لیکوال: ش، حصین

پاریس ولې په نښه شو؟

لیکوال: ش حصین

د۱۹۹۱ میلادي کال ددسامبر په ۲۵نیټه دپخواني شوروي اتحادړنګیدل رسماً اعلان شول ، یوه ورځ وروسته دهغه هیواد پارلمان هم دشوروی اتحاد دړنګیدو دپریکړې خبر ورکړ.له دغې پریکړې سره سم دکرملین دماڼۍ له پاسه دشوروي اتحادسور بیرغ هم را کوز شو او همدا څه دسړې جګړې دپای یوه نښه وګڼل شوه. له دغې پیښې وروسته دجاپان دهغه وخت دبهرنیو چارووزیرپه یوه مرکه کې وویل چې: دنړۍ یوقطبي توب به دبشریت اونړیوالې سولې په وړاندې نه اټکل کیدونکې ستونزې را وزیږوي.دغه شان په ورته وخت کې دمالیزیا پخواني لومړي وزیر مهاتیر محمد په وار وار اوپه پراخه بیان دنړۍ دیو قطبي کیدو او دامپریالیستي ځواکونو دنړیوالو نوو تیریو د را خوریدو خطر ته کوته ونیوه .دغه اټکلونه ډیر عجیب نه وو، ځکه دوخت سیاسي کړۍ او عام بشریت په دې پوهیده چې دسړې جګړې په دوران کې نړۍ دځواکونو له پلوه یوه داسې څه ناڅه برابر انډول یا بیلانس ته رسیدلې وه چې نړیواله سوله دنړیوالو زبر ځواکونو له یوه یا بل لورې په آسانه تر ګواښ لاندې نه راتله.
دسړې جګړې دبري ویاړ پانګوالې نړۍ او په سر کې ېې دامریکا متحده ایالاتوته ور ورسید.دا په دې معنی وه چې نړۍ یوقطبي شوه او دیوقطبي توب مشري هم دامریکا متحده ایالاتو ته ور په برخه شوه.دامریکا تیر تاریخ نړیوالوته روښانه و.ډیر په سیاست او تاریخ پوه او دتاریخي پیښو ژوندي شاهدان په دې پوهیدل چې امریکا ددویمې نړیوالې جګړې په پای کې په داسې حال کې چې جاپان نوره خپله ماته منلې وه او تسلیم ته ېې غاړه ایښې وه په هیروشیما او ناګازاکي باندې خپل هیدروجنې بمونه په دې خاطرپه کار یوړل چې دنړیوالې جګړې دبري او په شوروي اتحاد باندې دنړیوالې برلاسۍ ښودنه وکړي.ډیر مورخین او له هغې ډلې څخه «په شلمه پیړۍ کې دنړۍ تاریخ » لیکونکی جان کرونویل په دې باور وو چې امریکا په خپل دغه ستر بشري ضد جنګي جنایت سره ستالین دې ته اړ کړ چې داتومې وسلې جوړولو ته زور ورکړي. پر هیروشیما او ناګازاکي باندې امریکا يي اتومي ګوزاردټولې نړۍ په کچه تر ټولو دمخه دبریتانیا له تاوده هرکلي سره مخ شو. دغه کار دوه عمده لاملونه درلودل یو داچې دنړیوالې جګړې په بري کې دلویدیځ پانګه څه درنه شوه او بل داچې دغه کار دانګلو ساکسوني نړي راتلونکو لوړتیا غوښتنو ته مخه ورکوله.

