شعـــــرونه

درڼاپه لوري لاړل

د رڼا په لوري ولاړلڅه شهيد شهيد ځوانان  مو دعقبى  په لـوري لاړل
تر پښو لاندي  يې تيـارې  کــړې  درڼاپه لوري لاړل

څه   سپيڅلى   بشارت   دى   شهادت   دحقې  لاري
تل  ژونـدي  دي  شهـيـدان  دپاک  الله په لوري لاړل

په رضــا دخداى  يې جار کـړل  دفاني دنياعيشونه
دجفــا ســـره  يې  جنــګ  وو  دو فـــا په  لـوري   لاړل

چا ساتلي ايمانــو نه ؟ څــوک  مرګي  په ايمان وخوړ؟
وهغــــو ته  مـبـا رک  شـــه دپــېـشـــواپه  لـوري لاړل

امکان نشته چي کامياب شي داربکوتورځواکونه
ځکـه  دوئ  باطل  ته خم شول دګناه  په  لـوري لاړل

دفرضي جهادحکمونه دقرآن  په  صفحـو  ليک دي
چــا چي   مخ  تــرې  اړولى  دبــــلا  په  لــــــــوري لاړل

دقيــامــت نښنانې نـدې دانوڅـــه دى غــــــــوروکړئ
سم عــاقـل مسلمـانان  داو  بـامـــا  په   لــوري    لاړل

داعجبه   ده   الهامـــه!  لا يې  ځيني  دوستــان  بولي
مجاهـــد؟! ول اربکيــان شـــول او دغـلا په لوري لاړل

سيداحسان الله الهام کوئټه

 2013/02/08

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x