
د افغانستان په لویدیځه کي دوه امریکایان وژل شوي دي
نن ټکی آسیا: د افغانستان په لویدیځه کي دوه تنه امریکايي عسکر د سړک د غاړي په یوه چاودنه کي وژل شوي دي.
که څه هم ایساف رسنیو ته په یوه لیږل شوې خبرپاڼه کي ویلي وايي چي په هغه چاودنه کي چي نن د جمعې په ورځ د افغانستان په لویدیځه برخه کي را منځته شول، په کښي یو تن عسکر ووژل شو، او د نورو تفصیلاتو ورکولو څخه یې ډډه کړې، خو د پریس نیوز تلویزوني چینل د راپور سره سم په دغه چاودنه کي یو تن امریکايي عسکر نه، بلکي دوه تنه عسکر وژل شوي دي.
طالبانو تر اوسه د لویدیځ څخه د چاودني کوم راپور نه دی ورکړی، خو ویلي چي نن ورځ دكندهار او هلمند ولايت تر منځ د کمپرک په سیمه کي د بهرنیو ځواکونو پر یوه زغروال موټر ماین چاودېدلی، چی له کبله یې پنځه تنه بهرني عسکر وژل شوی دي.
د یادوني وړ ده چي تیره ورځ طالبانو په خپل یوه خبرپاڼه کي د هغه امریکایانو چارواکو له خوا د افغانستان څخه د خپل ټولو عسکرو پر ایستلو د غور کولو هرکلی کړو، او ویلي چي هم د افغانستان او هم د امریکا لپاره دا غوره ده چي امریکایان نور د افغانستان څخه خپل فوځ وباسي.
او زیاته کړې وه چي د افغانستان اوسني حکومت به هیڅ کله ونه غواړي چي امریکایان د افغانستان څخه ووزي، ځکه چي دوی غواړي چي د امریکایانو په پناه کي خپل حکومت او مناسب وژغوري.
باید وویل چي دوه ورځي وړاندي د پارلمان غړو ویلي وه چي د امریکایانو د وتلو وروسته به په افغانستان کي کورنی جګړه شروع شي، او امنیتي وضعه به ډیره خرابه سي.