دسړې جګړې دپای ترټولو تود هرکلی هم دبرتانیايي واکمنو هرکلی و. ځکه دوی نور پوهیدل چې نه یواځي دانګلوساکسوني دنیا دیوالي خنډونه له منځه تللي بلکې کولی شي دامریکا تر مشرۍ لاندې دنړۍ دلاندې کولو خوبونه ریښتیا او دنړي جغرافیايي جوړښت ته داسې بدلون ورکړي چې ددوی په خبره دنړي دمنابعو غیر عالانه ویش پای ته ورسوي. پر افغانستان دپوځي تیري اواشغال بهیر هم وښوده چې دتیري پیل امریکا او انګلیس په ګډه تر سره کړ. کانادا او استرالیا یعنې پا تې دوو نوروانګلوساکسوني واکمنيوهم دلویدیځې نړۍ تر نورو هیوادونو مخکې دغه پوځي تیرې او اشغال ته ورودانګل.په واقعیت کې پر افغانستان پوځي تیري دانګلوساکسوني دنیا یوالی په عمل کې را اوچت کړ.دغه اتحاد له انګلیس نه پرته داروپا هیوادونه له یوه داسې حالت سره مخ کړل چې هغه دپاڼ او پړانګ خبره ېې مخې ته ودریده.امریکايي ستراتیژیستانو له پخوادبیلګې په توګه دریګن اونکسن په څرګندونو کې ښودلې وه چې اروپا نوره له خپلې استعماري زمانې څخه ډیره را لرې شویده . بیرته ورګرځیدل ېې شوني نه دي .له همدې کبله اوسنۍ اروپا تر ډیره ببر ته پاتې کیږي چې ظاهر ېې ویروونکی دی خو داچې دببر ځای په ځنګله کې دی اونسل ېې هم دلویدو په څنډه ولاړ دی نو ځکه اروپا «دشمال او جنوب» په سیالیو کې نور کوم خطر نه دی اوامریکا کولی شي داروپا له مجبوریتونو څخه دخپلو نړیوالو موخو لپاره په ارزانه ګټه واخلي. دافغانستان اشغال دپانګوالې نړۍ اتحاد ته یو ژر لویدونکی چانس ورکړ.داشغال دپیل دلومړیو کلونو تر توپانه مخکې خموشۍ داسې وښوده چې امریکا او انګلیس کولی شي خپلو ستراتیژیکو موخو ته دهمدې ائتلاف په اوږو په ډیره چټکۍ ور ورسي. امریکا او انګلیس دهمدغه ائتلاف په اعتبار تر افغانستانه پښه واړوله او پر عراق ورسیخ شول. خو دلته په افغانستان کې مقاومتونه له تل څخه مخې ته را وتل او هلته په عراق کې امریکايي او انګلیسي ځواکونه په خټو کې ونښتل اودماتې او مرګ له پوښتنې سره مخ شول. اروپا دعراق په وړاندې په امریکايي ائتلاف کې خپل غړي څه سست کړل. خو په افغانستان کې ددغه ائتلاف مزي امریکا او انګلیس داسې غوټه کړي وو چې خلاصول ېې اروپاته ډیر ګران و.

دعربو په سړو بادونو کې نغښتی پسرلی، چې له تونس او مصر وروسته ېې دعربي نړۍ ټولې په لویدیځ جاسوسي شبکو پورې تړلې واکمنۍ تر ګواښ لاندې را وستې ، امریکا ، انګلیس او ټولې لویدیځې نړۍ ته داګواښ ور وړاندې کړ چې که لاس په کار نشي نوتر هرڅه دمخه به ېې دتیلو شاه رګونه پرې اوژوند به ېې په ټپه ودریږي.دلته وو چې اروپا په تکراري توګه دامریکا اوانګلیس په شبکه يي لومو کې ونښته اودناتو له لارې ېې پر لیبیا ورودانګل.