ادبي لیکني

زړه !

لیکونکي: پوهیالی سعید صاحب اوحکیمي

روښانه ده ،چې زړه ! هغه جسمي برخه  ده کوم ، چې دروني اوبېروني کړه وړه، احساسات ، راتلونکې بریاوې اواوسنۍ کړنې رهبري کوي داچې هر زیروح ددې
برخې څخه برخمن دی نو په وسیله یې دژوندي نوم ورکول کیږي ؛ خو ژوندي زړونه  هغه دي کوم ، چې داسلام په سپیڅلي دریاب کې یې دلوب اوډوب اوازونه
اوریدل کیږي  اوشېبه پرشېبه په حقیقي ډول دناپاکې وینې د پاکولو سربېره دعقل اودماغ پر مټ په جسم نیکې لورونې کوي ، داچې زه هم زړه لرم نو دبل زړه په لاندې لنډو جملو سره مخاطبوم .

زړه ! زړه ته مې دزړه له سترګو راشه .

کاش په زړونو کې مو دسپیڅلي قرآن مینه سترګکونه ووهي .

زړه !هغه زړه  پېژنې چې داسلام په سرشاره دریاب کې یې دلوب اوډوب اوازونه څپانده دي .

زړه ! ساه دې پر ساه یوسپارې بل ته سر مه ټیټوه .

ته ! ته مې دزړه په وچه دښته دباران لومړی څاڅکی یې .

تا یو زړه لره هغه دې څه کړ؟

زړه مې دی ، چې زړه درکړم .

زړه ! زړه پېژنې !

زړه هغه آینه نه ده ، چې دماتیدوورسته پتری ومني .

دزړه نه زړه ته لار وي .

زړه ! ژاړم په دې چې زړه لرم .

حکومت په زړونوکیږي نه په کورونو .

زړه ! په زړه کې دې ځای غواړم .

زړه ! خیر دی زړه مې مه ماتوه .

زړه ! دبڼو  رپیدادې ورپولم .

زړه ! زړه مې دې یووړ .

زړه رپېږه ، چې سترګې مې ورپيږي .

زړه !که زړه دې نه وې نووبه مې نه وینې .

زړه ! دوریدونووینه ژر ژرپاکوه .

زړه ! زړه به مې ښه ساتې .

زړه ! که د غوښې یې ، نوولې دومره سخت یې؟ چې زړونه ماتوې .

زړه ! له زړه نه به مې نه وباسې.

ته مې دزړه په جونګړه کې یو دایمي هستوګن یې .

دزړه له تله

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
ستاسو نظر مونږ ته دقدر وړ دی، راسره شریک یې کړئx
()
x