
بدخشان: د اربکيانو پخپل منځي نښته کې د قومندان په ګډون درې تنه وژل شوي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د بدخشان د خاش اوسېدونکي وايي چې د دوی په سیمه کې د مېشتو اربکيانو د دوو قومندانانو تر منځ پخپل منځي نښته کې د اربکیانو د یو قومندان په ګډون درې تنه وژل شوي او درې نور ټپیان شول.
د خاش ولسوالۍ د ځايي اوسېدونکو له قوله جګړه د مخدره توکو د لېږد پر سر د قومندان فريد او قومندان سراج تر منځ پیل شوه، چې پکې قومندان فريد له خپلو درو ملګرو سره ووژل شو او درې نور ټپیان شول.
د بدخشان چارواکي هم د پېښې پخلی کوي، خو دوی د جګړې یو لوری اربکيان او بل لوری غیر مسوول وسله وال بولي.
د بدخشان د والي وياند احمد نويد فروتن وايي چې په جګړه کې قومندان سراج اربکی او قومندا فريد غیر مسوول وسله وال و.
که څه هم ځايي اوسېدونکو د مخدره توکو د لېږد پر سر جنجال د دوی د جګړې علت باله، خو فروتن د جګړې په اړه د جزياتو له ورکولو ډډه وکړه.
ياده دې وي تر دې وړاندې هم د اربکیانو پخپل منځ کې د پیسو، نشه یی توکو او کله کله هم د هلکانو پرسر ورته نښتې شوې، چې ډېرې رسنیزې شوې نه دي.