پر لیبیا دناتو پوځي تیري چې غوښتل ېې دانګلیس او ایتالیا تر لاس لاندې نفتی زیرمې او تأ سیسات له لویدو وژغوري او عربي نړۍ ته هم وښيي چې له لویدیځ په تیره بیا له امریکا او انګلیس سره یوه خوله نه کیدل څه راتلونکې لري، اروپا هم په دې فکر کې راوسته چې که امریکايي او انګلیسي لوبې همداسې پرمخ روانې وي نو دوی خو هم کولی شي دخپلې برخې په توګه خپلې زړې استعمارې نښې بیا را ولټوي. داځل لوبو څه بل شان رنګ غوره کړ اوهغه داچې : په افغانستان کې دوخت دواکمنیو درانسکورولو او له نړیول کمونیزم سره دلویدځې پانګوالې نړۍ دنا اعلان شوې جګړې لپاره لویدیځ په ګډه دافغانستان اوسیمې تر ټولو ډیر سخت بنسټپال تنظیمونه را جوړ او پراخه روزنه ، ملاتړ او پآلنه ېې وکړه.    متحده ایالاتو هغه وخت دالقاعدې په ګډون ټولو دغو بنسټپالوته چې په ښکاره ددموکراسۍ ،پرمختګ ، مدنیت او ټولنیز عدالت آزمویل شوي دښمناوو دآزادۍ داتلانو نوم ورکړ. هغه وخت د(سیا) مشر پاکستان ته راغي اوله افغانستان سره په پوله ېې په ورکړل شوې ماشینګڼه په سمبولیک ډول افغانستان په نښه کړ.له همدې وحشیانه حرکت نه لږ وروسته دانګلیس لومړۍ وزیره مارګریت هیلدا تاچردانګلیس محافظه کار ګوند مشره ددیورند دکرښې هغه لوري ته راغله او خپلو روزل شوو تروریستانو ته ېې دافغانستان دړنګیدو سپارښتنې وکړې . دعربو دپسرلي دکابو کولو په خاطر یو ځل بیا په سیمه کې له مذهبې طاقتونو څخه دوسیلې په تو ګه کار اخیستنې دامریکا په مشرۍ پانګواله لویدیځه نړي دې ته را واړوله چې داځل په خپله په عربي نړۍ کې هغه تور طاقتونه په خپلو وسایلو واړوي کوم چې ډیرو ېې پخوا دافغانستان دړنګید تجربه هم اخیستې وه. امریکا له دې لوبې په یوه غشي څو نښې په نښه کړې وې . دعربو دپسرلي کابو کول ،په منځني ختیځ کې دخپلو ګوډاګیو واکمنیو درالویدو مخنیوی،دسیمې څه ناڅه خپلواک او امریکایی –یهودي ضد واکمنۍ تر ګواښ لاندې نیول او دهمدې تورو طاقتونو په مرسته دجګړو او ورانونو لړۍ منځنۍ آسیا ته رسول. او له همدې لارې روسیه ، چین او ایران تر ګواښ لاندې ساتل. امریکا اسامه بن لادن وواژه خو دهغه له القاعدې څخه ېې داعش، النصره او نور ې داسې تورې مدنیت وژونکې ډلې را جوړې کړې چې ټوله بشري سوله او دامنیت او سوکالۍ هیلې ېې له پوښتنې سره مخ کړې.اروپا دا ددموکراسۍ او مدنیت ټاټوبي دا هر څه لیدل خو یايي لاس د امریکا تر پوندې لاندې و او یا ېې په رښتیا تیر استعماري خوبونه بیا را ټوکیدلي وو نو ځکه په ټولو امریکايي جنایاتو کې ورولویده ، دافغانستان اشغالولو ، دعراق ړنګیدلو ، پر لیبیا ناتويي تیري ، په سوریه کې تر ډیره دداعش او نورو ورته وحشیانو په وړاندې پټه خوله پاتې کیدو وښوده چې اروپا خپل برخلیک دامریکايي ټولنې پټو واکمنیو ته ور بښلی دی. په دې برخه کې فرانسه تر نورو اروپايي هیوادو څو ګامه مخته وه .دفرانسې هڅې او پوځې کړنې په ښکاره په هغو سیمو کې ولیدل شوې چې یو وخت هلته فرانسوي خونړی استعمار واکمن و.دا په افریقا او منځني ختیځ کې یوله بل سره تړلې هڅې وې.