نړۍ

پوتین پر ترکیې اقتصادي بندیزونه ولګول

نن ټکی اسیا (یکشنبه، لیندۍ ۸مه، ۱۳۹۴ل): د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین پر ترکیه باندي د اقتصادي بندیزونو سند رسما امضا کړ.

دغه بندیزونه وروسته تر هغه لګول کیږي چې ترکي الوتکو د روسیې یوه جیټ جنګې الوتکه را وغورځول.

د پوتین د نوي فرمان سره سم به ترکان له دې وروسته روسیې ته بې ویزې سفر نه شي کولای، د ترکیې څخه واردېدونکي توکي به تر کلکي څارني لاندي وي، د ترکیې اتباع به په روس کې کار نه کوي، او همداسي یو شمیر غذايي توکي به له ترکیې څخه نه واریدیږي.

په همدې لړ کې روس ټولو سیاحتي ادارو ته امر کړی چې له دې وروسته دي روسانو ته نه د ترکیې د سیاحت اسانتیاوي نه برابروي او نه دي ترکیې ته د الوتنو ټکټونه اجرا کوي.

ویل کیږي چې هر کال د روسیې څخه ۳ ملیونه مسافرو د سیاحت په خاطر سفرونه کول.

د رسنیو په حواله په دغه نوي فرمان کې تر اوسه په ترکیې کې د روسیې لويو پانګونو ته اشاره نه ده شوې، چې په هغه کې د ګاز نل لیکه او همداسي د ۳۰ ملیارده ډالرو په قیمت ایټمي بټۍ جوړول دي.

د ترکیې یوه جګپوړي چارواکي د روسیې له لوري پر دغه اقتصادي بندیزونو ویلي چې دا رنګه بندیزونه به ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکي نوري هم ترینګلي کړي.

د دې تر مخه د ترکیې د بهرنیو چارو وزارت هم د خپل اتباعو څخه غوښتي وه چې روسیې ته سفر ونه کړي.

د ترکي الوتکو له لوري د روسیې د الوتکي را غورځولو ددواړو هیوادونو تر منځ اړیکي ترخې کړي.

د روسیې ولسمشر پوتین د ترکیې د ولسمشر رجیب طیب اردوګان څخه غوښتي چې معذرت دي وغواړي، بل لوري ته اردوګان ویلي چې دوی د خپل ځمکي څخه د دفاع بشپړ حق لري.

ورته لیکنې

ګډون وکړئ
خبرتیا غوښتل د
guest
0 Comments
Inline Feedbacks
ټولې تبصرې کتل
Back to top button
0
Would love your thoughts, please comment.x
()
x