
روزګان: د خاص روزګان پخوانی ولسوال پر دار شوی
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د روزګان امنیتي مسوولین وايي چې د خاص روزګان ولسوالۍ پخوانی ولسوال پخپل کلي کې پر ونه را ځړول شوی دی.
د خاص روزګان اوسنی ولسوال عبدالکریم وايي چې پخوانی ولسوال جمعه خان تېره شپه د طالب ځواکونو له لوري په دار ځړول شوی دی.
د روزګان ولایت امنیتي مسوولین هم د پېښې پخلی کوي او وايي چې طالب ځواکونو تېره شپه د جمعه خان پر کور چاپه وهلې او هغه يې له کوره لرې په ونه کې راځړولی دی.
د امنیه قومندانۍ ویاند نور اغا کامران وايي چې له پېښې نه د سیمې اوسېدونکو د دوی پولیس خبر کړي خو په وينا يې د ولسوال وژونکي تښتېدلي دي.
طالبانو تر اوسه د خاص روزګان د پخواني ولسوال د وژل کېدو په اړه تر اوسه څه نه دي ويلي.