نظــر

کفارو د داعش دولت د څه لپاره پنځولی دی؟

لیکوال: پامیر زیارمل 

یادونه: دا لنډه لیکنه د کندهار پوهنتون د هغو زده کړیالو وروڼو په غوښتنه لیکم، چې د داعش او په ځانګړې توګه د لار ورکي منصور دادلله په اړه یې زما د اند پوښتنه کړې وه. مخکې له مخکې له ټولو څخه معذرت غواړم، چې ډېره شرعي پوهه نه لرم او شونی دی، په دې لیکنه کې مې نیمګړتیاوې او تېروتنې وي.

پر الله باندې د کفارو ګروهه

د ۲۰۰۹-م زیږدي کال په سپټمر میاشت کې د  Sunday Times نامتو اونیزې داسې لیکنه خپره کړه، چې نه یوازې یې د اروپا په لویه وچه کې، بلکې د نړۍ په ګوټ ګوټ کې پوهان هېښ کړل. اونیزې د بریتانیا د بریستون پوهنتون د پوهانو د څېړنې پایلې خپرې کړې، له کومو څخه چې په ډاګېږي، چې په نننۍ نړۍ کې ټول ماشومان پر خدای باندې له ګروهې سره دې نړۍ ته سترګې پرانېږي. د څېړنډلې مشر پروفېسر بروس هود د خپلو لاسته راوړنو په هکله داسې څرګندونې وکړې:

«زموږ پوهنیزې څېړنې په ډاکوي، چې ټول ماشومان  په شهودي توګه پر مافوق الطبيعه باندې له ګروهې سره زېږېږي. څېړنې دا هم څرګنده کړه، چې پر خدای باندې له ګروهې څخه پرته نه به Homo Sapience وای او نه هم د بشریت اوسنۍ ټولنه. په لومړۍ ټولنه کې د هغو ډلو پایښت کلک و، چې پر لوی څښتن او نیاو یې ګروهه درلودله. د دغو ډلو پر سټه د بشریت نننۍ ټولنه ولاړه ده. هغو ډلو، چې پر خدای یې عقیده نه درلودله له منځه لاړلې»(د څرګندونې لنډیز).

د ښاغلي بروس هود وینا یوازې د اروپایانو لپاره هېښونکې وه، نه د مسلمانانو لپاره ځکه چې د لوی الله ستر استازي (ص) څوارلس پېړۍ وړاندې ویلي وو: «ټول ماشومان له فطرت (فِطْرة)  سره زېږېږي، خو پلار و مور دوی یهود، نصراني او یا اورپال کړي». له پورتنیو کرښو څخه دا پایلنیوی کولای شو، چې ټول د خدای یا مافوق الطبيعه شتوالی لږ تر لږه په شهودي کچه په یوه او بله بڼه مني.

کافر له عربي ژبې څخه حقیقت (حق) پټونکی ژباړل کېدای شي. الله  دوی داسې بللي دي، ځکه چې کفار ډېر ښه پوهېږي، چې حق او باطل چېرې دي، خو د خپلې لويي او یا نورو دلایلو له مخې حقیقت پټوي.

ډېری مسلمانان تېروتنه کوي، چې اوسني لوېدیز سیاستوال له دین څخه لېرې دي او په خپل سیاست کې دین ته هیڅ پاملرنه نه کوي. حقیقت برعکس دی. د بېلګې په توګه د بریتانیا  د پخواني لومړي وزیر ویاندې الستر کمبل د خپلو خاطراتو په کتاب کې لیکي، چې بلېر پر عراق باندې د یرغل کولو له پرېکړې څخه مخکې انجیل لوسته. همداسې د نړۍ نور وتلي سیاستوال نه پټوي، چې دین د دوی پر پرېکړو ډېره ژوره اغېزه کوي.

دا تصادفي نه ده، چې د لوېدیزو هېوادونو په سترو پوهنیزو موسسو کې اسلام او مسلمانانو ته دومره ډېره پاملرنه کېږي او د سپېڅلي قران او سنت د څېړنې لپاره ځانګړي انستیټوتونه جوړ شوي دي. په قران او سنت کې راغلي معلومات د دوی لپاره حق دی، نو ځکه کفار ور ته ډېره پاملرنه کوي. یو له هغو حدیثو څخه، چې په نژې ختیځ کې د دوی سیاست ټاکي، دغه دی:

قَالَ رَسُولُ اللهِ صلى الله عليه وسلم : إِنَّكُمْ فِي النُّبُوَّةِ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ خِلاَفَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ مُلْكًا عَاضًّا ، فَيَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ يَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ جَبْرِيَّةً ، فَتَكُونُ مَا شَاءَ اللَّهُ أَنْ تَكُونَ ، ثُمَّ يَرْفَعُهَا إِذَا شَاءَ أَنْ يَرْفَعَهَا ، ثُمَّ تَكُونُ خِلاَفَةٌ عَلَى مِنْهَاجِ النُّبُوَّةِ ، ثُمَّ سَكَتَ

ماناییزه ژباړه: د الله استازي وویل: «تاسې به د نبویت په وخت کې څومره چې الله وغواړي ژوند وکړئ، بیا به هغه (الله) هغه واخلي او بیا به له نبوي منهاج سره سم خلافت وي او هغه به څومره چې الله وغواړي ادامه وکړي او بیا به الله هغه واخلي. بیا به بې نیاویزه ټولواکي وي او هغه به څومره چې الله وغواړي ادامه وکړي او بیا به الله هغه واخلي. بیا به ګرګري وي او هغه به څومره چې الله وغواړي ادامه وکړي او بیا به الله هغه واخلي. بیا به له نبوي منهاج سره سم خلافت وي». بیا هغه غلی شو.

