افغانستان

کوهستانی: د طالبانو او داعش په تورلېست کې یم

نن ټکی اسیا (شنبه، لیندۍ ۷مه، ۱۳۹۴ل): د سیاسي او نظامي چارو کابل مېشتی کارپوه، جاوېد کوهستانی ادعا کوي چې ګواکې د طالبانو او داعش له خوا یې نوم په هغه لیست کې دی چې باید په نښه شي.

نوموړي د خپلې دعوې لپاره کوم شواهد نه دي وړاندي کړي، خو پخپله رسمي فیسبوکپاڼه يې د ځینو نورو نومونو تر څنګ ځان هم یاد کړی او لیکلي يې دي چې د طالب او داعش وسله والو په تور لیست کې دی.

کوهستانی په داسې حال کې ځان د داعش او طالبانو لپاره هم مهاله هدف ګڼي، چې داعش ډلګۍ له طالب ځواکونو سره تر وسله والې جګړې هم رسېدلي دي، خو نوموړي نه ده روښانه کړې چې ولې د دوو سره مخالفو ډلو په یوه تور لیست کې دی.

کوهستاني لیکلي چې یو تلیفوني اړیکه کې ورته د هېواد د پرېښودو ویل شوي، خو د دې ګواښ یا هم ګواښوونکي دلایل يې نه دي مطرح کړي.

کوهستانی له هغې وروسته ليکي، چې د طالبانو او داعش په تور لیست کې یې نوم شته چې تېره اوونۍ د کابل په شهرنو کې احمدسعیدي په نښه شو.

د ځينو شنونکو په باور د احمد سعیدي ویشتل، د ځینو خاصو کړیو کار دی، چې له نوموړي سره يې مهم رازونه خوندي و.

کابل مېشتی سیاسي شنونکی انجینر نظر محمد مطمئن وايي، تر څو چې سیاسي کارپوهان،‌ لیکوالان او خبریالان د اسلام مقدساتو او افغاني کلتوري ارزښتونو ته سپکاوي‌ ونه کړي‌ باید تر برید لاندي را نه شي‌ او د سیاستوالو د سیاسي‌لوبو قربانی نه شي.

کوهستانی ډېری مهال په رسنیو کې د طالبانو پر ضد او د امریکايانو په خوا شننې مطرح کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x