افغانستان

ایساف: افغاني عسکرو سل تنه بهرني عسکر وژلي دي

نن ټکی آسیا: ایساف وايي چي په تیرو دوو کلونو کي د افغاني عسکرو په لاس نیژدې سل تنه بهرني عسکر وژل شوي دي.

د ایساف ویاند په یوه خبري غونډه کی نن وویل چي په 2011 او 2012 کي نږدې اویا داسی بریدنه وه چي د افغاني عسکرو له خوا تر سره شوي وه، چي په هغو کي 21 بریدونه په لومړي کال او 46 نور په دوهم کال کی تر سره شول، په کال 2011 پنځه دیرش (35) او په کال 2012 کي یو شپیته (61) تنه بهرني فوځیان ددې بریدونو له کبله ووژل شول.

باید وویل شي چي ددي سلسلې وروستی برید د دوشنبې په شپه د هلمند ولایت د ګریشک په ولسوالۍ کي د یوه افغاني عسکر له خوا تر سره شو، چي په ترڅ کې یو برطانوی عسکر مړ او شپږ نور ټپیان شول.

د ایساف ویاند وویل چي په کال 2012 کي ټولټال 278 بهرني عسکر په افغانستان کي وژل شوي دي.

خو د http://icasualties.org ویب سایټ چي د امریکايي سرتیرو د مرګ احصائیه هر کال کوي، ویلي چي په تیر کال 2012 کي د ایساف ټول 405 تنه فوځیان وژل شوي دي، چي په هغو کي 310 امریکايي، 44 برتانوي، او پاته 51 د نورو هیوادونو فوځیان دي.

نومړي د خپلو خبرو په ترڅ کي وویل چي تیر کال د افغان او بهرنیو ځواکونو لپاره د ډیرو لاسته راوړنو کال وو، خو هغه لاسته راوړني یی مشخصي نه کړي، یوازي یی دومره وویل چي په تیر کال کي وسله وال مخالفین ډیر ځپل شوي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x