په افریقايي پخوانیو مستعمرو کې بوکو حرام په پوځي پلمه واووښت او په سوریه کې بیا هغه رژیم په نښه شو کوم چې دبنسټ پالنې ضد ښکاره تاریخ لري.ددې ټولو هڅونو مزي دامریکا په لاس کې وو.له دې سره سره ارو پا دامریکايي سناریو ګانو له مخې له سعودي ، قطر، اردن او په ترکیه کې داردوګان له بنسټپال رژیم سره غاړه غړۍ شوه . پوښتنه داده چې فرانسې څنګه تر نورو مخکې دوینو ، اوښکو او خونړیو جنایاتو دغه ډنډ ته ور ودانګل . ښايي یو علت ېې داوي چې فرانسې ولیدل چې په عراق دامریکا او انګلیس پوځي یرغل تر هرڅه دمخه ددغو دوو هیوادونو نفتي زیرمې دغلا شوو نفتو له لارې ورډکې کړې نو که سبا په سوریه ور دانګل عملي شي نو فرانسه خو حق لري چې په دغه لوټ کې یو څه تر لاسه کړي . فرانسې لیدل او په دې پوهیده چې په ترکیه کې داردو ګان رژیم دداعش په تیلو مست دی نو فرانسه د ولې په دې برخه کې تر نورو شاته پاتې شي.فرانسوي واکمن سوسیالیست وو او که تر هغو مخکې په دې ښه پوهیدل چې سعودي اوور پورې تړلې خلیجي واکمنۍ دوهابیت نړیوال کیدو ته هوسیږي ، ترکیه دعثماني امپرا طوۍ خوبونه وینې او له داعش څخه سمدلاسه دومره نفت تر لاسه کوي چې کولی ښي ایراني فشارونه پر ځان را کم کړي ، امریکا او انګلیس دنورو اهدافو په څنګ کې داسرئیلو خوندي ساتنه او په خپل سیمه ییز ژاندرم اړونه په پام کې لري .دا ټول څه اروپا او ترټولو مخکې فرانسې ته روښانه و خو بیايي هم دغه هیواد دخپلې دموکراسۍ او بشرپالنې په تاریخ پښه کیښوده .او هغو جنایاتو ته ور ګډه شوه چې پایلې به ېې بې له شکه ډیرې درنې او خونړۍ وي .دفرانسي مخکنی جمهور رئیس «سرکوزي» په دې تورن وچې دخپلې یهودي وینې له کبله ېې داسرائیلو په ګټه دمنځني ختیځ کړکیچ ته په ښکاره لیونتوب ورودانګل. دا سې فکر کیده چې په فرانسه کې دهغه هیواد دسوسیالیست ګوند په بري سره به فرانسه په څه هوښیارۍ ځان له روانو امریکایی لوبو څخه راټول کړي . خو داروپا دټولې سوسیال دموکراسۍ تاریخ چې دفرانسې سوسیالیست ګوند ېې هم یوه برخه ده ښودنه کوي چې داروپا سوسیالیستان او سوسیال دموکراسي لږ تر لږه دشلمې پیړۍ په ټولو سترو خونړیو پیښو کې دپانګوالې نړۍ دناتار زیږوونکو ګټوپه مورچل کې ولاړه وه.په افغانستان کې د۱۳۵۷ کال دثور دپاڅون په وړاندې تر ټولو دمخه دفرانسې همدغه سوسیالیست ګوند دانګلیس له کارګر ګوند سره په یوه خوله مقابلې ته را پورته شواو دوخت په تر ټولو توروبنسټپالو او لوټمارو ځواکونو ېې ډډه ولګوله .پر افغانستان دامریکا او انګلیس تر پوځي تیري وروسته بیاهم دفرانسې سوسیالیست ګوند تر ټولو نورو مخکې ددغه تیري هرکلی وکړ .