ورزش

افغانستان د سید شیرزاد غوره توپ اچونې سره عمان ته ماتې ورکړه

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه ۱۳۹۴ل): د افغانستان او عمان تر منځ د دوو شل اوریزو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره شوه. افغانستان دغې لوبې کې سیالې لوبډلې ته په ۲۷ منډو ماتې ورکړه.

عمان لوبډلې د لوبې پچې ګټلو سره ملي لوبډلې ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. نننۍ لوبې کې د توپ وهنې په برخه کې افغانستان لپاره یوازې عثمان غني غوره توپ وهنه وکړه.

افغانستان په ټاکلو شوو شلو اورونو کې خپل اته لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عثمان غني غوره او پیاوړې توپ وهنې په مرسته ۱۵۹ منډې جوړې کړې.

د افغانستان لپاره عثمان غني په ۵۴ توپونو د نهو څلوریزو او یوې شپږیزې په مرسته ۶۹ او کریم صادق په ۲۲ توپونو د دریو څلوریزو په مرسته ۲۶ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د عمان لوبډلې لپاره مهران خان درې او بلال خان، لال چیتا او ذیشان مقصود یوه یوه ویکټه واخیسته. لال چیتا خپل څلورو اورونو کې ۱۸ منډو ورکولو سره تر ټولو لږې منډې ورکوونکی توپ اچوونکو و.

په ځوابي توپ وهنې کې د عمان لوبډلې هم ځینې چټکې ویکټې له لاسه ورکړې خو د لوبې پای په شیبو کې لوبه یو ځل بیا د عمان په واک کې وه خو په یو اوور کې د سید شیرزاد دوه ویکټې دغه لوبه د افغانستان په بریا پای ته ورسوله.

د عمان لوبډلې په ۱۸.۱ اورونو کې خپل ټول لوبغاړي له لاسه ورکولو سره د عدنان الیاس اوسلطان احمد غوره توپ وهنې په مرسته ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

د عمان لوبډلې لپاره عدنان الیاس په ۳۱ توپونو د دوو څلوریزو په مرسته ۳۴ او سلطان احمد په ۱۳ توپونو د پنځو څلوریزو په مرسته ۲۷ منډو جوړولو سره ښه وځلیدل.

د ملي لوبډلې لپاره سید شیرزاد درې، یمین احمدزی دوه، روښان بارکزی دوه، سمیع الله شینواري دوه او نسیم یوه ویکټه واخیسته.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x