افغانستان

طالبانو د کندوز په اړه نوی مستند فیلم خپور کړ

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل): طالبانو د کندز ولایت د نیولو په اړه د عمري لښکر په نامه دریمه ډاکیومنټري (مستند فیلم) خپور کړی، چې په کښي د طالب ځواکونو له لوري د کندوز ولایت پر مرکز ددوی برید ښودل کیږي.

په دغه فیلم کې د هغو بندي طالبانو سره هم مرکې شوي چې د کندز د زندان څخه د خپلو ملګرو له لوري را خوشي شوي دي.

طالبانو په دغه مستند فیلم کې د بهرنیو ځواکونو دجیټ الوتکو بمبارونه هم ښودلي، او زیاته کړې چې د کندوز د عام ولس پر کورونو یې د بهرنیو ځواکونو بمبار نشوای زغملای، ځکه یې بیرته کندوز ښار پرېښود.

په فیلم کې د کندوز د روغتون او عامو خلکو بمبار شوي کورونه هم ښودل شوي دي.

په دغه فیلم کې نطاقي د طالبانو ترانه ویونکي او نطاق فقیر محمد درویش کړې، نوموړی وايي چې ددوی مشرانو نه غوښتل چې په کندوز کې په یوه بې ګټي جګړه کې ځان ښکېل کړي، ځکه یې خپلو جنګیالیو ته امر وکړ چې له ښار څخه ووزي.

ویل کیږي چې طالبانو د کندوز له ښاره ټول عسکري مهمات او دولتي مهم اسناد له ځانه سره یو وړل.

په دې مستند فیلم کې طالبان د کندوز پر مرکزي چوک خپل د بیرغ پورته کولو صحنې او همداسي په ښار کې دننه د کوڅه په کوڅه جګړې ځیني صحنې هم ښودلي دي.

د طالبانو دغه فیلم چې په لوړ معیار جوړ شوی، په منځ کې د چهاردرې او دشت ارچي ولسوالیو مرکزونه هم ښودل کیږي چې طالبان یې نیسي، همداسي په دغه ولسوالیو کې نیول شوي اربکیان او وژل شوي ملي اردو عسکر ښودل کیږي.

طالبانو خپل د هغو جنګیالیو یادونه هم کړې چې په دغه جګړه کې وژل شوي.

د فیلم په پای کې د کندوز ولایت لپاره نومول شوی د طالبانو والي ملا عبد السلام هم خبري کوي،  نوموړی خپل جنګیالو او نورو طالبانو ته توصیه کړې چې د طالبانو د نوي مشر ملا اختر محمد منصور سره بیعت وکړي، او خپل اتحاد او اتفاق وساتي.

نوموړی وايي چې زمونږ هدف په افغانستان کي د اسلامي شریعت نفاذ دی.

باید وویل شي چې ددې تر مخه د ملا عبد السلام د وژل کیدو په اړه ضد او نقیض راپورونه خپاره شوي وه، چې د نوموړي وروستۍ وینا دغه راپورونه ټول رد کړه.

طالبانو په دې وروستیو کې خپل فیلمونو کې تنوع او معیار ته ځانګړې پاملرنه کړې چې د کارپوهانو په وینا دا ددوی پر سیاسي بصیرت دلالت کوي. ددغه فیلم په مقدمه کې نطاق وايي: چې ددوی د فرهنګي کمیسون سمعي او بصري څانګه خپل ولس ته د روان جهاد رښتیني انځور او نا ویل شوي حقایق وړاندي کوي.

طالبانو خپل دغه فیلمونه یوې امریکايي ویب پاڼي (ارشیف) ته پورته کړي، او لینکونه یې نن ټکی آسیا ته هم را لیږلي دي، چې په لاندي ډول دي:

اعلی کوالټي: Full HD

https://archive.org/details/UmariLashkar3FullHD

Download Link

https://archive.org/download/UmariLashkar3FullHD/Umari%20Lashkar-3-Full%20HD.mp4

Mobile MP4

https://archive.org/details/UmariLashkar3MobileMP4

Download Link

https://archive.org/download/UmariLashkar3MobileMP4/Umari%20Lashkar-3-Mobile%20MP4.mp4

Mobile 3GP

https://archive.org/details/UmariLashkar33GP.3gp

Download Link

https://archive.org/download/UmariLashkar33GP.3gp/Umari%20Lashkar-3-3GP.3gp

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x