همدغه ګوند په خپلو پخوانیو افریقايي مستعمرو کې عملاً داولسونو دلاندې کولو پوځي عملیات تر لاس لاندې ونیول. له سرکوزي څخه وروسته دواکمن سوسیالیست ګوند په نا اعلان شوې لمسونې په زرګونو افراطي ځوانان سوريي ته دبشار اسد درا پرځولو لپاره ولیږل شول. نږدې ټول هغه افراطي بنسټپال ځوانان چې له اروپا څخه سوريي ته ولیږل کیدل خپلې پوځي او شبکه ېې زده کړې ېې ددموکراسۍ؟؟؟! په همدې پراخه غیږه کې تر لاسه کړې وې. دفرانسې دسوسیالیست واکمن ګوند واکمنانو په دې هم بسنه ونه کړه بلکې ددغه هیواد دبهرنیو چارو وزیر له رسنیو سره په خبرو کې په ښکاره داشعار ورکړچې :« سوریه باید نابوده شي». داپه ښکاره یو نیو فاشیستي شعار و. ټول پوهیږي چې په افغانستان کې هم تر امریکا او انګلیس وروسته ډیر پوځي ځواکونه دفرانسې وو اودافغانستان دختیځې سیمې دتریاکو کاروبار دوی ته سپارل شوی و.فرانسوي واکمن له دغې برخې نا خوښه وواو دا به ېې ویل چې امریکا او انګلیس دهلمند دتریاکو کار وبار ځکه په خپل انحصار کې ساتلی دی چې ددغې سیمې دتریاکو کیفیت ډیر لوړ دی. دې خبرو وښودله چې دافغانستان دجګړې یوه برخه په شمال اوجنوب کې دمنابعو په ویش ولاړه وه. په دې لوبه کې المانانو ته هم دبدخشان دلاجوردو،زمردواو نورو قیمتي تیږوانحصار ور په برخه شوی و. په افغانستان کې دزیرمو امریکایی ویش فرانسې ته تر نورو دمخه دا امید ورکړی وچې دسوريي په نابودولوسره دوی دهغه هیواد، دوی ته آشنا زیرموته رسیدلی شي . په همدې خاطر ېې دامریکایی لوبو راتلونکو بدو او ترخو پایلوته ونه کتل ،یواځې دسیمې په زیرمو کې دبرخې په خاطر ېې تر امریکايي قوماندې لاندې دخپل تاریخ مخ تور کړ. دا ناتار زیږوونکې لوبه تر دې چاغه شوه چې امریکایی را جوړ شوی داعش ، النصره او دسوريي دحکومت نور مخالفین دآزادۍ هغه قهرمانان وګڼل شول چې لویدیځ ېې ملاتړ ددموکراسۍ ملاتړ تعریف کړ. او په دې ملاتړ کې ېې داعش ته په اردن کې روزنځایونه جوړ کړل. په همدغو روزنځایونو کې دامریکايي مشاورانو په څنګ کې دانګلیسي او فرانسوي دپوځي او جاسوسي مشاورینو خبرونه را اوچت شول.

دامریکا واکمنو او دهغه هیواد دسنا مجلس خو دا خبره پټه نه کړه چې دوی دامریکا په دننه کې دبشار اسد ضد ډلې روزي او سوريي ته ېې ور دیسانت کوي اوهم ېې همدې کار ته ځانګړې بودجې جلا کړې دي.

داعش ، النصره او نور که دامریکا جوړونه وه نو اروپا يي هرکلی ېې هم له ځانه سره درلود.په دې خاطرنن اروپا او په ځانګړې توګه فرانسې ته تروریستي خطر هغه خطر دی چې دوی خپله را جوړ کړیدی . دا خطر دمسلمانو کډوالو خطر نه دی بلکې دامریکا او اروپا پلاسو دروزل شوو افراطي ډلو خطر دی. ددغه خطر اصلي زړي په اروپا کې دننه شتون لري . دادوحشت زړي په مسلمان یا غیر مسلمان پوري اړه نه لري ، دختیځ توب او لویدیځ توب په حساب هم نه بیلیدونکې دي ددغه خطر مخه ډب کول څه آسانه کار خو ځکه نه دی چې لوبه دخطرناکو لویدیځو مافیایی کړیو په لاس کې لویدلې ده.اوس خطر له بهر څخه نه راځي بلکې دخطر په هګیو کورنۍ کړکې ناستې دي .

