نظــر

ناوړه حکومت والي

(زاهد صدیقي) د سیاسي علومو محصل

ناوړه حکومت والي هغه حکومت والۍ ته ویل کیږي چې په هغې کې د قانون نقض، له دندې څخه تیښته، نه ځواب وینه، د سیاسي لوبغاړول لخوا ملي او عمومي ګټې قرباني کیدل او شخصي ګټو ته ترجیح ورکول، له قدرت څخه ناوړه ګټه پورته کول، له خلکو سره چل ول، روابط پر ضوابطو حاکم، ژمنې ماتول، په ځینو اساسو شرایطو کې داسې پریکړې کول چې د سیاسیونو په کې شخصي ګټې وي، ملي ګټو ته نه پاملرنه، ناانډولي او بې عدالتي، تعصب ته لمن وهل، ناامني، د ټولنې غریب قشر له پامه غورځول، ظلم او ستم، له هېواده د ځوانانو تیښته او داسې نور…..

د افغانستان اوسنی نظام چې د ملي وحدت حکومت په نوم په افغانانو حاکم دی دا هر څه په کې ترسترګو کیږي.

څو وړې بیلګې یې:

د کابل پولیسو سرتېری احمد ایمل هغه مهال ‎یې چې د ولسمشرۍ ماڼۍ د لوړپوړو کسانو د ساتونکو د خلاف کارۍ مخنیوی وکړ د هغوی له لوري په بریښنایي ډنډو سخت ووهل شو دا قانون ماتول دي که بل څه؟ پخپله قانون جوړ کړه او پخپله یې مات کړه.

زه که قانون ترپښو لاندې کړم خیر دی خو که تا ترپښو لاندې کړ بیا دا د قانون نقض دی.

د کابل پولیسو سرتېری احمد ایمل
د کابل پولیسو سرتېری احمد ایمل

بلخوا افغان سینماګر بصیر مجاهد څه موده وړاندې د کابل ولایت د امنیه قوماندانی ویاند په توګه وګمارل شو.

له ورایه معلومیږي چې مجاهد د ضوابطو په اساس نه، بلکه د روابطو په اساس په دنده ګمارل شوی.  په اوس وخت کې دې ځوان ته د افغانستان سینما اړتیا لري نه سیاست او دا په دې مانا هم نده چې سینماګر دې د سیاست ډکر ته داخل نشي ځکه دا د ټولو سالم حق دی چې په حکومتي چارو کې برخه ولري لکه په گواتیمالا هېواد کې چې یو کمیډین د خلکو لخوا د اعتماد رای ترلاسه کړه او ولسمشر شو نوموړي نژدې ۲۰ کاله د گواتیمالا په تیاتر کې کار کړی وه او بیا یې په انتخاباتو کې ګډون وکړ او د خلکو لخوا د ولسمشر په توګه وټاکل شو خو په دې نظام کې هغه څوک چې د یو کار وړتیا ،ظرفیت او تجربه لري هغه له پامه غورځول کیږي او هغه څوک یې چې نه لري هغه بیا د روابطو په اساس په دنده ګمارل کیږي او خلکو ته د منلو وړ هم نه وي.

ډیر داسې حکومتي چارواکي دي چې د روابطو په اساس په دنده ګمارل شوي دي دا خو یې یوازې یوه کوچنی نمونه ده.

بصیر مجاهد د کابل ولایت د امینه قوماندانی ویاند
بصیر مجاهد د کابل ولایت د امینه قوماندانی ویاند

غني به په خپل انتخاباتي کمپاینونو کې ویل چې زورواکي له منځه وړم، قانون واکمنوم، د فساد جرړې باسم، امنیت تاامین وم، کار اهل کار ته سپارم، عدالت به رامنځته کوم، اقتصادی ستونزې به حلیږي، د افغانستان په اقتصاد کې به بدلون راځي او داسي نوري ژمنې………
د قدرت تږی ډاکټر عبدالله عبدالله هم په بیلابیلو ولایتونو کې بیلابیلي ژمنې له خلکو سره وکړي ویل به یې چې امنیت به ټینګیږي، د اوبو بندونه به جوړیږي، سرکونه به جوړیږي او داسې نور……..

خو په هغه صورت کې چې واک ته ورسیږم کله چې واک ته ورسید له غني سره یې د واک په سر خپل منځې شخړو ته لمن ووهله ترڅو د ده د ماما زوی، د کاکا زوی او تربور يې په نظام کې ځای پیدا کړي چې تر اوسه هم توافق ته سره ندي رسیدلي او نه رسیږي.

دا یې هم ژمنې کول او بیايې ماتول.

نه پوهیږم چې کومه ستونزه یې په ګوته کړم ناامني او له هېواده د ځوانانو تیښته نورې هغه ستونزې دي چې هره ورځ د دې هېواد ځوان قشر زوروي. که هېواد کې پاتې شي ناامني یې وژني او که له هېواده ولاړ شي سفر یې وژني.

ناوړه حکومت والي همدا ده چې په افغانستان کې حاکمه ده.

دلته شخصي ګټو ته ترجیح ورکول کیږي

دلته ملي او عمومي ګټې قرباني کیږي

دلته ځوان قشر وژل کیږي

دلته ژمنې ماتیږي

دلته په ضوابطو روابط حاکم دي

دلته ناانډولي ده

دلته ناامني ده

دلته بې عدالتي ده او داسې نور……

دا نظام او دا حکومت والي که همداسې دوام کړي بلاآخره د خلکو له جدي پاڅون سره به مخ شي او رانسکور به شي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x