نظــر

د هیواد د زخمونو یو ګمنام طبیب وفات شو

لیکوال: قاري حبیب

تېرکال همدا شپې ورځې وې،چې له مرحوم ملا الله داد طبیب سره مې لیدنه وشوه،د نوموړي نوم مې له ډیر پخوا د طالبانو له شریعت غږ راډیو اوریدلی و،خو مخامخ مجلس مې ورسره نه و شوی، ملا الله داد طبیب چې پنځه کال د افغانستان د مخابراتو وزیر پاته شوی و، په یوه عادي او په غالب ګومان کرایي کور کې اوسېده،دده د کور او نورو خلکو د کورونو ترمنځ کوم توپیر نه و، له خبرو، ظاهري چلند او اقتصادي حالت څخه هم داسې نه بریښيده چې دا سړی دی یو وخت د کوم هیواد وزیر پاته شوی وي،دغه مهال چې د معدې سرطان ځپلی و رنګ یې زیړ تښتیدلی او د خبرو په مهال یي ژبه وچه وچه کیدله.

ملا الله داد طبیب آرام ، متواضع او سنګین شخص و، په څو ساعته مجلس کې یي د هیواد د مخابراتو په اړه داسې معلومات راکړل لکه له کوم کتاب یالیکلیو یاداښتونو له مخې چې غږیږي، د افغانستان د مخابراتي سیستم په برخه کې د ورانیو او ملي شتمنیو د تباهۍ کیسه یي په ډیر افسوس وکړه، ویي ویل چې په کابل کې د طالبانو د حکومت له پیل سره دمخابراتو وزارت په داسې حال کې وروسپارل شو،چې د هیواد د مخابراتي سیستم اتیا فیصده امکانات په داسې ډول له منځه تللي و چې حتی د ټیلفوني لین د انتقال پایې هم په برقي ارو باندې غوڅې شوې او د کباړ په بیه پلورل شوي وې.

ده وویل چې د طالبانو د واکمنۍ له پیل سره یې د مخابراتو په برخه کې کار له صفر څخه شروع کړ، په لومړي ځل یي په لویو ښارونو کې د بي سیم او رادیو ریلي زړې دستګاوې ترمیم کړې چې په توسط یي د ولایتي مرکزونو ترمنځ اړیکي فعالې شوې وروسته یي له نړۍ سره د افغانستان د مخابراتي اړیکو دنښلولو لپاره په کابل کې د مایکروویف زوړ سیستم فعال کړ چې د ننګرهار او پیښور له لارې یې هیواد له نړۍ سره وتاړه.

خو څرنګه چې د هیواد مخابراتي سیستم ډیر زوړ او د استهلاک پړاو یي بشپړ کړی و تردې چې د ترمیم لپاره یي پرزې هم نه پیدا کیدلې نو ځکه  د اتصالاتو په برخه کې د نویو سیستمونو په فعالولو غور وشو، چې په ټولو لویو ښارونو کې د ډیجیټل ټیلفونونواو یا انترکم شبکې فعالې شوې چې هرې یوې زرګونه لینونه درلودل او هیوادوالو ته یي له کلونو وروسته د تیلفوني اړیکو زمینه برابره کړه.

دغه راز دمخابراتي پرمختګ په برخه کې د نړیوال سټلایټ ټیلفونونو د ګڼ شمیر ګوشیو جوازات تقسیم شول چې هیوادوالو ته یي د نړیوالې مخابرې په برخه کې لوی سهولت رامنځ ته راکړ،په دې سربیره د هغه مهال دمخابراتو وزارت یو لوی پلان د عامو مبایل ټیلفونونو د شبکو فعالیت و، چې د ملا الله داد اخند په ابتکار یې له یوه امریکایي شرکت سره تړون لاسلیک  او په لومړي پړاو کې د ۳ لکه مبایل سیم کارتونو د تقسیم په پروژه تعهد وشو چې دغه پروژه به د افغان بي سیم په نوم د یوه سهامي شرکت لخوا اجراء کیدله چې اتیا فیصده ونډه د کمپنیو او شل فیصده يي د مخابراتو د وزرات وه، امریکایي ظالمانه بندیزونو او د ملل متحد د امنیت شورا بې انصافه پریکړو د طالبانو د ګڼو نورو انکشافي پروژو غوندې دا پروژه هم معطله کړه، تردې  چې له امریکایي یرغل وروسته یي د بندیزونو له پورته کیدو سره په هماغه نوم پروژه تطبیق شوه چې اوس د ګرځنده اتصالاتو په برخه کې  پیشرفت د افغانستان تر ټولو مثالي پرمختګ بلل کیږي، هغه چې کریډیټ یي د کرزي حکومت او دمخابراتو وزیر امیرزي سنګین ته ورکول کیږي په داسې حال چې په دې برخه کې لومړنی او بنیادي کار د هیواد د یوه ګمنام خادم  مرحوم طبیب صاحب لخوا ترسره شوی و.

طبیب صاحب د اتصالاتو په برخه کې پنځه کاله د افغانستان لومړنی مسؤل شخص و، خو دغه رښتینی خادم چې په کوم حالت کې کابل ته تللی و په هماغه حالت کې له وزارت څخه راووت،نوموړي خو نه په کابل کې کوم شخصي کور واخیست او نه یي هم د اختلاس او غصب په پیسو کوم شهرک جوړ کړ، نه د بلند منزل خاوند شو او نه یي په دوبۍ کې ځمکې یا په شرکتونو کې ونډې واخیستې.

هغه د یوه اسلامي او سپیڅلي نظام په سیوري کې په پوره اخلاص د هیواد د ودانۍ هڅې وکړې،هغه هرڅه دخپل اولس د هوساینې او سهولت لپاره وکړل او په خپله یي له ستړیا،ستومانۍ اوسختیو تیرولو پرته هیڅ برخه هم د ځان ونه بلله .

هغه بالاخره په داسې حال کې د کډوالۍ په کور کې له دنیا څخه رخصت شو چې خپل اولس ته یي یوازې د ویاړ کارنامې پریښودې.

سړی چې د هیواد ددې ګمنام طبیب ژوند او بې ریا کارنامو ته ګوري او بیا د کابل په دوه سري رژیم کې د غلا، فساد،اختلاس  او د کابل بانک، خلیل فیروزي او احمدضیاء مسعود د داړماریو کیسې اوري نو سړي ته هماغه د الفت صاحب بیت وریادوي چې:

ډیر تفاوت شته په انسان کې د معنی په لحاظ
واړه لګیا دي ځیني ځان ځیني جهان جوړوي

الله تعالی دې په طبیب صاحب ورحمیږي او جنت الفرودس دې ورته نصیب کړي . آمین

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x