شعـــــرونه

غزل – بلال باسل

بلال باسل

تل سوچو کی ډوب یم اندیښـنو له کاره وه ایستم
هروخت می په زړه یی ستا یادو له کاره وه ایستم

زه لـکـه دشمـعی غـــونــدی تا پســی ویـلیږمـه
راشــه اشــنا راشـه  هجرانو له کـاره وه ایـستم

اخ.چی مړه را وه دی کـتل یاره سم نشـه دی کړم
زه لــه هــغی  ورځی ها کـتو له کاره وه ایسـتم

بـس دئ توان یی نـلرم غـمونو پر مـلا مات کړمـه
نور یی بار راوړای نشـم غمـو له کـاره وه ایـستم

نورکـوم پریکـون ګوره دیـدن ته دی بیا نه راځم
زه سپیره طالب یم  دی کیسو له کـــاره وه ایستم

نن که بی اسری یـم داپـه دی نده چـی تـل به یـم.
خاوری” باسل” دی هیلو اسـرو له کاره وه ایستم

==========

فـطرت مـی دمــره پرښـکلا میـن دئ
چـی ښکلی ووینم نو زړه مـی یوسی
دجــانان دی هنــــرته ډیر حیــران یــم
په یـوه خنـدا په یوه کاته مـی یوسی
چی له ښکلا سره سینګار کړی پیوست
شمه بی سیکه بـس هرڅه مـی یوسی
شپــیلئ دی مـاتـه مـه شه شـپونه یاره
لږ یی په زور وهـه چی ښه می یوسی
څـ ه جـادوګــر حســـن الـلـه ورکـړئ
چـی ورتـه وګـورم نشـه مـی یوسی
لکه چی لیک کړی څوک پر شګو (باسل )
داسی څو توری شـم اوبه می یوسی

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x