نظــر

درېیمه چیغه /ګلمر جان یي نه مني . . .

دردمن طالب

درست افغانستان یې مني،د ۳۴ ولایاتو ۳۴ جهادي مسؤلین یا والیان ۳۴ د نظامي کمیسیونو مشران ۳۴ د مرافعو قاضیان۳۴ ولایتي مفتیان ۳۴د معارف،دعوت وارشاد،فرهنګ،صحت او نورو خدماتي بخشونو رئیسان چې ټول پاک مؤمنان،مجاهدین او اکثره یي تکړه علماء دي د طالبانو نوی امارت مني مګر ګلمرجان یي نه مني.

د ۳۶۴ ولسوالیو۳۶۴ جهادي مسؤلین ۳۶۴ ملکي ولسوالان،۳۶۴ د ولسوالیو کمیسیون مشران۳۶۴ د ابتدائیو قاضیان او مفتیان او ۳۶۴ د ولسوالیو د معارف،دعوت وارشاد،فرهنګ،صحت او نورو بخشونومدیران چې ټول پاک مؤمنان،مجاهدین او اکثره یي تکړه علماء دي د اسلامي امارت نوی زعامت مني مګر ګلمرجان یي نه مني.

له نیمروز تر بدخشانه، له بلوڅ مولوي عبدالرشیده بیا تر تاجک قاري فصیح الدین پورې له فاریاب تر پکتیا له ازبک قاري صلاح الدین نیولې بیا تر پښتون سراج الدین حقاني پورې، د هیواد په ساره او اوږده کې د هر ولایت،هرې ولسوالۍ،هرې درې،هرې تپې، هرې ژبې، هر نژاد او هر قوم او قبیلې خدای ته ژمن د سنګر رښتینی مجاهد امارت او د منصور صاحب زعامت مني مګر ګلمرجان دواړه پښې په یوه موزه منډلې وایي نې منم او نې منم.

د هیواد ټول عالم قشر د کونړ له شیخ برهاني صاحب نیولې بیا د سنګین تر شیخ عبدالحکیم صاحب پورې،د بغلان له شیخ محمد شریف صاحب نه نیولې بیا د شینکۍ تر شیخ عبدالمنان هوتک پورې د هیواد له ټولو مدارسو بیا په پاکستان او ایران کې د مهاجرو علماء کرامو تر ټولو دیني حلقو او مدارسو پورې د امارت نوی زعامت اود هغه ټاکنه شرعي او اصولي بولي مګر ګلمرجان وایي دا ټاکنه په شرعي لحاظ سمه نه ده.

نه پوهیږو ګلمرجان تر خلیفه دین محمد صاحب په تقوی کې زیات دی او که له شیخ عبدالسمیع صاحب نه په علم کې بالا دی،؟ له خپل استاذ شیخ عبدالحکیم صاحب نه په کتاب ښه پوهیږي او که تر شیخ هیبت الله صاحب له خدایه ډیر ویریږي؟؟ له شیخ عزیزالله صاحب نه په خطابت کې تکړه دی او که له شیخ عبدالبصیر صاحب نه یي ځواني ښه ځواني ده؟؟

عجبه ده د درست افغانستان لکونه علماء د اسلامي امارت د زعامت ټاکنه شرعي بولي او بیعت ورسره کوي له ټولو مدارسو،محرابونو او د احادیثو د تدریس له مسندونو د موافقت او بیعت غږونه راپورته کیږي، ټول یي شرعي بولي مګر یو څوک تک تنها جرأت کوي او دهیواد ددې ټول سواد اعظم او عالم قشر علم،اعتقاد،پریکړه او فتوی مسخره کوي او وایي دوی ټول په غلطه دي او زه په سیخه لار روان یم !!!

زما دمعلوماتو له مخې طالبان د دعوت اوارشاد د کمیسیون په چوکاټ کې یوازې په غزني ولایت کې تر پنځوس زیات د فقهي مجالسو حلقي لري چې د افغانستان د کلیو او اولس پاک زړي او مستقل مزاجه علماء په کې راغونډ شوي دي، دوی ټولو د امارت نوي رهبري شرعي بللې او بیعت یي ورسره کړی،هغه چې امارت ورباندې هیڅ نفوذ نلري اونه د چا د زور، زر، زاریو او تزویر په کیسه کې دي همداسې د افغانستان هر ولایت در واخله مګر بیاهم په دې ټوله وسیعه هیواد شموله بلکې امت شموله اجماع باندې د ګمراهۍ حکم کیږي . . . دلته نو پوښتنه داده چې ددومره زیاتو علماء کرامو چې له بیلابیلو قومونو، سیمو،نژادونو او ولایاتو څخه دي او بیلابیل طبائع لري آیا ددوی ټولو اجماع علی الباطل ممکنه ده؟؟

ماته خو بشپړه محاله او ممتنعه ښکاري

ښاغلیه که زما منې فتوی خو دې شرعا باطله ده چې باطله ده مګر عقلا او طبعا هم له ورایه شاذه،نادره ، کالمعدومه او لیس بشئ ښکاري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
طالب جان

طالب جانه په ګوتو دي برکت شه

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x