داپوښته یو ځل بیا دپاملرنې وړ ده چې ولې دتروریزم لومړني ګوزارونه هغه چې داعش ېې دباران لومړې څاڅکي بولې پر پاریس را کوز شول. یو اوښايي تر ټولو وړ ځواب ېې دا وي چې دامریکا متحده ایالات په سوریه کې په خپلو موخو کې پاتې راغلل. هم نړۍ دداعش او النصره په وړاندې دامریکا چلند دوه مخی او ابلیسي ډوله وګاڼه اوهم روسيي پر خپل چټک غبرکون امریکایی لوری له نوي ترځه واقعیت سره مخ کړ. امریکا له همدې کبله هڅه وکړه چې دافغانستان داشغال په شان دسوريي په وړاندې هم یو اروپايي پراخه ائتلاف رامنځ ته کړي او له دې لارې هم په سوریه کې خپلو موخو ته ورسي او هم دروسيي نقش را وغورځوي. دغه نوي ائتلاف ته فرانسې زړه ونشو نیولی ځکه محاسباتو ېې ښودنه ورته کوله چې له روسيي سره مخامخ کیدل ېې په ګټه نه دي .فرانسې او المان داوکراین دخونړي کړکیچ په مسأله کې هم له روسيي سره نږدې زړه خواله وښوده ، غه څه امریکايي لوري ته دمنلو وړ نه وو. دفرانسې دغه دریځ امریکایی جاسوسي او مافیایی کړۍ دې ته را وبللې چې پر فرانسې دفشار نوې لارې مخته کړي . دغه نوې لارې بې له شکه دپاریس دسناریو جوړول و. دپاریس سناریو په وړه پیمانه همغه د۲۰۰۱ م کال ددسپتامبر دیولسمې جوړه شوې سناریو وه . که داسې نه وي په اروپا يي سخت پولیسي شوي ژوند کې چې دهر انسان په سر یوه کمره ولاړه ده .او دپټو جاسوسانو شمیر دنفوس لویه برخه جوړوي او له بهر نه دراتلونکو مسافرو دکنترول لپاره ېې هم هغه تخنیکي وسایل په کار وړي چې تر کالیو لاندې دنر اوښځې آن دبدن دننه هم لیدلی شي ، بیانو دا انتحاري واسکټونه، وسلې او نه تمامیدونکې مرمۍ که په کور دننه نه وې نو له کوم ځایه راغلې؟ ددې واسکټونو خیاط څوک و او انفجاري مواد ېې کومو کارخانو جوړ او تروریستانو ته ور رسولي وو؟ عجیبه داده چې دپولیسو او امنیتي څارګرو دڅیړنو په لړ کې داسې ویل کیږي چې دپیښې له ځایه ېې دتښتیدلو تروریستانو دهویت پاڼې تر لاسه کړیدي .عجیبه ده تروریست په تیښته بریالی شوی خو پیژند پاڼه ېې پولیسو ته پر ایښې ده!!! دنامتو څیړونکي شته کلود پای په خبره دلویدیځ ځینې لوبې ډیرې تکراري او خندوونکې دي. هغه وخت چې په شارلي هبدو هم تروریسي یرغل وشو دفرانسې پولیسو خبر ورکړ چې دپاریس په شمال ختیځ کې ېې «دکواشي» ( هغه څوک چې دتروریستانو دمشر په نوم پیژندل شوی و) دمشر ورور پیژند پاڼه ېې په یوه پریښودل شوي موټر کې موندلې ده. دغه شان دنیویارک په خونړۍ فاجعه کې هم اف بي آی وروسته خبر ورکړ چې دنیویارک پر سوداګریز مرکز باندې دیرغل کونکو له ډلې څخه دیوه تروریست یرغلګر دهویت پاڼه ېې تر لاسه کړیده. ټول پوهیږي چې دنیویارک په غبرکونو ماڼیو دوه الوتکې ولګیدې .ماڼي پر ځمکه را ولویدې ، هرڅه ېې داور په لمبو کې وسوځیدل ، دلګیدلو الوتکو اوسپنې داسې ویلې شوې چې چاېې یوه ټوټه هم تر لاسه نکړه. په داسې حالت کې او داور په هغو وحشي لمبو کې څنګه اوسپنې ویلې شوې خو د فرضي تروریست دهویت پاڼه باد دپټو پولیسو لاس ته ور ورسوله . تر دې خندونکې خبره هم داوه چې څلورمه الوتکه په پنسلوانیا کې را ولویده ، ځمکه ېې وڅیرله او هرڅه پکې وسوځیده خو بیاهم فدرال پولیسو اعلان وکړ چې دالوتکې دچلوونکي دهویت پاڼه ېې دپیښې په ځای کې موندلې چې یوه برخه ېې سوې خو عکس او هویت ېې جوړ پاتې دی. اوس نو فکر وکړي چې څنګه الوتکه او چلونکی ېې سوځي او له منځه ځې خودکاغذ یوه ساده پاڼه روغه پولیسو ته پلاس ورځي. داهرڅه ښيي چې له نیویارک نه تر پاریسه دا ټولې تراژیدۍ دسیاسي او پوځي موخو له مخې په خپله دامریکا او اروپا په زړه کې دپټو کړیو له لوري جوړیږي .دپاریس تر پیښې وروسته کوم پاسپوت چې پولیس ېې دموندلو ادعا کوي ، سوریايي پاسپورت دی ، همدا چې دفرانسې سوسیالیست جمهور رئیس فرانسوا ژرار نیکولای اولاند ددې پاسپورت له مخې پر فرانسې تروریستي یرغل له بهره دجګړې اعلان ښيي ور سره سم داعش له سوريي څخه ددغه تروریستي ناتار مسولیت مني .