د صدام او مبارک د ګرګري رژیمونو له نسکورېدولو وروسته ټول اسلامي امت د نوي خلافت په تمه کې و، چې له نبوي منهاج سره به سم وي او د بشریت په پېښلیک کې به د سولې، سوکالۍ، سمسورتیا، پرمختګ، مینې، نېکمرغۍ، نیاو نوی څپرکی وي. خو د نوي خلافت په تمه کې نه یوازې مسلمانان وو. لوېدیز سیاستوال هم ښه پوهېدل، چې په تاریخ کې نوی پړاو پیل کېدونکی دی، نو ځکه یې په ډېر تلوار د دې فورمول له مخې چې «که غورځنګ نه شې نسکورولای – مشري یې وکړه» تش په نامه د البغدادي اسلامي خلافت جوړ کړ، ترڅو د ريښتیني خلافت مخنیوی وکړي. د البغدادي خلافت، چې په ټوله نړۍ یوه اسلامي دینپوه هم نه دی منلی، د دې پر ځای چې بېوزلو مسلمانانو ته چوپړ وکړي، دوی یې په خپلو وینو کې ولمبول. د البغدادي شیطاني دولت له نیواکګرو څخه د مسلمانانو د لومړۍ قبلې د ازادولو پر ځای خپل لاسونه د فلسطین د مسلمانانو په وینو ککړ کړل. د البغدادي ځناورو د کفارو د ځپلو پر ځای د افغانستان په ګډون په ټولو سیمو او هېوادونو کې یوازې پر مسلمانانو بریدونه وکړل، چې غوره بېلګه د ننګرهار پېښه ده.

له درنو لوستوالو سره به دا پوښتنه پورته شي، چې د پاریس وروستي بریدونه داعش کړي دي، نو ایا دا موږ ته نه را ښکاره کوي، چې داعش کفار هم ځپي؟ د پاریس او نور ورته بریدونه د بېلابېلو هېوادونو د څارګرو ادارو د سیالۍ بېلګه ده او پر البغدادي تړي نه دي.   لوی الله په سپېڅلې وینا کې وايي: «لَا يُقَاتِلُونَكُمْ جَمِيعًا إِلَّا فِي قُرًى مُحَصَّنَةٍ أَوْ مِنْ وَرَاءِ جُدُرٍ ۚ بَأْسُهُمْ بَيْنَهُمْ شَدِيدٌ ۚ تَحْسَبُهُمْ جَمِيعًا وَقُلُوبُهُمْ شَتَّىٰ ۚ ذَٰلِكَ بِأَنَّهُمْ قَوْمٌ لَا يَعْقِلُونَ» (الحشر، ۱۴).

ماناییزه ژباړه: دوی یوځای ستاسې په وړادې جګړه نه کوي، یوازې له حصار لرونكو كليو يا د دېوالونو له شا څخه. د دوی په منځ کې سخته دښتمي ده. تا انګېرل، چې دوی یو موټي دي، خو د دوی زړونه بېل بېل دي، دا ځکه چې دوی عقل نه لرونکي دي.

هو، دا ټول حقیقت دی! موږ ته دوی ټول یوموټي ایسي، خو په عمل کې دوی په کلکه خپلمنځي سیالي اخته دي! ځېنې روسي رسنۍ لیکي، چې په مصر کې روسي الوتنه داعش نه، بلکې  د لوېدیزو هېوادونو څارګرو ادارو نسکوره کړې ده، تر څو عام روسان په سوریه کې د خپل هېواد د پوځي عملیاتو ملاتړ و نه کړي او پوتین تر سیاسي فشار لاندې راولي.

څوک د داعش ملاتړ کوي

د داعش د دولت له پنځېدلو وروسته ځېنو مسلمانانو د البغدادي ملاتړ په دې هیله وکړ، چې هغه به مسجد القصی او د مسلمانانو نورې نیول شوې سیمې ازادې کړي، خو کله چې ټول وپوهېدل، چې دی نه یوازې پر اسرائیل د برید هوډ نه لري، بلکې په پر له پسې توګه په نژدې ختیځ او افغانستان کې د نیواکګرو موخو ته چوپړ کوي، نو ټول ملاتړي یې دلاسه ورکړل. نن په نژدې ختیځ کې د شیطاني دولت ملاتړ یوازې دینپلوري، هېوادپلوري او عقلي معیوبین کوي.

