
کندهار: سږکال دیرش زره ټنه انار بهرته صادر شوي دي
نن ټکی اسیا (شنبه، لېندۍ ۷، ۱۳۹۴ ل): کندهاري انار د هیواد په کچه د پخوا څخه شهرت لري خو په دې وروستیو کې یې نړیوال شهرت هم پيدا کړی او بهر ته یې صادرات ډیر شوي دي.
شږکال دیرش زره ټنه انار د کندهار ولایت څخه د هیواد بهر ته صادر شوي، د کندهار سوداګر وایې انار یې د متحده عرب اماراتو، هندوستان او پاکستان په شمول نورو ملکونو ته صادر کړي دي.
سوداګر زیاتوي که په دې وروستیو کې ډیر بارونونه نه وای شوي نو ددوی صادرات بهر ته تر دیرش زره ټنه اوښتل، بارانونه که څه هم د مني په موسم کې نورو فصلونو ته ګټه رسوي خو انارو ته بیا تاوان کوي.

د کندهار ولایت ډیره برخه انار د ارغنداب او شاولیکوټ ولسوالیو څخه صادریږي او پخوا یې صادرات تر دې څو چنده زیات وه خو کله چې امریکایې او داخلي ځواکونو طالبان له ارغنداب ولسوالۍ څخه ایستل نو هلته ډیر بمبارونه وشول او امریکایانو لوی او واړه بمونه په جګړو کې وکارول.
د بمباریو له امله د ارغنداب ولسوالۍ د انارو ځیني باغونه په بشپړه توګه له منځه ولاړل.

همدارنګه د کندهار ولایت په شمول په هغو ولایتونو کې چې د کوکنارو کرکیله پکې زیاته ده هلته بهرنیان د هوا له لاري خاص مواد پاشي چې د کوکنارو تر څنګ پر انګورو او انارو هم تاثیر کوي.
د کندهار کروندګر او باغوانان وایې کله چې کال اباد وي او بارانونه ډیر وي نو د امریکایانو د پاشل شوي دوا اثر کمیږي او ددوی کښتونه د پخوا په څېر حاصلات ورکوي، د سږکال د انارو په حاصلاتو کې ډیرښت ځایې خلګ د بارانونو د ډیرښت له برکته ښيې او د اینده لپاره هم خوشبین دي.