افغانستان

اوباما: که مو د عسکرو د محکمې غوښتنه کول، نو د کال ۲۰۱۴ وروسته به یو هم نه وي پاته

نن ټکی آسیا: د امریکا ولس مشر د کرزي سره په لیدنه کي هغه ته واضحه کړه، که تاسو زمونږ سره پر دې  خبره موافقه ونه کړی چي زمونږ عسکر به د جرم ترسره کولو وروسته په افغانستان کي دننه نه محکمه کیږي، نو مونږ به د کال  2014 وروسته په افغانستان کي خپل یو عسکر هم پری نه ږدو، او که مو موافقه وکړه چي مجرم عسکر به په افغانستان کي نه محکمه کیږي، او هغه به د افغانستان د قضایي سیسټم څخه په امن وي، نو یو څه فوځ به پریږدو.

نومړي ویلي چي باید دا خبره د دواړو هیوادونو تر منځ د امنیتي تړون په سند کي په واضحه توګه ولیکل سي.

اوباما وړاندي وویل کله چي د امنیتي واک دلیږد پروسه د راتلونکي کال 2014 تر مخه په ټول افغانستان کي پوره سي، نو بیا به افغاني ځواکونه د جنګي عملیاتو ټول اختیار په لاس کي ولري، او خپل پر سر به جګړې کوي، او په دې توګه به امریکا د افغانستان د جګړې څخه ووزي.

نومړي دا خبري په واشنګټن کي د حامد کرزي سره تر لیدني وروسته په یو مطبوعاتي کانفرانس کي وکړې، او زیاته یې کړه چي د افغانستان په جګړه کي تر 2000 زیاتو امریکايي فوځیانو قرباني ورکړې.

نومړي ټینګار وکړ، چي افغانستان ته د امریکایي ځواکونو د تګ څخه هغه هدف تر لاسه شو، چي امریکا غوښتل، او هغه د افغانستان څخه د القاعده شړل، او دهغو د بیا راتګ مخه نیول وو، او دا هدف تر لاسه شو، اوس القاعده نه سي کولای چي افغانستان کي دننه پر امریکا باندي د برید پلانونه جوړ کړي.

نومړي د خپل خبرو په وروستی برخه کی وویل چي طالبان هم د خپلو ځالو څخه وشړل شول، او د افغانستان اکثره ښارونه او ولس د هغوی څخه په امن دي، او هم مخالفین ورځ تر بلي ځمکي بایلي، او افغاني ځواکونه پرمختګ کوي.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x