افغانستان

حامد کرزي د اسد الله خالد او ټپي شویو امریکايي عسکرو عیادت وکړ

نن ټکی آسیا: د افغانستان ولس مشر حامد کرزی چي دا وخت د امریکا په سفر بوخت دی، د امریکا د متحده ایالاتو په پلازمینه واشنګټن کي هغه روغتون ته ورغلی چي اسد الله خالد په کښي بستر دی، او هلته یې پر نومړي پوښتنه کړې.

د جمهوري ریاست څخه په خپره شوې خبرپاڼه کي ویل شوي چي د روغتون ډاکټرانو او او د اسد الله خالد معالجینو جمهور رئیس حامد کرزي ته د هغه د تداوي په اړه معلومات ورکړل، او ورته یی وویل چي د هغه روغتیايي حالت د ډاډ وړ دی.

په جواب کي کرزي هم د ډاکټرانو هڅي ستایلي، او د اسدالله خالد په روغتیايي حالت یې خوښي څرګنده کړې.

خبرپاڼه وايي چي د اسدالله خالد د عیادت وروسته ښاغلی کرزی د هغو امریکایانو پوښتني ته ورغلی، هغوی ته یې د چټکي روغتیا دعا وکړه، او افغاني سوغاتونه یې پر وویشل.

د یادوني وړ ده چي حامد کرزي په درې ورځني سفر دا وخت په امریکا کي دی، تر څو هلته د امریکايي جګ پوړو چارواکو لکه ولس مشر باراک اوباما، وزیر خارجه میرمن هلیري کلنټن، دفاع وزیر پانیتا او نورو چارواکو سره لیدني وکړي، او د هغوی سره د افغانستان د امنیتي ځواکونو د تجهیز، امنیتي مسؤولیتونو د لیږد پروسته، امنیتي سند، او همکاري جاري ساتلو پر موضوعاتو خبري وکړي.

ګمان کیږي چي امریکا به د کرزي د همدې سفر وروسته فیصله کوي چي د کال 2014 وروسته به په افغانستان کي څومره فوځیان پریږدي.

امریکايي فوځي چارواکي وايي چي پر ټولو غوراوي (اپشنونو) فکر او بحث روان دی، چي په هغو کي د ۳۰۰۰ څخه تر ۹۰۰۰ پوري فوځیان شامل دی، او هم بیخي ټول عسکر له یوه مخي ایستل تر غور لاندي دي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x