افغانستان

د افغانستان څخه د وتلو لپاره کازاخستان یو هوايي ډګر د فرنسا په واک کي ورکړ

دکازاکستان او فرنسا ولس مشراننن ټکی آسیا: کازخستان فرنسا ته د افغانستان څخه د خپل فوځیانو د ایستلو لپاره یو هوايي ډګر مخصص کړی دی، او فرنسویانو ته یې اجازه ورکړې چي دا هوايي ډګر د ځپل فوځ او فوځي سامان آلاتو په انتقال کي استعمال کړي.

د کازاخستان او فرنسا تر منځ اتفاق شوی چي د فرنسوي فوځیان به د افغانستان څخه خپل فوځي وسائل د کازخستان د (شیمکنت) هوايي ډګر پوري په الوتکو کي رسوي، او بیا به یې له دغه هوايي ډګر څخه په اور ګاډیو کي فرنسا ته انتقاله وي.

فرنسا د 2012 څخه خپل د جنګي عسکرو ایستل پيل کړي دي، او 1500 عسکر یې د خپل جنګي سامان آلاتو د انتقال د پروسې د خوندي کولو لپاره پري ایښي.

بل خوا د امریکا ولس مشر باراک اوباما هم په افغانستان کي د 2014 وروسته د صفر پر غوراوي فکر شروع کړی، چي تر ټاکلي نیټي وروسته به په افغانستان کي هیڅ یو امریکايي عسکر نه پاته کیږي، خو په دې اړه تر اوسه پریکړه نه ده شوي.

باید وویل شي چي د افغانستان ولس مشر حامد کرزی امریکا ته په سفر بوخت دی، تر څو په واشنګټن کي د امریکايي چارواکو سره د امنیتي تړون سند او نورو مهمو موضوعاتو باندي خبري وکړي، او تمه کیږي چي د کرزي په دې سفر کي به امریکا دا فیصله هم وکړي چي د کال 2014 وروسته به په افغانستان کي څومره عسکر پریږي، خو امریکايي چارواکو ویلي چي کیدای شي اوباما یو ځانګړی شمیر ونه ټاکي، بلکی په افغانستان کي به خپل د فوځیانو وجود تر ضرورتونو او خپل د استراتیژي سره سم وټاکي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x