په اوسني پړاو کې په افغانستان کې د داعشي دولت ملاتړ داسې مختورې څېرې کوي، لکه منصور دادلله، د څارګرو امیر محمد رسول، عبدالمنان نیازي او نور ځانپلوري، چې په لوی لاس خوار افغانان وژني او د ګاونډيو هېوادونو د څارګرو ادارو غړي دي.

څنګه داعشي دولت له منځه یوسو

زما په اند، په شام کې د شیطاني دولت د جرړې د ایستلو لپاره باید یو واحد سني امارت جوړ شي، چې په اغېزمنه توګه به داعشیان او لوېدیځپال له منځه وړي. خو دښمان باید یوازې په وسله واله جګړه نه، بلکې په رسنیزه، پوهنیزه، هڅوبیزه او نورو ډګرونو کې په پخو هڅو وځپل شي.

پای

د کندهار او ننګرهار د پوهنتونونو پتمنو زده کړیالو! زه ستاسې د یوه ورور په توګه پر تاسو ږغ کوم، چې نه یوازې د داعش ملاتړ مه کوئ، بلکې له خپل وس سره د سپین تګلوري له مشرانو سره مرسته وکړي، چې په افغانستان کې د تل لپاره د شیطاني دولت جرړه وایستل شي او زموږ ولس له دې شر څخه وژغورل شي.
لکه څنګه چې موږ او تاسو د خپل ژوند ډېره برخه د شر و فساد لښکر، هېوادپلورو او نیواکګرو په وړاندې مبارزه وکړه، همداسې له داعش سره هم مبارزه وکړئ! خو دا هم مه هېروئ، چې زموږ او ستاسې ملي پازه دا ده، چې د هېواد بشپړه خپلواکي، ملي واکمنتوب او مځکنۍ بشپړتیا په پوهه، نه په توره وساتو! دا هم مه هېروئ، چې په نننۍ نړۍ کې تر ټولو ځواکمنه وسله قلم دی…

ستاسې ورور

پامیر زیارمل

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
4 Comments
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
khalid

غم مکوه لیکوال صاحب په افغانستان کی نه داعش چلیږی او نه یی هم نظریه او ایډیالوژی دافغانستان خلک داسی یاغی او سرکش دی چی ښو ښو کسانو ته یی سبق ورکړی ده دا خو یی چورګوټی دی لکه ابومسلم خراسانی چی کله ولیدل چی خلافت او قیادت له نبوی منهج نه د امویانو او عباسیانو په وخت کی په کږه او انحراف تلونکی ده نو په آخر کی یی دواړو ته ځواب ورکړ او جنګ د قدرت په خاطر ددی لپاره ورسره ونه کړ چی د مسلمانانو ترمینځ وینه تویی نشی صرف پدی یی اکتفا وکړه چی تاسی به… نور لوستل »

محمود

یره د افغانستا په داعش هم نه شل کیژی، په نګرهار که یی خورا ظلم وګړ پدی که شک نشته او هیځ وجدان دا نشی برداشت کولی او خلک هم پروزه ورته وای.- خو -خو که اومور د قوماندان صاب پیر اغا- (پير) (اغا) ؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟؟ په لاسی وی ، بیا می هم هیڅ تنده نه ما تیژی . په خپل نظر هم مین نه یم ممکن خطا به یم ، هقه د غوربندی صاب خبره عقل هم تاریخی اثار ندی چه سړی یی وساتی د فکر لپاره دی، خو زما فکر تر دی ځایه کار کوی . الله ډیر پوهیژی

الحاج استا ذ بیانزی

ښکلی او په ځای لیکنه وه ، زه یی نه یوآځی تاییدوم بلکه ستایمه او لمانځنه یی هم کوم . څه چه ماته له لیکنی وروسته د اهمیت او بوښتنی وړ وو د دغه لیکونکی اولنی او اخرنی نوم ( پامیر ) او ( زیارمل ) دا دواړه نومونه جلا جلا له نزدی پیژنم چه پامیر کنړ کی د ډیرو کسانو نوم او زیارمل د ننګرهار باسول یا مهمندری ولسوالی په لیسه کی زما د یو شاګرد نوم زیارمل وو مګر اول نوم پامیر نه بل څه وو ، هغه وخت دی به یوولسم ټولګی کی اول نمره وو مګر… نور لوستل »

الحاج استا ذ بیانزی

هر څوک چه خپل ښه یا بد ځانګړی هدف ونه لری او یواځی د کتلست حیثیت لری یا د نورو د پاره اجیران وی ، د هغه کتغ مثال لری چه په ډیره تودوخه په لږ وخت کی پوخ شی د هغه کتغ نه یواخی خوند بلکه د روغتیا د پاره هم ښه نه وی حتی چه هغه چا پوخ کړی د هغو د باره هم اخره کی تاوانی کیږی ښه مثال یی صدام حسین ، او قذافی دی . کله چه انګریزان په هند کی بی هیلی شول د هغه ځای د خلکو د ویشلو او خپل منځی جنګو… نور لوستل »

Back to top button
4
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x