افغانستان

اجرايوي رییس يو ځل بیا د ولسمشر فرمان باطل کړ

نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): اجرايوي رییس ډاکټر عبدالله عبدالله وروسته له يوې اوونۍ د ولسمشر هغه فرمان باطل کړ، چې د ده له خوښې پرته يې د یو رییس د ګمارنې لپاره صادر کړی و.

تېره اوونۍ په ارګ کې له ګلخانې ماڼۍ نه ولسمشر محمد اشرف غني د « محافظت رجال برجسته » په نوم د ریاست لپاره د نورالله خان پر ځای عبدالجبار پردلي وټاکه.

یوه اوونۍ وروسته اجرايوي رییس د نورالله خان په ګوښه کېدو توند غبرګون وښود او نوموړی يې بېرته د یاد ریاست رییس مقرر کړ او عبدالجبار پردلي يې له دندې وشاړه.

نورالله خان چې د اجرايوي رییس له نږدې کسانو څخه ګڼل کېږي، د پنجشیر ولایت اوسېدونکی دی، چې له څه مودې راهیسې يې یاده چوکۍ اشغال کړې ده.

تر دې وړاندې هم اجرايوي رییس د والیانو او ځينو ریسانو په ټاکنه کې د ولسمشر فرمان « بې حیثیته » بللی او له خپلې خوښې سره سم کار يې کړی دی.

په ګډ حکومت کې پر نورو ناندریو سربېره د ټاکنیزو اصلاحاتو د کمیسیون ریاست هم یو له هغو ناندریو څخه و، چې په زور ازموینه کې اجرايوي رییس ګټونکی او د هغه د خوښې کس د دې کمیسیون مشر وټاکل شو.

په ځينو ټاکنو ک چې د ګلخانې او سپېدار ماڼیو زور مساوي راووځي، نو د کندوز د تحقیقاتي پنځه کسیز کمیسیون په څېر پر دریو تنو دواړه ماڼۍ دوه مشران هم ټاکي.

د شنونکو په باور که څه هم پخپله اجرايوي رییس د ولسمشر په فرمان مقرر شوی، خو د پنځوس سلنه واک په وېش يې کله هم ولسمشر تنها نه دی پرېيښي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest

0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx