نظــر

امريكا د احتوا سياست غوره کړى!

ليکوال: عبدالرحيم مطمئن

هغه مهال چې امريكا د يولسم سپمتبر  پيښه بهانه  کړه او په افغانستان يې نظامي يرغل وکړ خورا په زور او جوش سره راونه وه نه يې صلحه منله نه مزاکرات بس يوازې جنګ يې د حل لار بلله د افغانستان ډيرى کلي يې بمبارد کړل جوماتونه او مدرسې يې ونړولې ځوانان، سپينږې، ماشومان او ډير بې ګنا خلک يې تر خاورو لاندي کړل.

پخپل لاس روزل شوي ګوډاګيان يې راوستل او د تخت په ګدۍ يې کښينول نور نو يې افغانستان تسخير شوى او د خپل ځان تابع هيواد ګڼلو، د (راند کارپوريشن) لخوا جوړ شوي قوانين يې راوړل او خپلو روزل شويو ته يې د تطبيق لپاره وړاندې کړل نه يې ددې ملت دينې او نه هم کلتوري ارزښتونه په پام کې ونيول هر خوا يې بدماشې  او د هيواد د تبيعې زيرمو لوټ شروع کړ !

خو ډير زر د ولس له غوڅ مخالفت سره د طالب تر مشرۍ لاندي مخ شول بيا يې هم هماغه د اولو کلونو خوب ليدا په ډير زور سره به يې ويل چې مونږ په هيڅ صورت سره په دې هيواد کې هغه څوک نشو زغملاى  چې دامريکا ګټو ته خطر وي، خو مقاومت زور واخيست او امريكا کرار کرار نور په جګړه کې ستړي ښکاريده؛
امريكا چې ددې ملت تاريخ يې په ژوره توګه مطالعه کړى ٶ، او د روس ترخه تجربه يې مخته پرته وه له نرمښت څخه کار واخيست او د احتوا سياست يې غوره کړ په لومړي سر کې يې رسنېز جنګ شروع کړ د خپلو ګټو په خاطر يې غربواکه او بلواکه رسنۍ اجاد کړې او پوره زور سره يې د امريكايي ګټو د خونديتوب لپاره تبليغات پيل کړل مبتذل سريالونه، فلمونه، ډرامي او سندريز پرګرامونه يې ښه بيلګه ده چې د ملت د ټولو دينې او کلتوري ارزښتونو خلاف عمل دى او تقريباً په هره ولسوالۍ کې يې  يوه اف ام راديو فعاله کړه چې تر دا مهاله تر يو سلو اويا زياتي راديوګانې او تر څلوېښت زيات ټلويزيوني چينلونه فعاليت کوې. او هم هماله يې د ځوان نسل چې د يو هيواد او ملت اصلي زيرمه بلل کيږي  بې لاري کولو او د هغوى د دين او وطن پالني روحي د وژلو لپاره بې ځايه سپورتي لوبې رايج کړې په ځاى ددې چې مو هيواد ورباندې پرمختګ وکړې ثمره يې  د ځوان او نوي نسل  بيسوادې  او ورسته پاتې والى راووت.

د تعليمي نصاب بار بار بدلول او له هغه څخه د ديني مفاهيمو ايستل او په ځاى يې د غربي مفاهيمو راوړل، له  اکاډميکو مراکزو لکه ښونځيو او پوهنتونو څخه د دين دوستو او هيواد پاله ښونکو ايستل او په ځاى يې دهغه  خلکو راوستل چې غربي ګټو ته ژمن دې، دهغوى بيا بيا تقديرول او اولس ته ديو مثال او اولګو په توګه معرفي کول ددې شومو پلانونو يوه برخه ده چې امريکا غواړي چې دا  ولس ورباندې احتوا او په خپل رنګ ورنګوي.

په ملت کې د صالحې قدوې يا مثال ورکول پر ځاى يې داسې قدوه خلکو ته وړاندې کول چې اصلاً د اولس د پر مختګ سبب نشي جوړيدلاى چې ښه مثال يې د طلوع لخوا وړاندې کيدونکې ډرامه (ستاره افغان ) ده، او د داسې خلکو معرفي کول چې په ټوله معنا د دين او ولس ضد عناصر دې، تر اوسه به مو په دا څوارلس کاله کې نوي اوريدلي چې د هيواد نامتو ساينس پوه يا فزيک پوه ته فلانکى جايزه يا مډال ورکړل شو، خو هر ورځ به داسې خبرونه اورو چې د کرکټ ملي لوبغاړو يا د فوټبال ملي لوبغاړو چې د هيواد په پرمختګ کې يې تر  اوسه هيڅ مثبت رول ندى لوبلولى دومره نغديه او دومره نوري جايزې ورکړل شوي.
چې بيا هم ددې ټولو پلانونو تر شا مستقيماً امريكا ولاړه ده او د خپلو لاسپوڅو په واسط  يې د دين او ملت د ټولو ارزښتونو خلاف عملي کوې او ورځ تر بلي ورباندې جهادي روحيه ځپي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x