ټولنیزه برخه

نېک بختي او بد بختي

جاوېد چودهري – پاکستانی ليکوال او ژورنالېست

ژباړن: احمدالله احمدزی

نېک بختي او بدبختي د لرګي او وسپنې په څېر دي. لرګی، چې اوبو کې پريوځي، خپل مزل کوي او اوسپنه سيده د اوبو بېخ ته ځي.

نېک بېخته انسان د لرګي په څېر وي، په هر ډول ستونزو او کړاوونو کې خپل همت نه بايلي، له څلورو خواوو پرې د غمونو او کړاونوو بلاوې راتاو وي، مګر دی د خپل ژوند مسير ته دوام ورکوي او هېڅ پروا يې نه لري.

بدبخته انسان بيا د اوسپنې په څېر وي، چې څنګه اوبو ته پرېوځي، بس سيده د اوبو تل ته رسيږي.

عرب متل کوي، چې بدبخته انسان پر اوښ سپور وي، او سپی يې خوري، هنديان وايي، چې بدبخته انسان سرو زرو ته لاس وروړي، خاوره ترې جوړيږي.

دا دواړه متلونه بيخي رښتيا دي؛ ځکه چې د بدبختۍ پر مهال هره خوښي په غم، هره بريا په ناکامۍ او هر ښه په بدو بدليږي. د بدبخته انسان له ګلابه هم بد بوی خيژي، که حديث هم ووايي، نو څوک يې نه اوري، خپل سيوری يې هم ملتيا نه کوي او په ټولو ستونزو او کړاونو کې تک تنها وي.

له څلورو خواوو، مخکې او شا په غمونو لړلی وي او هر وخت ايله دا يو سوال کوي، چې «يا الله زما ګنا څه ده او څه وکړم؟» دا د نړۍ تر ټولو ارښتناک سوال دی او موږ هر يو د ژوند په يو موړ کې يو وخت دې مرحلې ته رسيږو، چې داسې سوال وکړو.

ځينې خلک د ژوند په لنډو شېبو له داسې حاله تېريږي، مګر ځينې بيا د ژوند اوږدو کې له داسې حالت سره لاس او ګريوان وي، تر دې، چې انسان د نهيلۍ تر بريده ورسيږي.

دلته مهمه پوښتنه دا ده، چې بدبخته انسان بايد په داسې حال کې څه وکړي؟

د دې سوال په ځواب کې بايد انسان لومړی د الله تعالی د قدرت نظام باندې ځان پوه کړي.

د الله تعالی قدرت دا دی، چې نړۍ کې هر څه بل موجود ته اړ دی. ژوندي مخلوقات د ژوندي پاتې کېدو لپاره اکسيجن او اوبو ته اړتيا لري.

لمر د خپلې رڼا لپاره سوځيدونکي غاز ته اړتيا لري او غاز د خپلې بقا لپاره د کهکشان کيميايي عکس العمل ته اړ دی.

همدا رنګه ځناور ونې بوټي خوري، انسان بيا راپورته کيږي، حلال ځناور خوري او انسان بيا د ځمکې د چنجيو خوراک دی.

زما د خبرې موخه دا ده، چې هر موجود په خپل ژوند کې بل ته اړ دی. همدا رنګه زموږ بخت او طالع هم له يو چا سره تړلي دي. زموږ نېک بختي او بدبختي دواړه له نورور انسانانو سره تړلي دي او انسان چې هر کله د بدبختۍ ښکار وي، نو بايد د نېک بختو خلکو ملګرتيا غوره کړي؛ لکه د مېخ په څېر، چې د لرګي په تخته مېخ شي، نو بيا دی هم له ډوبېدو بچ شي. بدبخته انسان هم د مېخ په څېر د لرګي په ملتيا کولای شي، چې د ژوند په سمندر کې لامبو ووهي.

موږ ټول بايد د بدبختۍ پر مهال درې خبرو ته پام وکړو. اول دا چې دنيا کې هېڅ شی، هېڅ حالت تلپاتې نه وي، په هر شي کې بدلون راځي. شپه چې هر څومره اوږده شي، سبا لري او ورځ، چې هر څومره رڼه او له رنګينو ډکه وي، نو شپه ورپسې وي، بدبويي، چې هر څومره د زغملو نه وي، خو لږ وخت کې د هوا په څپو کې ورکه شي.

د نېک بختۍ په څېر بدبختي هم لنډمهالې وي، مګر پوښتنه دا ده، چې د بدبختۍ موده بايد څومره وي؟ هندي ماهرين وايي، چې عموما د بدبختۍ عمر له دوه نيمو تر اوو کالو وي او د بدبختي نوي سلنه پېښې له اوو کالو وروسته بدلې شوي دي.

اروپايي پوهان بيا د انسان ژوند ۲۸،۲۸ کاله په درې برخو وېشي. د دغو پوهانو په فکر (که الله تعالی وغواړي) د هر انسان ژوند په اته ويشت کالو کې ډېر ستر بدلون راځي، ځينې وخت دغه بدلونونه راتلونکو نسلونو ته هم نقل کيږي. موږ ډېر وخت دا وينو او لوستي مو دي، چې يو نسل په بدبختۍ او فقر کې ژوند کوي، مګر ده پسې د راتلونکی نسل ژوند بيا له نعمتونو او خوښيو ډک وي. دغه نسل دا خوښي خپله بريا بولي، مګر حقيقت کې دا د تېر بدبخته نسل د بدبختۍ اجر وي، چې دوی ته ورکول کيږي. انسان بايد لنډ مهالې بدبختي لنډمهالې وبولي.

