نظــر

د اسلامې قانون په ځاى د کفري قانون راتګ په اړوند د رسول الله صلی الله علیه وسلم اطلاع او اخبار

کله چې د استعمار ځواک زيات شو، ګڼ اسلامي هېوادونه يې پخپله ولکه کې راوستل، اسلامي شعائر يې له منځه يووړل، خو کله چې د استعمار ملا ماته شوه، مستعمره هېوادونو د استقلال بيرغونه پورته کړل، او ځانونه يې ظاهرا مستقل او آزاد وګڼل، ولې په حقيقت کې بيا هم پرې د استعمار تسلط پاتي شو. په ګڼ اسلامي هېوادونو کې د قرآني قانون په ځاى کفري قوانين تطبيق دي، په محاکمو او عدالتونو کې د قرآن او حديث په ځاى د هغه کافرانو قانون پلي کړى، چې په اړوند يې الله تعالى جل جلاله فرمايلي دي: ]أُوْلَـئِكَ كَالأَنْعَامِ بَلْ هُمْ أَضَلُّ أُوْلَـئِكَ هُمُ الْغَافِلُونَ[  ژباړه: دوى (کافران) د حيواناتو په څېر دي، بلکې له هغوى څخه هم ګمراه دي، همدا دوى غافلان دي.

 د دې هېوادونو مسلمانان خپلي پريکړي او فيصلي په کفري قانون کوي.

په دې اړوند هم  رسول الله صلی الله علیه وسلم ارشاد فرمايلى دى، چې دا د رسول الله صلی الله علیه وسلم له سترو معجزاتو څخه دى.

امام احمد او طبراني له حضرت ابي امامة الباهليt څخه روايت کوي، چې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي دي: ]لَيُنْقَضَنَّ عُرَى الْإِسْلَامِ عُرْوَةً عُرْوَةً فَكُلَّمَا انْتَقَضَتْ عُرْوَةٌ تَشَبَّثَ النَّاسُ بِالَّتِي تَلِيهَا وَأَوَّلُهُنَّ نَقْضًا الْحُكْمُ وَآخِرُهُنَّ الصَّلَاةُ [ ( مسند امام احمد) 

ژباړه: ” د اسلام کړۍ به يو پر بل پسې ماتې کړې شي، چې کله يوه کړۍ ماته کړې شي، خلک به پر بلې چې هغې ته نژدې ده منگولې خښي کړي، ، لومړى به حکم (محکمه) له منځه يووړل شي او وروستى به يې لمونځ وي”

 نو تاسو ته  بهتر معلومه ده، چې د رسول الله صلی الله علیه وسلم له ارشاد سره سم په اسلامي نړۍ کې تر ټولو مخکې اسلامي حکومت او اسلامي محکمې (عدالت)  ختمې شوې، ځاى غربي او کفري محاکمو ونيول.

د رسول الله r وړاند وينه په داسې توګه رښتيا شوه، لکه څرنګه چې يې فرمايلې ده. په ټوله اسلامې نړۍ کې په شمېر له يو څو هېوادونو څخه پرته په نوره ټوله اسلامې نړۍ کې کفري قوانين تطبيق دي، د اسلامې نظام تصور هم نشته. نا اشنا خبره خو داده، چې د هېواد ټول وګړي مسلمانان دي، ولې قانون يې بيا کفري ده، او ټول په شريکه دا پرېکړه نه کوي، چې يو سوچه اسلامي نظام او قانون پلې کړې. د دې ستر لامل دا ده چې په اسلامي نړۍ کې داسې خلک واک ته رسېدلې دي، چې هغه شرير ترين، سپک خلک او د انګليسانو لاسپوڅي دي ، نو په اسلامي نظام کې خپلې او د خپل بادار ګټي خوندي نه ګڼي، بلکې ځان او بادار پکښې غير محفوظ ګڼي.

په دې خبره کې هېڅ شک نشته چې د مذاهب اربعه اساس او بنياد قرآن کريم، حديث، صحابه کرام او سلف صالحين دي، هغوى د مسلمانانو لپاره يو نه هېرېدونکى خدمت تر سره کړو، د قرآن او حديث په رڼا کې يې د مسلمانانو د ژوند لپاره داسې يو جامع قانون  را منځته کړو، چې له حکومت څخه واخله تر رعيت پوري يې ټولې ستونزي پکښې حل کړې. په دې قانون د ټول امت اجماع راغلي او د انګليسانو تر را تګه پورې د حکومت واګې او پريکړې د اسلامي فقهې په لاس کې وې. انګريزانو له دوه لارو څخه هڅه وکړه، تر څو مسلمانان او اسلامي قانون له يو بل څخه لري وساتي. لومړى: د نظامې يرغل په واسطه يې په مسلمانانو کې داسې شرير خلک چارواکي کړل، چې اسلام او اسلامي قانون  ورته څه ارزښت نلري، دوى د اسلامي قانون په ځاى کفري قانون تطبيق کړو.

دوهم: په مسلمانانو کې يې داسې نظريه خپره کړه، ګواکې  پخواني علماوو، چې په تېر دوولس سوه کلونو کې د قرآن او حديث په رڼا کې کوم تحقيقات او پلټنې بشپړي کړي دي، نو هغه له قرآن او حديث سره سمون نه خوري، نو د هغوى اطاعت لازمي نه ده، بلکې په خپله له قرآن او حديث څخه  استنباط د مسائلو وکړه، چې په پايله کې ځينې نا خبره مسلمانان په خپلو اسلافو بې باوره شوو. په نتيجه کې مسلمانانو په خپل لاس خپلي پښې غوڅې کړې. له يو لوري د اسلافو تحقيقات او څيړنې ورته خوند نه ورکوي، له بل لوري څخه په دوى کې دا استعداد نشته چې د پخوانې عالمانو له تحقيق څخه پرته د يوې وړې مسئلې استنباط وکړي. پخوانې عالمانو تر خپل وسع پوري د شريعت په رڼا کې د هغه وخت د ټولو مسئلو حل را ويستلى دى، ولې د اوس وخت ځيني مسلمانان له يو لوري پر خپل اسلافو اعتراضونه کوي ولې له بل لوري څخه د ورپېښو عصري مسائلو هيڅ حل نشي را ويستلاى. 

حافظ محمد احمد الخراسانی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x