افغانستان

ډاکټر زلمی زابلي: د خلیلي او کرزي ورور په زرګونه جریبه ځمکه غصب کړی

نن ټکی آسیا: د مشرانو د جرګې د شکایتونو د اوریدو د کمیسون مشر ښاغلي ډاکټر زلمي زابلي نن ورځ (8-1-2013) په یوه خبري کانفرانس کي وویل چي د ولس مشر حامد کرزي ورور، او د هغه د مرستیال ورور د دولت څخه په زرګونه جریبه ځمکي غصب کړي.

نومړي وویل چي د کابل د دار الامان په سیمه کي د حاجي نبي په نوم ښارګوټي د دفاع وزارت په ځمکه جوړ شوی، او د کرغ د غربه په لمنه کي هم په زرګونو جریبه دولتي ځمکه د کریم خلیلي ورور حاجي محمد نبي په زور سره نیولې ده، او پر هغه سربیره یې په بغلان ولایت کي هم په زرګونه جریبه ځمکه تر خپل ولکي لاندي کړې، او دیوالونه یې ترې تاو کړي دي.

نومړي په خبري کانفرانس کي وویل: (په کابل او بغلان کې ټوله يويشت زره جريبه ځمکه ده چې زياته برخه يې د خليلي صاحب ورو غصب کړې او ديوال يې ترې تاو کړي. په دې کې شپيته جريبه ځمکه د دفاع وزارت ده چې د حاجي نبي له خوا څه موده مخکې غصب شوې، ددغې ځمکه يوه برخه د دارالامان په حاجي نبي ښار ګوټي کې او بله برخه يې د اميد سبز په ښارګوټي کې ده).

ډاکټر زلمي زابلي د ولس مشر کرزي مرستیال حاجي کریم خلیلي په دې تورن کړ چي د خپل ورور سره د ځمکو په غصبولو کي مرسته کوي، او زیاته یې کړه چي حاجي محمد نبي هیڅ کله په یوازي سر نه سي کولای چي په زرګونه زره جریبه ځمکه په دار الامان کی غصب کړي.

د کریم خلیلي د سیاسي دفتر له خوا د ډاکټر زلمي ټول تورونه رد شوي، او ویل شوي چي که هر څوک په دې اړه څه اسناد لري، نو محکمې او قضايي ادارو ته دي مراجعه وکړي.

همداراز ډاکټر زلمي په ننی کانفرانس کی وویل چي د ولس مشر حامد کرزي ورور هم په کندهار کي دولتي ځمکه غصب کړې، او پر هغه یې د عینو میني په نوم یو ښارګوټی جوړ کړی، او زیاته کړې چي په نیژدې راتلونکي کي به ددې موضوع د څیړلو لپاره یو د کمیسون له لوري یو پلاوی وټاکل شي.

باید وویل شي چي د افغانستان په اوسني دولت کي اکثریت لوړ رتبه چارواکي په فساد، اختلاس او ځمکو غصبولو باندي تورن شوي دي، خو تر اوسه د کوم یوه په اړه کومه ځانګړې پریکړه نه ده سوې، او نه یی هم قضیه محکمو ته تللې ده.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x