نظــر

کابل ته دپښتنو ملت پالو سفر اوسولي ته یې ژمنتیا ؟

خبیراحمد م-

په دې نیږدي ورځو کې دګاونډي هیواد پاکستان دملت پالو ګوندونو مشرانو کابل ته دخپل سفر په ترڅ کې رسنیو ته ویلي چې یو مهم هدف یې په افغانستان او سیمه کې د سولي د راتګ او یو ځل بیا د کابل او اسلام اباد ترمنځ د دوستانه فضا دب رابرولو لپاره مقدماتي هڅي هم دي .

تر کومه ځایه چې خبره سولي او تفاهم پورې تړاو نیسي ، هیڅوک هم په دې خبره اعتراض نلري ، بلکې دهرچا دزړه ارمان او یواځینی هیله ده چې جنګ اوجګړې دې نوري نه وي ، په افغانستان اوسیمه کې دي دامن اوسوکالی فضاحاکمه وي اودغه ځپل شوي ملتونه دي پریښودل شي چې په امن اوسکون کې ژوند تیرکړي.

ددغه هدف لپاره که هرڅوک هلې ځلې کوي ، که هغه دیني ګوندونه دي ، که ملت پال او یانور ، نه داچې هڅي یې دستایني وړ دي ، بلکې مرسته او عملي ملاتړ یې دهر دردمن افغان او مسلمان دنده جوړیږي .

خو یوه خبره ډیره ضروري ده چې یوڅوک دامن ناري اودسولي دراوستلو شعارونه ورکوي ، لږ ترلږه باید په دې لار کې زمونږ ولسونو ته داثبوت اوتضمین ولري چې په رښتیا هم دوئ دهغې سولي اوروغي په لټه او ارمان کې دي کومه چې دکړیدلو پرګنو دزړه یواځینی هیله او ارزو ده .

داسې نه چې څوک دسولي او امن جذباتي ناري وهي او دپښتني تاریخ داستانونه بیانوي اوځان دهمدغه ستر ملت مشران بولي ، خو په حقیقت کې بیا هغسي نه وي ، کله چې په دغو ملتونو سخته اوبده ورځ راغلي وي او خارجي یرغل اواشغال یې حریم اوحرمت تروړلی وي ، ددې پرځای چې دغه ښاغلي ! دخپلو پرګنو ترڅنګ ودریږي ، برعکس داستعمار غیږي اونوازش ته پناه وړي ، دهغو پایښت او دوام ته سیاسي توجیهات جوړ وي اوپه بدل کې پریمانه مالي فنډونه اوسیاسي امتیازات ترلاسه کوي .

کابل ته دتللو ملت پالو ګوندونو په ردیف کې هغه مشران او خانان هم شامل دي ، چې کله سره استعمار اودپخواني شوروي اتحاد وحشي لښکرو په افغانستان یرغل راووړ ددوي باباګانو نه داچې دشوروي مخالفت ونکړ ، بلکې څنګ په څنګ ورسره ودریدل ، څومره وحشت اوبربریت چې دلسو کلونو په اوږدو کې روسانو اوبیا ورسته یې ګوډاګيانوترسره کړ او یو نیم ملیون افغانان یې له تیغه تیر کړل ، یوه ورځ هم دبابا ګانو زړه پرې ونه سوځید او چیرته یې یو کنفرانس هم دخواخوږی په نیت جوړ نکړ ، چې روسانو یو نیم میلون افغانان ووژل دايی ظلم او ناروا وکړه !!؟

بیا چې کله امریکايي اوغربي طاغوت په افغانستان هجوم راوړ ، همدغه بابا ګان ، لمسیان اوخانان تربل هرچا وړاندې دامریکا او ناټو شاته ودریدل ، حتی په ټول پښتني تاریخ اومیړانه یې پښه کیښوده په صراحت یې اعلان وکړ چې ( امریکا وايی پرمونږ له افغانستان څخه برید شوی ، ځکه چې اسامه په افغانستان کې دی ، نو اوس به یا دامریکا دښمن طالبان له افغانستان څخه شړي ، که یې نه شړي نو امریکا حق لري چې په افغانستان برید وکړي ) دغه خبره دډیر ستر بابا ! وه !!!!
بهر حال ملت پال مشران که په رښتیا هم سولي اوروغي ته ژمنتیا لري اوپه دې برخه کې اخلاص هم لري ، نوباید خپلو ولسونو ته په عمل کې ثابته کړي ، چې ددوۍ مرسته له امریکا او ناټو سره لوی زیاتی وو ، ځکه افغانستان ته جنګ او ناورینونه امریکا او ګوډاګیانو یې راوړي ، چې اوس هم دوام ورکوي او په عین حال کې ملت پالو مشرانو ورسره په دغه تیري او جبر کې بیدریغه همکاري کړي .

نو پکار داده چې اول ملت پالان خپل ځانونه سپین کړي ، چې دوی په رښتیا هم دروان یرغل او تیري لښکر او د ایتلاف غړي ندي ، نو بیا ورسته که دوي دسولي او روغي قاصدین ګرځي او یا هلي ځلي کوي ، نو ممکن خبره اوهڅه یې د اوریدو او باور وړ وګرځي .

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
1 Comment
زړو
نویو ډیرو خوښو شویو
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
الحاج استا ذ بیانزی

دوی هغه بیغیرته او بی ناموسه له اوله د موره غلامان زیږول شوی دوی ته چه څوک د پشتنو مشران وایی هغه هم ملی خاینان دی هغوی هم د دغه غلامانو په شان د هر استعمار او په ځانګړی ډول د انګریزانو غلامان دی ، دوی لمړی دوره کی د همدی پشتنو د چیغو په واسطه د صوبه سرحد واک تر لاسه کړو او انګریزانو هم ورته د دی واک زمینه ځکه مساعده کړه چه د پشتنو د دسته جمعی مرګونو مرحله وه ، غو ښتل یی چه پشتانه په دغو خپلو ګیدړانو تش په نامه د پشتنو په مشرانو… نور لوستل »

Back to top button
1
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x