دوهم دا، انسان بايد د مېخ په څېر د لرګي په مرسته او ملتيا د نېک بختۍ په لټه کې شي، خپل وخت د نېکبختو په ملګرتيا کې تېر کړي، دوی سره راشه درشه وکړي، خپل ژوند او ملګرتيا له دوی سره شريکه کړي او له دوی سره نوکر شي او دا فکر وکړي، که حالات هر څومره سخت شي، نو دی به د دې سړی ملګرتيا نه پرېږدي، دی چې له ما هر څومره ځان لرې کوي، زه به يې ملګرتيا نه پرېږدم، چې يوه ورځ مې له خپلې ملګرتيا وشړي په سبا به بيا ورځم. دا کار ستونزمن دی، مګر د بدبختۍ پر مهال دا ډول چلند د انسان ژوند سره تړلی وي؛ که انسان يو څه صبر وکړي او دا ډول چلند د څو کالو لپاره خپل قسمت وبولي، نو ژوند کې به يې مثبت بدلون راشي.

درېيم: نېک بختي او بدبختي دواړه د الله تعالی له لوري دي او انسان بايد په هر وخت کې الله تعالی ته رجوع وکړي، له الله تعالی د خپلو کمزوريو او ګناهونو بښنه وغواړي او بايد هڅه وکړي، چې د خپل ژوند خوښي او غمونه له خپل رب سره شريک کړي، له الله تعالی سره تجارت پيل کړي.

دا خبرې د انسان د لس زره کلن تاريخ پرېکړه ده، له دې لارې د انسان ژوند ته سکون هم راځي او له همدې امله که د انسان په ژوند کې څه ستونزې وي، يا کاروبار کې تاوان سره مخ وي، نو دی بايد له الله تعالی سره تجارت پيل کړي، له خپلې ګټې او پيسو بايد يوه برخه د الله تعالی په لاره کې ولګوي، نو الله تعالی به هم پرې خپل کرم او مهرباني کوي.

همدا رنګه د انسان قسمت له ښځو سره هم تړلی دی. زموږ په کورنيو کې يوه لور يا خور خامخا نيک بخته وي، د خوش بختۍ نښې د دې له پيداييښت سره راڅرګنديږي، موږ بايد د خپلې بدبختۍ پر مهال پر خپلې لور او خور مهرباني وکړو، دې سره زموږ بدبختي ډېر ژر په نېکبختۍ بدلېدای شي.

ما په خپل ژوند کې ډېر داسې خلک ليدلي، چې الله تعالی سره د تجارت له لارې يې له خپل مال څخه يوه برخه پر مسکينانو ويشلې، الله تعالی ته يې توبې ويستي، پر خپلو ګناهونو يې پښېماني څرګنده کړې، د خپلو کورونو پر ښځو يې مهرباني او شفقت کړی او په خپل ژوند کې يې صبر او تحمل خپل خوی ګرځولی وي، له دې لارې يې خپل ژوند د بختۍ له سمندره راويستی او د خوښۍ شېبې پيل کړي دي.

ما داسې خلک هم ليدلي، چې ټول عمر يې په خوارۍ او بدبختۍ کې تېر شي، مګر راتلونکی کهول يې بيا د خوښۍ په هر ډول نعمتونو مالامال وي، چې خاورې په لاس ورکړې، نو سره زر ترې جوړوي، موږ تاسې داسې خلک هم ليدلي، چې ټول عمر يې د سرو زرو په کاسو او قاشوغو کې خوړلې، مګر راتلونکي نسلونه يې خاورينه بيالې هم نه لري.

دا هر څه د الله تعالی د قدرت نښې دي، چې يو له خاورو پورته کړي په تخت يې کينوي او بل له تخته تورو خاورو ته کوز کړي، اصل خبره دا ده، چې د يو انسان بدبختي د بل نېک بختي وي. قسمت د غونډوسکي په څېر وي، کله د يو په لاس کله د بل.

که ته د لوبډلې برخه يې، نو دا بال به يوه ورځ ستا لاس ته راځي، که ستا لاس ته را نه شي، نو ستا د لوبډلې بل غړي لاس ته خو به راځي او ته چې د دې ګټونکې ډلې غړی يې، نو ته هم خوشبخته يې، دا ملګری به ستا راتلونکي نسل ته دغه بال ورکوي او ته بايد خپله لوبډله هېڅکله خوشې نه کړې، ته بايد خپل قسمت ته انتظار وکړې او يوه ورځ به د قسمت دغه پياله ستا لاس ته راځي، که هغه وخت ته نه وې، نو ستا راتلونکی نسل به ترې ګټه پورته کړي؛ ځکه چې د الله تعالی په نظام کې شپې ډېرې اوږدې نه وي، مګر صبر، استقامت او حوصله غواړي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x