
کابل: اتمه حوزه کې چاودنه وشوه
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په کارته نو سیمه کې درنه چاودنه وشوه.
پېښې ته څېرمه عیني شاهدان وايي چې چاودنه یوه سرتيري بريدګر وکړه، چې پلی روان و.
د دوی په وينا د ولسي جرګې د کوم وکیل موټرې له سیمې نه تېرېدلې چې سرتېري بريدګر په ځان پسې تړلیو چاودېدونکو توکو ته چاودنه ورکړه.
خو د کابل امنیتي مسوولین وايي چې د بريدګر هدف د ټاکنو د خپلواک کمیسیون یو سیمه ییز دفتر و.
د کابل ښار د ۱۰۱ اسمايي زون د جنايي جرمونو پر وړاندې د مبارزې مسوولین وايي چې په بريد کې د دې دفتر یو ساتونکی وژل شوی او دوه عام وګړي ټپیان شوي دي.
تر اوسه د چاودنې مسوولیت چا نه دی منلی.