افغانستان

بهرینو ځواکونو په سنګین ولسوالۍ کې شپني عملیات پيل کړي

نن ټکی اسیا (جمعه، لېندۍ ۶، ۱۳۹۴ ل): د هلمند ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یوځل بیا بهرنیو ځواکونو شپني عملیات پيل کړي او په تېره یوه اونۍ کې یې دوه ځله پراخ عملیات ترسره کړي دي.

د تېري اونۍ په لومړیو کې بهرني او داخلي عسکر د سنګین ولسوالۍ په ساروان کلا سیمه کې د شپي مهال د چورلکو په مټ کښته شول او پراخه هغه سیمه یې محاصره کړل چې د طالبانو تر کنترول لاندي ده، په عملیاتو کې دواړو غاړو ته مرګ ژوبله اوښتي خو کره شمېره یې نه ده څرګنده شوي.

د همدې اونۍ په ورستیو کې دوه شپې وړاندي یوځل بیا بهرني او داخلي ګډ ځواکونه په سنګین ولسوالۍ کې کښته شول او عملیات یې پيل کړل، په عملیاتو کې بهرني ځواکونه د ۵۲ ډوله تر سنګ، جیټ او څرخي الوتکي هم کاروي، په عملیاتو کې د مرګ ژوبلي راپورونه ورکړل شوي خو دقیقه شمېره یې نه ده ترلاسه شوي.

افغان ولس څو ځله د مرکزي حکومت څخه په ټینګه د شپنیو عملیاتو بندیدل غوښتي خو تراوسه یې مثبت ځواب نه دی موندلی
په شپنیو عملیاتو کې ډیر ځله ملکي خلګو ته هم مرګ ژوبله اوړي

د سیمي خلګو نن ټکی اسیا ته وویل چې بهرني او داخلي ځواکونه د طالبانو تر تأثر لاندي معلومیږي ځکه خو دوی د شپي له الوتکو کښته کیږي او بېرته په همدې شپه کې پورته کیږي او عملیات نه اوږدوي، که چېري ګډ ځواکونه د ورځي مهال هم په سیمه کې پاته شي نو کیدای شي راغلي نیمه برخه عسکر روغ له سیمي ونه وزي.

سیمه ییز خلګ وایې طالبان د پخوا په پرتله اوس په پرمختللو وسلو سمبال دي، دوی امریکایې ایم.۴ (M4) ټوپکونه کاروي چې پر هغوی باندي د شپې دوربینونه نصب شوي او ډیر یې طالبانو د جګړو پر مهال د خاصو ځواکونو څخه نیولي دي.

همدا لامل دی چې اوس په هلمند ولایت کې طالبان په ټولیزه توګه د شپي مهال بریدونه کوي، په دې وروستیو کې د باباجي او مارجې ډیري سیمي طالبانو د شپنیو عملیاتو په ترڅ کې نیولي دي او همدارنګه د امنیتي ځواکونو مرکزونه او پوستې هم د شپي په نښه کوي او بریدونه ورباندي کوي.

د طالبانو لاسونو ته د شپي دوربینونه لویدل بهرني ځواکونه له ننګونو سره مخ کړي دي
د طالبانو لاسونو ته د شپي دوربینونه لویدل بهرني ځواکونه له ننګونو سره مخ کړي دي

د سنګین ولسوالۍ څخه په یوه بل ترلاسه شوي خبر کې راغلي چې طالبانو د بازار اړوند د کندهار اډې په سیمه کې پر امنیتي ځواکونو بریدونه کړي او د هغوی پنځه زرغره والي شوبلي یې له منځه وړي دي.

په نښتو کې امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله هم اوښتي چې طالبان یې شمېر ۱۱ تنه ښیې.

تراوسه د هلمند چارواکو د پېښي په اړه څه ندي ویلي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x