
د کښتۍ د ډوبېدو له امله ترکيه کې ۴ افغان ماشومان مړه شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷، ۱۳۹۴ ل): ترکيه کې اروپا ته د تلونکو کډوالو کښتۍ د ډوبېدو په پېښه کې د ګڼ شمېر نورو کډوالو تر څنګ څلور افغان ماشومان هم مړه شوي دي.
د ترکيې د اناتوليا خبري اژانس د خبر له مخې د کډوالو دغه کښتۍ چې ۵۵ تنه په کې سپاره وو او اروپا ته اوښتل د ترکيې په يوه بحر کې ډوبه شوې چې له امله يې د نورو کډوالو تر څنګ ۴ افغان ماشومان هم په کې مړه شول.
د سرچينې د معلوماتو له مخې په کښتۍ کې د سوريې او افغانستان وګړي سپاره وو او غوښتل يې يونان ته واوړي چې دغه پېښه رامنځته شوه.
له پېښې وروسته سيمې ته د ترکيې د سمندري ځواکونه مرستندويه ډلې رسېدلي ترڅو د ډوب شويو کډوالو په ژغورولو او راويستلو کې مرسته وکړي.
اناتوليا خبري اژانس وايي چې ژغورونکې عملې د نورو کسانو ترڅنګ څلور افغان کډوال ماشومان هم له اوبو ژوندي راوويستل چې وروسته يې په روغتون کې ساه ورکړه.
د سرچينې د معلوماتو له مخې د روان زيږديز کال له پیل راهيسې تر اوسه ۶۵۳۰۷۵ تنه له دې لارې اروپا ته تللي چې ۵۱۲ تنه د بېلابېلو هېوادونو اتباع په کې وژل شوي
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو کې اروپا ته د سوريې او افغانستان د خلکو په ګډون د ډېرو نورو هېوادونو خلک ځي چې ډيری وخت د دغسې پېښو قرباني کيږي.
تر دې وړاندې هم ډیر ځله د کښتيو د ډوبېدو او د موټرونو د چپه کېدو په پېښه کې ګڼ شمېر کډوالو خپل ژوند له لاسه ورکړی.