنه را واخيستله او ځان يې بيرته رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ته ورساوه. پدې وخت كې د مشركينو له لښكر نه يو بل سپور عبدالله بن جابر په حارث بن الصمه حمله وروړه په مټ يې په توره وواهه او كلك زخمي شو چې بيا مسلمانانو پورته كړ او يو يې ووړ. پدې وخت کې ابو دجانه هغه چې سره پټۍ يې په سر تړلې او له مرګ سره لوبيده راغى او د تورى په يوه وار سره يې د مشرك عبدالله بن جابر سر قلم كړ.

د خونړۍ جګړې پدې سختو شيبو كې په مسلمانانو د خوب غوټې هم راتللې او لكه څرنګه چې قرآنكريم فرمايي دا خوب د الله له طرفه مسلمانانو ته امن او اطمينان ؤ. ابو طلحه وايي: زه د احد په ورځ له هغه كسانو نه يو وم چې خوب ورباندې راته او داسې به خوب راباندې غالب شو چې څو ځله مې توره له لاس نه پريوته، بيرته به مې واخيسته، بيا به ولويده او وابه مې خيسته.(1)

په همدې قربانۍ او سربازۍ سره د مسلمانانو دا ګروپ په منظمه توګه د غره درې ته ورسيد او د نور لښكر لپاره يې د امن ځاى ته لاره  پرانيستله. پاته لښكر هم ورسره يو ځاى شو او د خالد عسكري تدبير د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د عسكري تدبير په وړاندې ماتې وخوړه.

د ابي بن خلف وژل

ابن اسحاق وايي: كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د غره دې درې ته تشريف يووړ، ابي بن خلف راغى او ويل يې: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) چيرته دى؟ اوس به يا زه ژوندى پاتې كيږم او يا هغه! اصحابو وويل: يا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم)، اجازه راكوې كوم يو حمله ورباندې وكړو؟

رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) وفرمايل: پرې ايږدئ، كله چې رانژدې شو رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) له حارث بن الصمه نه يوه وړه نيزه واخيسته. كله يې چې نيزه واخيستله، نو په ډير زور سره راپورته شو او خلك داسې يوې بلې خوا ته ولويدل لكه چې اوښ ځان وخوځوي او د شا ويښتان يې ورنه باد شي. بيا رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د هغه مخې ته ورغى د زغرې او خوز (اوسپنيزې خولۍ) تر مينځ د ورميږ يوه برخه يې په نظر ورغله او په همدې ځاى يې د نيزې داسې وار ورباندې وكړ چې څو ځله له آس نه را وښوئيد. او كله چې نوموړى بيرته د قريشو مشركينو ته ورغى په غاړه يې لږ غوندې زخم و، وينه يې بنده شوې وه خو ويل يې: په خداى قسم چې محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ووژلم! مشركينو ورته وويل: زړه دې اچولى، ته خو څه زيات نه يې ټپي شوې! ده ورته وويل: محمد (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) ماته په مكه كې ويلي ؤ چې زه دې وژنم،(2) قسم په خداى كه هغه را تو كړي نو هم وژني مې.

او همداسې وشوه نوموړى د خداى دښمن مكې ته د بيرته تلو په وخت په سرف نومي ځاى كې مړ شو.(١)

او له عروۍ نه د ابو الاسود په روايت کې راځي: نوموړى (ابي) به لکه غويى داسې بغيده او ويل به يې: قسم په هغه ذات چې زما نفس يې په لاس کې دى که دا تکليف (رنځ) چې په ما دى د ذي المجاز په ټولو اوسيدونکو لګيدلى واى، نو ټول به مړه شوي وو٢.

طلحه (رضي الله عنه) رسول الله (صلی الله علیه وسلم) راپورته كوي

غره ته د شاتګ په دوران كې د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) مخې ته يوه لويه پرښه راغله، اراده يې وكړه چې ورباندې وخيژي، خو و نه توانيد ځكه دغه وخت يې وزن هم څه زيات ؤ، زغرې يې هم دوې اغوستې وې او سخت زخمي شوى هم ؤ،  نو طلحه بن عبيد الله (رضي الله عنه) ورته ټيټكۍ شو لاندې ورته كيناست او رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په پرښه ورهسك شو او ويې فرمايل: ‏‏(‏أوجَبَ طلحةُ‏)‏ (٣) طلحه جنت واجب كړ.

د مشركانو وروستۍ حمله

كله چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) د غره په دره كې د قيادت او مشرتابه په مركز كې ځاى په ځاى شو مشركانو پخپلې وروستۍ حملې لاس پورې كړ تر څو مسلمانانو ته نور زيان هم ورواړوي. ابن اسحاق وايي: هغه وخت چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په دره كې ؤ د قريشو يو ګروپ د ابو سفيان او خالد بن وليد په مشرۍ غره ته راوخوت، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) دعا وكړه او ويې فرمايل: يا خدايه! دوى له مونږ نه مه هسكوې، نه ښايي دوى له مونږ نه اوچت وي. په همدې سره عمر (رضي الله عنه) او يو ټولى مهاجرين مقابلې ته ورغلل او هغوى يې له غره نه كوز كړل.(٤)

په مغازي اموي كې روايت دى چې: مشركان غره ته وختل، رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) سعد ته وويل: ارادې يې ور خاورې كړه. يعنې كوز يې كړه مخه يې ونيسه! سعد وويل: په يوه ځان يې څنګه مخه ونيسم او څنګه يې حوصلې ورټيټى كړم؟ رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) خپله خبره درى ځله تكرار كړه، نو سعد له خپلې توبرې نه يو غشى راواخيست يو سړى يې پرې وويشت او ويې واژه. سعد وايي: بيا مې همغه غشي راواخيست ښه مې پيژانده بل كس مې ورباندې وويشت هغه مې هم ستۍ كړ، دريم ځل مې بيا همغه غشى راواخيست ښه مې پيژانده او دريم كس مې ورباندې وواژه، نور مشركان ټول له غره نه كوز شول، نو ما له ځان سره وويل: چې دا مبارك غشى دى، همغه مې پخپله توبره كې واچاوه.

سعد (رضي الله عنه) همدا غشى د مرګ تر ورځې له ځان سره ساته او له ده وروسته يې له زامنو سره ؤ. (١)

د شهيدانو مثله كول

د رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په خلاف دا د مشركينو وروستۍ حمله وه. د هغوى ګمان دا ؤ چې رسول الله (صلى الله عليه و اله و صحبه و سلم) په شهادت رسيدلى، نو خپل مركز ته ورغونډ شول او مكې ته د تګ تياري يې پيل كړه. ځنې مشركين او ورسره مشركې ښځې د شهيدانو په مثله كولو بوخت شول، د هغوى غوږونه، پزې، او تناسلي غړي يې ورنه پرې كول، خيټې يې څيرلې. هند بنت عتبه د حمزه (رضي الله عنه) سينه څيره كړه ينه يې را پرې كړه او په خوله يې كړه، خو تيره يې نه شوى كړى بيرته يې تو كړه، او مشركينو ښځو لدې پرې شويو غوږونو او پزو نه آميلونه او پازيبونه جوړ كړل.(٢)

———–

ددې سیرت مبارک ټولي برخي په لاندي ادرس موندلای شئ:

http://bit.ly/nabawi-seerat-pashto

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د