نړۍ

اردوغان: د روسيې له لوري په ترکيه تورونه لګول اور سره لوبې کول دي

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷، ۱۳۹۴ ل): د ترکيې ولسمشر رجب طيب اردوغان د روسيې الوتکې د رانسکورېدو په اړه د روسیې څرګندونې د اور سره لوبې کول وبلل.

ولسمشر رجب طيب اردوغان په ترکيه کې د يو شمير ساختماني شرکتونو د پرانيستو په غونډه کې وويل چې ترکيې په قصدي توګه د روسيې الوتکه نه ده ويشتلې، مګر ترکيې دغه اقدام د خپل هوايي حريم نه د دفاع په خاطر کړی دی، چې دا يو اتوماتيک غبرګون دی.

نوموړي وويل چې روسيه دې د نورو هېوادنو د هوايي حريم درناوی وکړي او د نورو هېوادونو په ملي حريم دې د تېري اقدام نه کوي.

هغه زياته کړه چې په دې مسئله کې ټوله نړۍ د ترکېې تر شاه ولاړه ده او همدا د ترکيې د برحقوالي ژوندی ثبوت دی.

اردوغان د روسيې له لوري په ترکيه بې ځايه تورونه لګول، او له دې پېښې وروسته روسيې ته د ځينې ترکي سوداګرو ورتګ او هلته د هغوی نيول او ځورول او په سيمه کې په بشري او سوداګريزو توکو هوايي بريد کول د اور سره لوبې کول وبلل او په روسيې يې غږ وکړ چې له اور سره لوبې مه کوئ!

اردوغان وويل چې مسکو د الوتکې د ويشتو په پلمه په سوريه کې خپل عسکري شتون دوه برابره کړی او په همدې پلمه غواړي په سوريه کې خپلې وسلې او مهمات ځای په ځای کړي.

ولسمشر اردوغان د روسيې د ولسمشر ولاديمير پوتين هغه ادعا رد کړه چې ګواکې د ترکيې له لوري په روسيې د شا له لوري ګوزار شوی دی، اردوغان وويل چې د ترکيې هېواد د خپل تاريخ په اوږدو کې هېڅکله د شاه له لوري په چا ګوزار نه دی کړی مګر له خپل دښمن څخه يې مخامخ خپل غچ اخيتسی.

رجب طيب اردوغان د خپلو خبرو په پای کې وويل چې ځينې هېوادونه له دې موقع نه په استفادې غواړي چې د ترکيې او روسيې ترمنځ کړکېچ زيات شي.

هغه وويل راځئ دې خلکو ته موقع ورنه کړو چې د ترکيې او روسیې تر منځ د اړيکو دخرابوالي هڅې وکړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx