افغانستان

خوست: چاودنې اتو تنو ته مرګ ـ ژوبله اړولې

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د خوست امنیتي مسوولین وايي چې په متون ښار کې د چاودنې له امله اتو تنو ته مرګ ـ ژوبلې اوښتې ده.

د خوست ولایت امنیه قومندان وايي چې چاودنه پرون ماښام مهال سپین جومات ساحې ته څېرمه د پولیسو پر ګزمه وشوهو چې د نوموړي په وينا څلور پولیس پکې ټپیان او څلورو ملکي وګړو ته مرګ ـ وژبله اوښتې.

د خوست د والي وياند مبارز محمد ځدراڼ وايي چې په چاودنه کې څلور جنايي پولیس او درې ملکي وګړي ټپيان شوي او یو محصل هم وژل شوی دی.

نوموړي د محصل د هویت په اړه په څه ونه ویل، خو په وينا يې د ټپیانو روغتيايي حالت له اندېښنې وتلی دی.

هغه وویل چې د پېښې په تړاو يې پلټنې پیل کړې دي، خو تر اوسه يې څوک په تور نه دي نیول شوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x