ټول پوهیږي چې دداعش مشري د یهودي ټبره مشر البغدادي په لاس کې ده او اسرائیلو هم په بیا بیا ویلي چې داعش دوی ته خطر نه دی . همغسې چې القاعده یو وخت دامریکايي ستراتیژیو دپلي کولو یوه وسیله وه داعش هم په همدې لاره او همدې موخو ته را جوړ شویدی . فرانسوي سوسیالیست واکمنو له امریکا او انګلیس سره منلې چې سوریه به لاندې کوي . ددې کار لپاره هم یوه پلمه پکار وه . دپاریس له حملي نه دسوریا يی پاسپورت موندنه په همدې خاطر جوړه شویده چې په هغه هیواد دپوځي یرغل پلمه جوړه شي .په افغانستان کې دالقاعدې شتون او پر نیویارک برید دتیري او اشغال پلمه شوه په سوریه کې دامریکايي جوړ شوي داعش او پر پاریس یرغل لویدیځ ته دا پلمه ورجوړوي چې پر سوریه ور ودانګي. په همدې خاطر دافغانستان داشغال لپاره دنیویارک په ایرو کې دالقاعدې دغړو دهویت پاڼه موندل کیږي او پر سوریه دوردانګلو په خاطردپآریس په پیښه کې دداعشیانو سوري پاسپورت موندل کیږي .ټول بشریت پوهیږي چې داعش په عراق کې راجوړ شو او له هغه ځایه سوريي ته ور واووښت ، دداعش تروریستان یواځې دسوريي اوسیدونکي نه دي بلکې داعش دټولې نړۍ له اسلامي بنسټپالو څخه را جوړ شویدي . دسوريي پاسپورت موندنه هسې یوه جوړه شوې آشنا ، تکراري پلمه ده.که فرانسه او اروپا دامرکایی یهودي لوبو بشري ضد خطر ناکو لورو ته پام ونه ساتي ، لرې به نه وي چې ډیر دروند پور به اداکړي . دیوه اټکل په توګه ویلی شو چې په سیمه کې دترکيي داعشي پلوي او پوځي ما جرا جوړونې کولی شي نړۍ نه اټکل کیدونکو جګړو ته ور ټیلوهي . دغه جګړې به ددوو مخکنېو نړیوالو جګړو په شان له امریکا څخه لرې وي. ترکیه یا منځنی ختیځ به ېې په داغ تناره واوړي او د جګړو همدغه خوریدونکې لمبې به ارو پا هم په ځان کې را ونغاړي او ظاهراً به دادامریکايي ستراتیژیستانو د« شمال او جنوب جګړه» دشمال یعنې متحده ایالاتو په ګټه واړوي . داخبره به امریکايي پټو واکمنیوته په زړه پورې وي خو دې ته ېې لکه چې پآم نشته چې دنن زماني تخنیکي پیچلي پر مختګ کولی شي دټول بشریت ژوند له بشپړې ورکې سره مخ کړي

avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د