quetta-blast mezan chowk

کویټه: په خونړیو چاودنو کي ۹۳ تنه مړه، او ۱۲۱ ټپيان شول

نن ټکی آسیا: په کویټه کي د تیري ورځي د پرلپسې چاودنو له کبله لږ تر لږه 93 تنه وژل شوي، او ۱۲۱ تنه نور ټپيان شوي دي.

لومړی چاودنه د ماپښين په وخت کوټي ښار په مرکزي سیمه میزان چوک (باچا خان چوک) کي د پاکستاني سرحدي فوځیانو موټر ته نیژدې وشول، چي له کبله د سما نیوز خبري تلویزوني چینل د کیمرا مین، رپورټر، او کمپيوټر اپریټر په ګډون ۱۲ تنه پولیس ووژل شول، او لس تنه ایف سي او پولیس ټپيان شول، او د چاودني له کبله د فوځیانو د موټر په شمول څو نور موټره له منځه تللي، او د بلدیه پلازه تر شلو زیات دکانونه زیانمن شوي او سوځېدلي دي.

د پولیسو چارواکي او بمونو د خنثی کونکې ادارې ویلي چي دا چاودنه په ټایم بم باندي ترسره شوې، چي د سیمیز وخت په 3 بجو او لسو دقیقو دچاودني وخت ورته ټاکل شوی وو.

ددې چاودني مسئولیت د بلوچستان آرمي په نامه ډلي اخیستی، او ویلي چي د خپل ملګرو د مرګ په انتقام یې اخیستی، چي د پاکستان د فوځ له خوا په عملیاتو کي وژل شوي دي.

وروسته دوې پرلپسې چاودني د شیعه ګانو په سیمه علمدار روډ کي د سنوکر پر یوه کلب وشولې، چي له کبله یې لږ تر لږه 81 تنه مړه او 121 نور ټپيان شول.

په وژل شویو کسانو کي اکثریت د هزاره شیعه ګانو دی، او د چاودنو پړه یې هم د لشکر جنګوي په نامه یوې سخت دریځي ډلي په غاړه واخیست.

په کویټه کي د پولیسو یو مهم چارواکي حامد شکیل وویل چي په دوه پرلپسې چاودنو کي 81 تنه وژل شوي دي، او 120 ټپیان دي، چي په هغو کي 10 تنه د ایف سي فوځیان هم شامل دي.
او زیاته کړې چي کیدای شي د مړو په شمېر کي زیاتوالی راشي، ځکه چي د یو شمېر ټپي شویو کسانو روغتیايي حالت د اندیښنې وړ دی.

د ډان نیوز ورځپاڼي د راپور سره سم تیره ورځ ناوخته د علمدار روډ پر یو سنوکر کلب باندي چي عموما په کښي ډیر رش وي ،یوه چاودنه وشول، چي له کبله یې ۱۲ کسه مړه شول، او څو نور ټپيان شول، او کله چي سیمي ته پولیس، ایف سي، او د خبري چینلو رپورټران ورسیدل، او د سنوکر کلب مخي ته  د خلګو ښه رش جوړ شو، دوهمه چاودنه شول، چي له کبله یې یاده مرګ ژوبله ورسیدل، ددواړو چاودنو تر منځ د ۱۰ دقیقو فاصله وه.

پولیس وايي چي لومړی چاودنه سرښندونکې وه، او دوهمه چاودنه د یو موټر په واسطه ترسره شول، چي د چاودېدونکو موادو ډک سنوکر کلب ته نیژدې درول شوی وو.

د دواړو چاودنو له کبله هغه بلډنګ چي د سنوکر کلب په کښي کي وو، په بشپړه توګه له منځه تللی، او ورسره په څنګ کي ۵۰ نورو دکانونو او کورونو ته زیان رسیدلی دی.

ددې تر مخه د سوات په مینګوړه ښار کي چاودنه وشول، چي له کبله یې ۲۱ تنه ووژل شول، ددې چاودني پړه چا په غاړه وانه خیسته.

Pakistani volunteers rush an injured victim from a bomb blast to a local hospital for treatment in Quetta, Pakistan, Thursday, Jan. 10, 2013. A bomb targeting paramilitary soldiers killed scores of people in southwest Pakistan, officials said. Photo: Arshad Butt

 

Pakistani police officers and local residents gather at the site of bomb blast in Quetta, Pakistan, Thursday, Jan. 10, 2013. A bomb targeting paramilitary soldiers killed scores of people in southwest Pakistan, officials said. Photo: Arshad Butt

 

A Pakistani paramilitary soldier and local residents gather at the site of bomb blast in Quetta, Pakistan, Thursday, Jan. 10, 2013. A bomb targeting paramilitary soldiers killed scores of people in southwest Pakistan, officials said. Photo: Arshad Butt

 

EDS NOTE: GRAPHIC CONTENT - The bodies of two dead men lie in the street at the site of a bomb blast that targeted paramilitary soldiers in a commercial area of Quetta, Pakistan, killing at least 12 people and wounding more than 40 others, according to police, Thursday, Jan. 10, 2013. A series of bombings in different parts of Pakistan killed 115 people on Thursday in one of the deadliest days in the country in recent years. Photo: Arshad Butt

 

Picture loading...

 

https://i0.wp.com/sin.stb.s-msn.com/i/B9/DF282C8B3B86DCF3FA2BA6D97C9353_h430_w622_m2_q80_cLUxtwbEM.jpg?resize=558%2C385

 {youtube}VYDmCSKttxk{/youtube}

 {youtube}-u6I9HWSyq0{/youtube}

د نن ټکی اسیا یوټیوب چېنل
avatar
  ګډون وکړئ  
خبرتیا غوښتل د